ترکي پولیسو ۶۳ پوځیان د فتحالله ګولن شبکې سره د اړیکې په تور ونیول

ترکیې پولیسو ۶۳ پوځیان د ممنوعه فېتو ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي. دا شبکه چې د فتحالله ګولن پورې تړاو لري، د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا اصلي عامل بلل کېږي.

ترکیې پولیسو ۶۳ پوځیان د ممنوعه فېتو ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي. دا شبکه چې د فتحالله ګولن پورې تړاو لري، د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا اصلي عامل بلل کېږي.
د ترکیې څارنوالۍ ویلي، نیول شوي کسان د پوځ، سمندري ځواک، هوایي ځواک او ژاندارمري غړي دي، چې د تلیفوني تماسونو له لارې یې اړیکې ثابتې شوي دي.
د ترکیې حکومت فېتو ډله لا هم د هېواد د اساسي قانون او ملي امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي.

د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال سرګي زوبکوف ويلي، چې داعش د نوې ټېکنالوژۍ له لارې خپل تبليغاتي فعاليتونه مخته وړي. د نوموړي په وينا، دغه ترهګرې ډلې د مصنوعي ځيرکتيا کارول پيل کړي دي.
سرګي زوبکوف زياته کړه، چې د داعش خراسان څانګه او د القاعده ترهګرې ډلې پلويان اوس په فعال ډول د مصنوعي ځيرکتيا له ټېکنالوژۍ څخه په خپلو تبليغاتو کې کار اخلي.
نوموړي د امنيتي ادارو د تېر کال څېړنو له مخې وويل، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ترهګريزو ډلو په تبليغاتي تګلاره کې نوې بدلونونه راغلي دي.
زوبکوف وويل: «داعش، خراسان څانګه او القاعده اوس په پراخه توګه له مصنوعي ځيرکتيا څخه ګټه اخلي.»
زوبکوف دغه څرګندونې د روسیې په کراسنویارسک ښار کې د ترهګرۍ ضد غونډې پر مهال وکړې.
هغه خبرداری ورکړ، چې په انټرنېټ کې د ترهګريزو مفکورو د تبليغاتو له زياتېدو سره، د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو پر ضد ترهګريز ګواښونه هم ډېر شوي دي.
د ګډو ګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرکز مرستيال وويل، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د اطلاعاتو په برخه کې ډېره فعاله ده.
د روسیې د ټاس دولتي خبري اژانس د زوبکوف له قوله لیکلي: «داعش له يوې سيمه ييزې ترهګرې ډلې څخه اوس يوه داسې سازمان ته اوښتی چې پراخې استخباراتي وړتياوې لري او دا له دې امله ده، چې دوی د معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ څخه په ماهرانه ډول د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي.»
د روسيې ۱۹مه ځانګړې ناسته چې د «ترهګرۍ ضد» تر سرليک لاندې جوړه شوې، د مې له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې به د کراسنویارسک ښار کې دوام ولري.
په دې ناسته کې د ترهګريزو مفکورو پر وړاندې د مبارزې اړوند موضوعات تر بحث لاندې نيول کېږي.
د وسلو د تاوتریخوالي پر ضد فعالې برېتانیايي موسسې په يو تازه راپور کې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د چاودیدونکو توکو او وسلو د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو له پلوه د نړۍ اووم زیات اغېزمن هېواد یاد کړی.
ډان ورځپاڼه د یاد راپور پر بنسټ زیاتوي، چې تېر کال په پاکستان کې د «۲۴۸ بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۷۹۰ ملکي وګړي» متاثره شوي، چې له دې ډلې څخه «۲۱۰ تنه وژل» شوي دي.
دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، زياتوي چې د ۲۰۲۳ کال پرتله دا شمېر ۹ سلنه راکم شوی، خو د پېښو شمېر بیا ۱۱ سلنه زيات شوی دی.
راپور د پاکستان په اړه وړاندې کاږي، چې په ۲۰۲۳ کال کې « ۲۱۸ پېښې» ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر «۲۴۸» ته پورته شوی.
