په ترکیه کې د طالبانو سرپرست سفیر د روسیې له سفیر سره ولیدل

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست محمد زبیر ودان، په انقره کې د روسیې له سفیر الېکسي ایرخوف سره لیدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست محمد زبیر ودان، په انقره کې د روسیې له سفیر الېکسي ایرخوف سره لیدلي دي.
یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د دې اړیکو د وروستیو پرمختګونو په تړاو یې خبرې کړې دي.
طالبانو په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دا لیدنه داسې مهال کېږي چې یاده ډله هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د یادونې ده چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.
اېبيسي وېبپاڼه تېره اوونۍ په یوه مقاله کې ویلي و چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم وردګ په کابل کې د ترکیې له سفير جنګ اونال سره په کتنه کې د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي دي. طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او دوه اړخېزو موضوعاتو هم بحث شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشبنه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د محمدنعیم وردګ د ترکیې له سفير سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له ترکيې سره «ديني، سیاسي، کلتوري او تاريخي اړيکي» لري.
وردګ د ترکیې له سفير څخه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې د دوام غوښتنه کړې.
طالبانو د ترکیې د سفير له قوله لیکلي، چې نوموړي د بشري مرستو د دوام ډاډ ښودلی او له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کې د ښیکتیا په اړه معلومات او پلانونه هم شریک کړي.
د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.
ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د افغان معترضوښځو د همبستګۍ غورځنګ په یوه بیان کې د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شیریل بېنارډ وروستۍ څرګندونې په کلکه رد او غندلې دي.نوموړې د نشنلانټرسټ په یوې مقالې کې د افغان کډوالو اندېښنې «بېبنسټه» بللي او په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت «د هند په پرتله ښه» ګڼلی دی.
د افغان ښځو د همبستګۍ غورځنګ د پنجشنبې په ورځ په خپل بیان کې لیکلي چې مېرمن بېنارډ پرته له دې چې په افغانستان کې د ژوند تجربه ولري او د هېواد دننه د ښځو غږ واوري، د هغوی د وضعیت یو غېر واقعي او ناعادلانه انځور یې وړاندې کړی دی.
د نوموړي غورځنګ په اند، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې د زدهکړې، کار، سفر، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د ګډون په څېر له بنسټیزو حقونو نه محرومې دي او له ګواښونو، تاوتریخوالي، نیولو او ځپلو سره مخامخ دي.
په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان په ځینو برخو کې نجونې د طالبانو لهخوا د حجاب نه اغوستلو له امله نیول شوي او د ډېری یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. د یاد غورځنګ په وینا، د دې نجونو کورنۍ د ګواښونو او پر رسمي ادارو د باور نشتوالي له امله د دې قضیو د رسنیو ته د راپور ورکونې جرئت نهلري.
دغه غورځنګ په خپل بیان کې له نړۍوالې ټولنې، رسنیو او د بشري حقونو له بنسټونو نه غوښتي چې د افغانستان دننه د ښځو غږ واوري، د تحریف شويو روایتونو پر وړاندې ودرېږي او د نیول شويو نجونو د برخلیک د روښانه کېدو لپاره اقدامات وکړي. همداراز، له دوی غوښتنه شوې چې د طالبانو د رژیم ملاتړ ودروي او د تاوتریخوالي او تبعیض قربانیانو تر څنګ ودرېږي.
د ښځو د همبستګۍ غورځنګ ټینګار کړی چې افغان ښځې د خپل ژوند په تر ټولو تیاره پړاو کې قرار لري او هېڅ ډول هڅه د طالبانو د څېرې د سپیناوي لپاره نهشي کولای چې حقیقت پټ کړي.
دا غبرګونونه تر هغې وروسته کېږي چې وړمه ورځ د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بېنارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بېبنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نهوېرېږي. د بېنارډ په وینا، کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.

