پاکستان او چین موافقه کړې چې د سي پېک پروژه افغانستان ته وغځوي

د پاکستان، چین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د بیلټ اینډ روډ نوښت (BRI) همکاري ژوره کړي او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) افغانستان ته وغځوي.

د پاکستان، چین او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د بیلټ اینډ روډ نوښت (BRI) همکاري ژوره کړي او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) افغانستان ته وغځوي.
پاکستانۍ ورځپاڼې د نېشن د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په حواله خبرو ورکړی چې دا پرېکړه د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د چین د ولسي جمهوریت د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي لخوا د غیر رسمي درې اړخیزې غونډې وروسته وشوه.
درېواړو بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ایز امنیت او اقتصادي اتصال د ودې لپاره د یو مهم پلیټ فارم په توګه درې اړخیزه همکاري بیا تایید کړه.
دوی د ډیپلوماټیکو ښکیلتیاوو د زیاتولو، د اړیکو د پیاوړتیا، او د ګډې سوکالۍ د کلیدي محرکینو په توګه د سوداګرۍ، زیربناوو او پراختیا د ودې لپاره د عملي ګامونو اخیستلو په اړه بحث وکړ.
وزیرانو د ترهګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات او پرمختګ د هڅولو لپاره په خپلو ګډو ژمنو ټینګار وکړ. موافقه وشوه چې د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه به په کابل کې په یوه مناسبه نیټه کې ترسره شي.


د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان باید له افغانستان، چین او بنګلهدېش سره یو ستراتیژیک بلاک جوړ کړي چې د سیمې په کچه خپلې ګټې خوندي کړي.
اسحاق ډار دا څرګندونې د ټول پاکستان د سوداګریزو اتحادیو د مشرانو کنفرانس ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې له کلونو راهیسې دا انګېرنه خپره شوې وه چې پاکستان مهم هېواد نه دی او نړۍ هند ته ګوري، «خو اوس داسې نه ده، نوې اصول رامنځته نه شول، او اوس نړۍ پاکستان ته ګوري».
هغه وویل، چې پاکستان تل د سولې ملاتړ کړی دی.
ډار د پهلګام برید ته په اشارې سره یې وویل: «هند بې له شواهدو پاکستان تورن کړ، وروسته یې یو اړخیز ګامونه واخیستل، لکه څنګه یې چې له پلوامه پېښې وروسته تبلیغات پیل کړل».
ډار ټینګار وکړ چې د پاکستان دریځ تل روښانه و، چې جګړه به نه پیلوي.
هغه زیاته کړه، « خو دا ځل مو پرېکړه وکړه چې د دښمن د عمل پر وړاندې په کلکه ځواب ورکړو. هند د سیکانو سیمې ته توغندي ویشتلي، هڅه یې دا وه چې داسې ښکاره کړي چې ګواکې پاکستان برید کړی دی. کله چې هند د پاکستان پر ښارونو توغندي وویشتل، د پاکستان زغم نور ختم شو».
هغه وویل: « ډېرو هېوادونو د عکسالعمل په اړه د زغم غوښتنه وکړه، خو کله چې برید پر نور خان هوایي اډې وشو، پاکستان اړ شو چې ځواب ورکړي».
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر دا هم وویل چې سهار وختي هغه ته زنګ راغی، چې هند د اوربند غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، نوموړي له افغانستان سره د وروستیو اړیکو په اړه وویل چې څو کاله یې اړیکې سړې وې، خو ده افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې له ټولو طالب چارواکو سره ولیدل.
ډار وویل، « زما وروستی سفر چین ته و، هلته مې له افغان چارواکو سره دوهم ځل هم ولیدل».
ډار دغه څرګندونې په بیجنګ کې د چین، طالبانو او پاکستان له درې اړخیزې ناستې نه تر را ګرځېدو وروسته کړې دي.

د روسیې د ملي انرژۍ د امنیت صندوق رییس وايي، فکر نه کوي افغانستان به د روسیې د نفتو لوی بازار شي. طالبانو او روسیې د نفتو د تولید او تصفیې په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی او دا مهال د ځمکنۍ سروې چارې روانې دي او پلان شته چې په افغانستان کې د نفتو یو تصفیهخونه جوړه شي.
کنستانتین سیمونوف د روسیې د تېلواو ګازو اژانس ته ویلي، چې «افغانستان د سونتوکو د مصرف له نظره ډېر غیر واضح او محدود هېواد دی. هلته د موټرو شمېر ډېر کم دی، سړکونه کم او غرني دي او اقتصاد یې وروسته پاتې دی».
د نوموړي په باور، له همدې امله تمه نهکېږي چې افغانستان دې د نفتو لوی بازار شي.
هغه وړاندیز کوي چې روسي شرکتونه باید پر هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې هلته د سونتوکو تقاضا لوړه ده.
کنستانتین سیمونوف زیاتوي، « اندونیزیا، چین او هند ښه انتخابونه دي. سعودي عربستان هم اوس پلان لري چې په هند کې دوه تصفیهخونې جوړې کړي، ځکه هند اوس د روسي نفتو تر ټولو لوی واردوونکی دی. خو موږ تمرکز پر افغانستان کړی، چې ښایي دا دومره موثر نهوي».
نوموړی وايي، چې په بهر کې د نفتو تصفیهخونو کې پانګونه منطقي او معقول اقدام دی، خو دی د دې پلوی نه دی چې روسیه دې په بهر کې د نفتو استخراج ته مخه کړي.
هغه وویل، چې که روسي شرکتونه بهر ته نفت صادر کړي، مالیات یې په روسیه کې پاتېږي، خو که استخراج بهر وشي، نو مالیات یې هلته پاتې کېږي.

