• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر: افغانستان ته له نورو هېوادونو وارداتي برېښنا په لوړه بیه تمامیږي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې افغانستان ته له نورو هېوادونو واردیدونکې برېښنا په ډېره لوړه بیه تمامېږي او د ملي بودجې ډېره برخه پرې لګول کېږي.

هغه د (غبرګولي لومړۍ) نېټه دغه څرګندونې په لغمان کې د «۱۰میګاواټه لمریزې» برېښنا پروژې د پرانېستلو پر مهال کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې واردونکې برېښنا د افغانستان لپاره ډاډمنه سرچینه نه شي ګڼلی.

ملا برادر ویلي، چې اوس مهال ټوله تکیه یوازې پر واردونکې برېښنا ده، چې باید دا کچه راکمه شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ تنه د لوږې له امله مړه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.

تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.

په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.

ایران وايي که امریکا د یورانیمو غني کول ودروي نو هیڅ اټومي تړون ممکن نه دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کول ختم کړي، نو هیڅ اټومي تړون به شتون ونلري. دا خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د پنځم پړاو خبرو اترو په جریان کې وشوه.

د یورانیمو غني کول د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یو مهم جنجالي ټکی پاتې شوی دی.

واشنګټن داسې یوه هوکړه غواړي چې له مخې یې تهران د تل لپاره د یورانیمو غني کول پای ته ورسوي؛ خو ایران ټینګار کوي، چې د دې پروسې د دوام حق لري.

مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو «له ایران سره د یوې احتمالي معاملې په اړه بحث کړی، چې ولسمشر باور لري په سم لوري روان دی.»

د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ، وویل، چې ټرمپ باور لري دا هوکړه دوه پایلې لرلی شي: «یا به په یوه مثبت دیپلوماتیک حل پای ته ورسېږي او یا به د ایران لپاره په یوه ډېره منفي پایله تمامه شي.»

امریکا په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو لپاره د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

د سي‌اېن‌اېن خبري ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، هارورډ پوهنتون نور نه‌شي کولای نوي بهرني محصلان ومني او اوسني بهرني محصلان هم باید نورو علمي ادارو ته ولېږدول شي. که داسې و نه‌شي، نو په متحده ایالاتونو کې به د هغوی د استوګنې قانوني حق له‌منځه لاړ شي.

همداراز، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټې نویم دغه پوهنتون تورن کړی چې په درسي چاپېریال کې یې ناامنه او د یهودیانو ضد فضا رامنځته کړې او داسې پالیسۍ عملي کوي چې د هغې په وینا، «تبعیضي» بڼه لري.

ورته‌مهال، سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو محصلانو منل «یو امتیاز دی، نه حق» او هغه پوهنتونونه چې د دولت له نظره د دغه هېواد د ملي ګټو پر خلاف چلند کوي، باید د دې چلند پایلې ومني.

اوس مهال، د هارورډ پوهنتون نږدې ۲۷ سلنه محصلان بهرنیان دي. د دغه پوهنتون کڼ شمېر استادان اندیښمن دي چې دا پرېکړه به په امریکا کې د پوهنتون او لوړو زده‌کړو پر اکاډمیک کیفیت ډېرې منفي اغېزه وکړي.

د شمالي کوریا مشر د جنګي بېړۍ پېښه «جنایي عمل» وباله

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) په وینا، شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تیره ورځ د یوې نوې جنګي بېړۍ د ناکامې پرانيستي په مراسمو کې ددغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون سخت غوسه شوی.

دغه پېښه د ختیځ بندري ښار چونګجین کې رامنځته شوې، چیرې چې یوه نوې جوړه شوې ۵۰۰۰ ټنه جنګي بېړۍ د نندارې مراسیم وو.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۰۰۰ ټنه وزن لرونکې نوې بېړۍ شاته (stern) تر مخې (bow) وړاندې وښوېده، چې له امله یې جوړښت ته زیان واوښت او بېړۍ په بشپړ ډول د کښتۍ جوړولو له ځایه ونه وتله.

د پېښې لامل نا تجربه‌ګي او د عملیاتو بې‌احتیاطي بلل شوی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، چې د دغو مراسمو پر مهال حاضر و دا پېښه یو «جنایي عمل» وباله او ویې ویل چې دا د «مطلقې بې‌پروايۍ، غیر مسولیت او غیر علمي تجربوي چلند» پایله ده.

هغه ټینګار وکړ چې دا کار د زغم له حده اوښتی دی.

یاده جنګي بېړۍ به د شمالي کوریا سمندري ځواکونو ته یوه مهمه اضافه وای، چې د پوځي بېړیو د جوړولو په برخه کې یې یو لوی او زړه‌ ور ګام بلل کېده.

خو د پرانیستې ناکامې هڅې اوس د هېواد په لوړه کچه دننه نیوکې راپارولي دي.

شمالي کوریا په وروستیو کې د سمندري ځواک د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي او د سیمه ‌ییزو قدرتونو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې یې نوې پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

پاکستان یوازې پرون نږدې ۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام، دغه هېواد یوازې پرون لږترلږه ۷۹۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په وینا، په لېږدول‌شویو کډوالو کې ۲۱۹ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۷۶ نور یې بې‌اسناده افغانان شامل دي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، ۷۹۲ کسان د تورخم او ۳ نور بیا د انګور اډې له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو په معلوماتو کې راغلي چې دمګړۍ د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶ زره ۹۸۲ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۴۵ زره ۶۵۱ بې‌اسناده افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادونې ده چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پر دوام پرون هم ۹۲۱افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې و چې دغه هېواد د راستانه‌شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه‌دی.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر چټکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.