د فرانکفورتر الګیماینه د راپور له مخې، شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یو سړی چې ځان یې د ټیسلا د اجرایوي مشر ایلن ماسک استازی معرفي کړی و، د طالبانو کانونو وزارت ته ورغلی؛ خو وروسته څرګنده شوه چې جعلکار بحرینی وګړی دی، چې په کابل کې د سرینا هوټل مېلمه و.
خو دا لیدنه د دې اوازې سبب شوه چې ښايي امریکا د افغانستان له لیتیمو سره لېوالتیا ولري.
د طالبانو د پانګونې د ترویج مسوول خلیل الرحمن ژوند د جرمني فرانکفورتر الګیماینه ورځپاڼې ته ویلي، چې له ماسک سره کوم رسمي تماس نهدی نیول شوی، خو ټینګار کوي چې افغانستان چمتو دی له ټیسلا او نورو نړیوالو شرکتونو سره همکاري وکړي.
طالبان باور لري چې ډونالډ ټرمپ د افغانستان د کانونو له سرچینو سره لېوالتیا لرله او له خپل پخواني دښمن سره شراکت نه ردوي.
د امریکا دفاع وزارت پینټاګون په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته د سعودي عربستان د لیتیم لقب ورکړی و، ځکه پراخې لیتیمي زېرمې لري.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، ګڼ چینايي پانګوال کابل ته لاړل، ځکه د افغانستان لیتیمو یې پام ځان ته اړولی و.
د مس عینک کان، چې په ۲۰۰۸ کال کې چینایي شرکت ته ورکړل شوی و، لا هم نه دی استخراج شوی.
طالبان د ځنډ له امله ناراضه دي او نیوکه کوي چې دا پروژه د افغانانو پر ځای یوازې د چینایي کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.
سیاسي شنونکی جلال بازوان وایي، چین په افغانستان کې امنیت ته تر اقتصاد ډېر اهمیت ورکوي. هغوی هڅه کوي خپلې کاني اړتیاوې له هغو هېوادونو پوره کړي، چې هلته زیربناوې، حقوقي خوندیتوب او نړیوال بانکي سیسټم ته لاسرسی ښه دی.
د چین له ځنډني کار وروسته، طالبانو هند، عربي متحده امارات، روسیې، ازبکستان، ایران او تازه قزاقستان ته مخه کړې ده.
د کانونو وزارت اوس مهال د طالبانو د حکومت تر ټولو فعال بنسټ دی.
فرانکفورتر الګیماینه وايي، چې له۲۰۲۱کال راهیسې طالبانو د کانونو لپاره د جوازونو وېش چټک کړی او شاوخوا ۱۵۰ کوچني کانونه او ۳۰سترې پروژې یې په قرارداد ور کړې دي، چې دا شمېر د پخواني حکومت په پرتله څلور چنده زیات دی.
د دې چټکۍ یو دلیل د پخوانیو تدارکاتي پروسو کارول دي، خو د وزارت یو پخوانی انجنیر وایي، چې ځینې پروژې بېمطالعې او بې پامۍ ورکړل شوې، چې د چاپېریال او اوبو د مدیریت اندېښنې یې راپارولې دي.
طالبانو د کانونو کنټرول سخت کړی څو عواید زیات کړي، په ځانګړي ډول له قیمتي ډبرو لکه زمرد څخه یوه منظمه مالیه اخیستل کېږي.
خو دا برخه لا هم له ستراتیژیکو ستونزو سره مخ ده چې ترانسپورتي، برېښنايي او بانکي ستونزې او نړیوال بندیزونه پکې شامل دي.
قاچاق یوه دوامداره ننګونه ده. یو زمرد پلورونکی وایي، ډبرې تر لیلام پورې کلکې څارل کېږي، خو ځینې کسان هڅه کوي دا ډبرې پټې کړي یا بهر ته یې وړي.
طالبان خپلو نږدې کسانو ته لومړیتوب ورکوي. د طالبانو یو پخوانی قوماندان چې هېڅ تخنیکي تجربه نه لري، د اتو جیډ کانونو جوازونه تر لاسه کړي، چې دا ډبرې په چین کې ډېر ارزښت لري. نوموړی له یوه چینایي پانګوال سره شراکت هم کړی.
