• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: سختو شرایطو روهینګیايي کډوال خطرناکو سمندري سفرونو ته اړ کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی، چې په میانمار او بنګله دېش کې د سختو بشري شرایطو له امله د روهینګايي کډوالو زیاته برخه د خوندي ژوند په لټه کې خطرناکو سمندري سفرونو ته مخه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د همدې میاشتو په لومړیو کې د دوو کښتیو ډوبېدو په پېښه کې ۴۲۷ روهینګیايي کډوالو مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې د می میاشتې په ۹ـ۱۰مه نېټه ددوو کښتیو ډوبیدو په پېښه کې د ۵۱۴ کسانو له ډلې یوازې ۸۷ کسان ژوغورل شوي او ۴۲۷ کسان مړه ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یاده پېښه په روان کال کې تر ټولو ستر ناورین بللی او وايي، روهینګايي مسلمان کډوال په میانمار او بنګله دېش کې د ډیر بد بشري وضعیت له امله د خپل ژوند ژغورلو لپاره خطرناک سمندري سفرونه کوي.

د ملګرو ملتونو د اسیا څانګې مشره های کیونګ جن وايي:« د روهینګیايي کډوالو بشري وضعیت له مخکې نه هم خراب و، خو اوس د مرستو کمښت دا حالت نور هم خراب کړی دی. خلک د بارانونو د موسم په منځ کې چې سمندر ډیر خطرناک وي، د تېښتې هڅې کوي، ځکه نور د ژوند هیله ورڅخه اخیستل شوې.»

ملګري ملتونه غوښتنه کوي، چې د روهینګیاي کډوالو د ثبات لپاره دې بنګله دېش، میانمار او نورو کوربه هېوادونو سره مالي مرستي وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې د ماشومانو پر بس برید ته د پاکستان د پوځ غبرګون؛ هند د سیمي امنیت ګډوډوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ او د کورنیو چارو وزارت چارواکو ادعا کړې، چې په بلوچستان کې وروستی برید د هند د استخباراتي ادارې تر مشرۍ لاندې شوی. دوی وایي، هند د سندور عملیاتو له ناکامۍ وروسته په بلوچستان کې خپل نیابتي ډلې فعالې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف او د کورنیو چارو وزارت مرستیال افتاب دراني د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال، د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر بس د شوې چاودنې په غبرګون کې ادعا وکړه چې هند د پاکستان په ناامنیو کې لاس لري.

دوی یوځل بیا پر هند تور پورې کړ، چې د بلوچستان په خضدار کې د ماشومانو پر بس برید د هند د استخباراتي ادارې تر مشرۍ لاندې ترسره شوی دی.

افتاب دراني وایي: «هند د سندور عملیاتو له ناکامۍ وروسته خپلې پراکسي ډلې د بلوچستان په ناامنیو کې ښکېلې کړې دي. د پاکستان حکومت به دغه ترهګریزې شبکې له منځه یوسي، عاملین به عدالت ته راکاږي، او جدي اقدامات به ترسره کړي.»

هممهاله، د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې هند د سیمه‌ییز ثبات د خرابولو هڅه کوي. نوموړی ادعا کوي چې هند په بېلابېلو وختونو کې د بلوچستان په نوشکي، تمپ، هرنايي او لسبیله سیمو کې بریدونه، پر جعفر ایکسپریس او ګاردي برید، او دوه ورځې وړاندې په خضدار کې د ماشومانو پر بس شوي برید کې لاس لري.

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر بس باندې دوه ورځې وړاندې چاودنه وشوه، چې له امله یې شپږ ماشومان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

داعش اوس د خپلو تبليغاتو لپاره له مصنوعي ځيرکتيا کار اخلي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال سرګي زوبکوف ويلي، چې داعش د نوې ټېکنالوژۍ له لارې خپل تبليغاتي فعاليتونه مخته وړي. د نوموړي په وينا، دغه ترهګرې ډلې د مصنوعي ځيرکتيا کارول پيل کړي دي.

سرګي زوبکوف زياته کړه، چې د داعش خراسان څانګه او د القاعده ترهګرې ډلې پلويان اوس په فعال ډول د مصنوعي ځيرکتيا له ټېکنالوژۍ څخه په خپلو تبليغاتو کې کار اخلي.

نوموړي د امنيتي ادارو د تېر کال څېړنو له مخې وويل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ترهګريزو ډلو په تبليغاتي تګلاره کې نوې بدلونونه راغلي دي.

زوبکوف وويل: «داعش، خراسان څانګه او القاعده اوس په پراخه توګه له مصنوعي ځيرکتيا څخه ګټه اخلي.»

زوبکوف دغه څرګندونې د روسیې په کراسنویارسک ښار کې د ترهګرۍ ضد غونډې پر مهال وکړې.

هغه خبرداری ورکړ، چې په انټرنېټ کې د ترهګريزو مفکورو د تبليغاتو له زياتېدو سره، د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو پر ضد ترهګريز ګواښونه هم ډېر شوي دي.

د ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال وويل، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې ډېره فعاله ده.

د روسیې د ټاس دولتي خبري اژانس د زوبکوف له قوله لیکلي: «داعش له يوې سيمه ‌ييزې ترهګرې ډلې څخه اوس يوه داسې سازمان ته اوښتی چې پراخې استخباراتي وړتياوې لري او دا له دې امله ده، چې دوی د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ څخه په ماهرانه ډول د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي.»

