اسحاق ډار: پاکستان باید له افغانستان، چین او بنګلهدېش سره ایتلاف جوړ کړي
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان باید له افغانستان، چین او بنګلهدېش سره یو ستراتیژیک بلاک جوړ کړي چې د سیمې په کچه خپلې ګټې خوندي کړي.
اسحاق ډار دا څرګندونې د ټول پاکستان د سوداګریزو اتحادیو د مشرانو کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې له کلونو راهیسې دا انګېرنه خپره شوې وه چې پاکستان مهم هېواد نه دی او نړۍ هند ته ګوري، «خو اوس داسې نه ده، نوې اصول رامنځته نه شول، او اوس نړۍ پاکستان ته ګوري».