طالبان هیله لري چې له امریکا سره اقتصادي تړونونه به د دوی رژیم ته نړیوال مشروعیت ورکړي، چې له امله به اروپایي هېوادونه هم ورته قانع شي.
خو د لیتیم ستره استخراجي پانګونه لا هم د سیاسي بېثباتۍ، بندیزونو او د زیربناوو د کمښت له امله ټکنۍ ده.

د پاکستان، چین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د بیلټ اینډ روډ نوښت (BRI) همکاري ژوره کړي او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) افغانستان ته وغځوي.
پاکستانۍ ورځپاڼې د نېشن د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په حواله خبرو ورکړی چې دا پرېکړه د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د چین د ولسي جمهوریت د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي لخوا د غیر رسمي درې اړخیزې غونډې وروسته وشوه.
درېواړو بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ایز امنیت او اقتصادي اتصال د ودې لپاره د یو مهم پلیټ فارم په توګه درې اړخیزه همکاري بیا تایید کړه.
دوی د ډیپلوماټیکو ښکیلتیاوو د زیاتولو، د اړیکو د پیاوړتیا، او د ګډې سوکالۍ د کلیدي محرکینو په توګه د سوداګرۍ، زیربناوو او پراختیا د ودې لپاره د عملي ګامونو اخیستلو په اړه بحث وکړ.
وزیرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات او پرمختګ د هڅولو لپاره په خپلو ګډو ژمنو ټینګار وکړ. موافقه وشوه چې د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه به په کابل کې په یوه مناسبه نیټه کې ترسره شي.

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان باید له افغانستان، چین او بنګلهدېش سره یو ستراتیژیک بلاک جوړ کړي چې د سیمې په کچه خپلې ګټې خوندي کړي.
اسحاق ډار دا څرګندونې د ټول پاکستان د سوداګریزو اتحادیو د مشرانو کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې له کلونو راهیسې دا انګېرنه خپره شوې وه چې پاکستان مهم هېواد نه دی او نړۍ هند ته ګوري، «خو اوس داسې نه ده، نوې اصول رامنځته نه شول، او اوس نړۍ پاکستان ته ګوري».
هغه وویل، چې پاکستان تل د سولې ملاتړ کړی دی.
ډار د پهلګام برید ته په اشارې سره یې وویل: «هند بې له شواهدو پاکستان تورن کړ، وروسته یې یو اړخیز ګامونه واخیستل، لکه څنګه یې چې له پلوامه پېښې وروسته تبلیغات پیل کړل».
ډار ټینګار وکړ چې د پاکستان دریځ تل روښانه و، چې جګړه به نه پیلوي.
هغه زیاته کړه، « خو دا ځل مو پرېکړه وکړه چې د دښمن د عمل پر وړاندې په کلکه ځواب ورکړو. هند د سیکانو سیمې ته توغندي ویشتلي، هڅه یې دا وه چې داسې ښکاره کړي چې ګواکې پاکستان برید کړی دی. کله چې هند د پاکستان پر ښارونو توغندي وویشتل، د پاکستان زغم نور ختم شو».
هغه وویل: « ډېرو هېوادونو د عکسالعمل په اړه د زغم غوښتنه وکړه، خو کله چې برید پر نور خان هوایي اډې وشو، پاکستان اړ شو چې ځواب ورکړي».
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر دا هم وویل چې سهار وختي هغه ته زنګ راغی، چې هند د اوربند غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، نوموړي له افغانستان سره د وروستیو اړیکو په اړه وویل چې څو کاله یې اړیکې سړې وې، خو ده افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې له ټولو طالب چارواکو سره ولیدل.
ډار وویل، « زما وروستی سفر چین ته و، هلته مې له افغان چارواکو سره دوهم ځل هم ولیدل».
ډار دغه څرګندونې په بیجنګ کې د چین، طالبانو او پاکستان له درې اړخیزې ناستې نه تر را ګرځېدو وروسته کړې دي.