د روسيې ۱۹مه ځانګړې ناسته چې د «ترهګرۍ ضد» تر سرليک لاندې جوړه شوې، د مې له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې به د کراسنویارسک ښار کې دوام ولري.

په دې ناسته کې د ترهګريزو مفکورو پر وړاندې د مبارزې اړوند موضوعات تر بحث لاندې نيول کېږي.

برېتانیايي موسسه: پاکستان په ۲۰۲۴ کې د ملکي مرګ ژوبلې له اړخه د نړۍ اووم اغېزمن هېواد و

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د وسلو د تاوتریخوالي پر ضد فعالې برېتانیايي موسسې په يو تازه راپور کې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د چاودیدونکو توکو او وسلو د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو له پلوه د نړۍ اووم زیات اغېزمن هېواد یاد کړی.

ډان ورځپاڼه د یاد راپور پر بنسټ زیاتوي، چې تېر کال په پاکستان کې د «۲۴۸ بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۷۹۰ ملکي وګړي» متاثره شوي، چې له دې ‌ډلې څخه «۲۱۰ تنه وژل» شوي دي.

دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، زياتوي چې د ۲۰۲۳ کال پرتله دا شمېر ۹ سلنه راکم شوی، خو د پېښو شمېر بیا ۱۱ سلنه زيات شوی دی.

راپور د پاکستان په اړه وړاندې کاږي، چې په ۲۰۲۳ کال کې « ۲۱۸ پېښې» ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر «۲۴۸» ته پورته شوی.

همداراز ویل شوي، چې د ملکي تلفاتو ۷۶ سلنه مسووليت وسله ‌والو ډلو پورې تړل کېږي.

د بلوڅ بېلتون پالې ډلې (BLA) له لوري «۱۱۹ تنه ملکي» وګړي يا وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

دغه ډله په ۲۰۲۴ کال کې د تر ټولو د ډېرو چاودنو او بریدونو مسووله ګڼل شوې، چې د راپور له مخې د ملکي تلفاتو ۱۵ سلنه مسووليت يې پر غاړه دی.

دا خورا لوړ شمېر ګنل شوی، ځکه په ۲۰۲۳ کال کې د بلوڅ بېلتون پالو يوازې ۲۲ پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېر سږ کال ۴۴۰ بریدونو ته لوړ شوی.

ناڅرګندو وسله والو هم د ملکي تلفاتو ۵۴ سلنه «۴۲۳ پېښو» مسووليت درلود، حال دا چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۵۴۱ و.

ځانمرګي بریدونه

راپور وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ځانمرګو بریدونو کچه هم لوړه وه.

د دغه راپور له مخې، د بریدونو تر شا له څرګندو ډلو څخه يوازې بلوڅ بېلتون پالو (BLA) په ځانمرګو بریدونو کې ټول ټال د «۸۹سلنه ملکي‌وګړو» د وژل کیدو مسووله ده، چې ټول ټال یې «۹۲تنه یوازې په ځانمرګو» بریدونو کې وژلي دي.

بلخوا ناپېژانده وسله والو هم دغه بریدونه کړي، چې د «۶سلنه بریدونو مسوولیت» یې درلود او د مرګ ژوبلې «۱۱سلنه» جوړوله.

د جګړې لس تاوده کلونه

همدا راز ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د وسله والو بریدونو تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې، چې دا شمېر له ۲۰۱۴ کال راهيسې تر ټولو لوړ دی.

روان کال، له ۲۰۱۸ راهيسې تر ټولو زيات ملکي تلفات درلودل او د وسله ‌والو تلفات هم له ۲۰۱۵ راهيسې تر ټولو لوړ ښودل شوي دي.

راپور پاکستان د نړۍ د هغو ۱۵ هېوادونو او سيمو په نوملړ کې شامل کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې د چاودنو او بریدونو له امله په کې تر ټولو زيات ملکي زيانونه ثبت شوي دي.

په غزه کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ تنه د لوږې له امله مړه شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.

تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.

په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.

خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱

په پښتونخوا کې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو جنجالونو له امله وژل شوې دي. د پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د ښځو په وژنو کې د لاس لرلو په تور یې ۱۴۷ شکمن کسان نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز شبکې د پښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، د ۲۰۲۵ کال د جنوري او اپریل میاشتو ترمنځ په پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي.

د راپور له مخې، ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو کلیوالي جنجالونو او ناموسي وژنو له امله وژل شوې دي.

د راپور له مخې، تر ټولو زیات شمېر ښځې په مردان کې وژل شوې، چې شمېر یې۴۰ ته رسیږي، په دویم قدم کې ملاکنډ ډویژن راځي چې۲۹ ښځې، دریم پېښور زون چې ۱۹ ښځې او وروستی د بنو ډویژن دی چې۱۳ ښځې په کې وژل شوې دي.

په هزاره زون کې د وژل شویو ښځو شمېر ۸ دی، په داسې حال کې چې په کوهاټ ډویژن کې ۷ښځې وژل شوې دي.

د پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، چې د زیانمنونکو جنسونو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول کیږي. د پولیسو په کچه د ښځو لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې، ترڅو ښځې په اسانۍ سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د پولیسو مشر په وینا، په پښتني ټولنه کې ښځو ته د میندو، خویندو او لوڼو په توګه درناوی کیږي، او نه یوازې د حکومتي تګلارو له لارې بلکې د دوی د ساتنې لپاره عملي اقدامات هم ترسره کیږي.

د حمید په وینا، ټول هغه کسان چې د ښځو په وژنه کې ښکیل وو محکمو ته ورپېژندل شوي دي.