د کندهار ولایت د یو ګډ کمیسیون د پرېکړې له مخې، په دغه ولایت کې له جواز لرونکو پټرول پمپونو پرته په هیټو او ګرځنډه بڼه د تېلو پر پلور بندیز لګول شوی دی.
دغه پریکړه نن پنجشنبه شوې ده.
د ولایت مقام په مشرۍ یوه ګډ کمیسیون د کندهار نفت او ګاز دولتي شرکت، کندهار ښاروالي، محکمې، کور او ښارجوړولو ریاست، سټنډرډ او نورم ملي ادارې او کندهار مستوفیت ته دنده سپارلې چې په کندهار کې له جواز لرونکو پټرول پمپونو پرته تېل پلورنځي بند کړي.
د دغه کمیسیون له خوا هټیو، پټرول پمپونو، په ګرځند ډول تېل پلورونکو او پرچون پلورونکو ته یوه اونۍ وخت ورکړی، چې تېل پلورل بند کړي او د سرغړونې په صورت کې به د طالبانو محکمې ته وروپيژندل شي.

د کندهار ولایت مقام دغه ګډ کمېسیون ویلي، چې یاده پرېکړه یې په هټیو کې د اورلګېدنې د پېښو د زیاتوالي له امله کړې ده.
تېل پلورونکي وايي، د ولایت مقام دغه پرېکړه ظالمانه ده او په دې سره به په کندهار کې سلګونه کوچني تېل پلورونکي وزګار شي.
د کندهار ښار یو تېل پلورونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرو کې وویل:«بلکل چې ځینې کسان به بې احتیاطي کوي او دکان به اور اخلي، خو ولایت دې پر دوکاندارانو فشار راوړي، چې احتیاطي تدابیر ونیسي، نو دوی د خلکو د خوارۍ او روزګار مخنیوی ولې کوي».
نوموړی وايي، « دا دومره خلک چې څوک په موټر کې تېل خرڅوي، ځینو یو دوه بیلره تېل د سړک په سر ایښې وي او له دې لارې خپل ژوند برابروي، نو دا به بیا څه کوي؟.»
تېل پلورونکي وايي، د ځینو کسانو د بې احتیاطۍ سزا دې سلګونو کسانو ته نه ورکول کیږي.
د کندهار سیمه یيزو چارواکو د جواز لرونکو پټرول پمپونو پرته په هټیو او یا بل هر بڼه د تېلو پلورلو باندې په داسې حال کې بندیز ولګاوه، چې تېره اونۍ ددغه ښار په درېیو سیمو کې د تېلو په هټیو کې د اورلګېدنو له امله هټیوالو ته درانده مالي زیانونه واوښتل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مې په ۱۵مه نېټه د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې وکړې.
ویاند رندھیر جایسوال د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو پرېکړه کړې.
نوموړي زیاته کړه چې جې شنکر په ډاګه کړې چې هند به هېڅکله پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکو کې خنډ واقع شي.
نوموړی وايي، امیرخان متقي د خبرو پر مهال د پاکستان هغه هڅې رد کړې چې غواړي د ناسمو او بېاساسه تبلیغاتو له لارې د هند او افغانستان ترمنځ بېباوري رامنځته کړي.
رندھیر جایسوال وايي، دواړو لوریو ژمنه وکړه چې اړیکې به د اقتصاد، ترانزیټ، سیمهییز امنیت او فرهنګي همکاریو په برخو کې لا پسې پراخې کړي.

نږدې دوه زره افغان ماشومان چې له خپلو کورنیو سره یوځای برېتانیا ته تللي، په هوټلونو، پوځې اډو او نورو لنډمهاله استوګنځایونو کې ژوند کوي.
د انډیپیندینټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ماشومان د هغو ۳۸۸۰ کسانو نېمه برخه دي، چې د برېتانیا د افغان بیا مېشتولو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللي، خو لا هم دایمي کورونو ته نه دي انتقال شوي.
دغه افغان کورنۍ اوس د برېتانیا په بېلابېلو پوځي اډو، د کورنیو چارو وزارت اړوند هوټلونو او نورو لنډمهاله ځایونو کې ساتل کیږي.
په راپور کې ویل شوي دا هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له برېتانیایي ځواکونو سره کار کړی او هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
دولتي چارواکو ویلي، چې برېتانیا ته د افغانانو انتقال د ۲۰۲۵ کال ترماچ میاشتې پورې د تېرکال په پرتله ۱۷ سلنه زیات شوی او دغه افغان کورنۍ په موقتي ډول د دایمی کورونو تر پیدا کېدو په لیسټر شایرو وېلشایر، سویلي وییلزو انورنیس او دورسیت سیمو کې پوځي اډو او هوټلونو کې اوسیږي.
د برېتانیا د دفاع وزارت ویلي، چې اوس مهال د افغان متحدینو لپاره دایمي کورونه خلاص شوي او له دې امله یې ځیني کورنۍ په هوټلونو کې ځای پر ځای کړې او د کورنیو چارو وزارت او سیمه ییزو شوراګانو سره په ګډه د یادو افغان کورنیو د دایمي ځای پرځای کېدو په لټه کې دي.
انډیپنډنټ ورځپانې ویلي، چې د روان میلادي کال په پیل کې ۱۰۱۵ پوځي کورونه د افغان متحدینو لپاره ځانګړي شوي چې تر ۳ کالونو پکې اوسیدلی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا دفاع وزارت د نږدې ۲۰۰۰ هغو افغانانو د بیا میشتېدو غوښتنلیکونه بیا ارزوي، چې له ځانګړو ځواکونو سره یې د برېتانیايي پوځیانو ترڅنګ خدمت کړی و. دا بیا کتنه وروسته له هغه پیل شوه چې د دوی د پناه غوښتنو د ردولو په بهیر کې نیمګرتیاوې وموندل شوې.