همداراز ویل شوي، چې د ملکي تلفاتو ۷۶ سلنه مسووليت وسله والو ډلو پورې تړل کېږي.
د بلوڅ بېلتون پالې ډلې (BLA) له لوري «۱۱۹ تنه ملکي» وګړي يا وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.
دغه ډله په ۲۰۲۴ کال کې د تر ټولو د ډېرو چاودنو او بریدونو مسووله ګڼل شوې، چې د راپور له مخې د ملکي تلفاتو ۱۵ سلنه مسووليت يې پر غاړه دی.
دا خورا لوړ شمېر ګنل شوی، ځکه په ۲۰۲۳ کال کې د بلوڅ بېلتون پالو يوازې ۲۲ پېښې ثبت شوې وې، خو دا شمېر سږ کال ۴۴۰ بریدونو ته لوړ شوی.
ناڅرګندو وسله والو هم د ملکي تلفاتو ۵۴ سلنه «۴۲۳ پېښو» مسووليت درلود، حال دا چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۵۴۱ و.
ځانمرګي بریدونه
راپور وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ځانمرګو بریدونو کچه هم لوړه وه.
د دغه راپور له مخې، د بریدونو تر شا له څرګندو ډلو څخه يوازې بلوڅ بېلتون پالو (BLA) په ځانمرګو بریدونو کې ټول ټال د «۸۹سلنه ملکيوګړو» د وژل کیدو مسووله ده، چې ټول ټال یې «۹۲تنه یوازې په ځانمرګو» بریدونو کې وژلي دي.
بلخوا ناپېژانده وسله والو هم دغه بریدونه کړي، چې د «۶سلنه بریدونو مسوولیت» یې درلود او د مرګ ژوبلې «۱۱سلنه» جوړوله.
د جګړې لس تاوده کلونه
همدا راز ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د وسله والو بریدونو تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې، چې دا شمېر له ۲۰۱۴ کال راهيسې تر ټولو لوړ دی.
روان کال، له ۲۰۱۸ راهيسې تر ټولو زيات ملکي تلفات درلودل او د وسله والو تلفات هم له ۲۰۱۵ راهيسې تر ټولو لوړ ښودل شوي دي.
راپور پاکستان د نړۍ د هغو ۱۵ هېوادونو او سيمو په نوملړ کې شامل کړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې د چاودنو او بریدونو له امله په کې تر ټولو زيات ملکي زيانونه ثبت شوي دي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د «مارشالۍ» رتبې ورکړې په مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د نه ګډون له امله په دغه هېواد کې د سیاستوالو ترمنځ پوښتنې راولاړې شوې. ده نیوز ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې د نورو ایالتونو سر وزیرانو ګډون کړی و، خو ګنډاپور نه و ورغلی.
ورځپاڼې زیاته کړې، په یادو مراسمو کې د علي امین ګنډاپور نه ګډون په پراخه توګه د ژبو په سر شوې او د بېلابېلو کړیو ترمنځ یې دا پوښتنه راولاړه کړې چې «هغه ولې ګډون» ونه کړ.
په ورته وخت کې د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل وايي: «علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د ګوند مهمې غونډې ته تللی و او له همدې امله یې د عاصم منیر د مارشالۍ مراسمو کې ګډون ونه کړ.»
په یادو مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر نه ګډون د پاکستان له پوځ او اوسني حکومت سره د شته پراخو اختلافاتو له امله هم ګڼل کېږي، چې عمران خان نه غواړي د ګوند غړي یې له یادو لوریو سره راشه درشه ولري.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې افغانستان ته له نورو هېوادونو واردیدونکې برېښنا په ډېره لوړه بیه تمامېږي او د ملي بودجې ډېره برخه پرې لګول کېږي.
هغه د (غبرګولي لومړۍ) نېټه دغه څرګندونې په لغمان کې د «۱۰میګاواټه لمریزې» برېښنا پروژې د پرانېستلو پر مهال کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې واردونکې برېښنا د افغانستان لپاره ډاډمنه سرچینه نه شي ګڼلی.
ملا برادر ویلي، چې اوس مهال ټوله تکیه یوازې پر واردونکې برېښنا ده، چې باید دا کچه راکمه شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.
اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.
تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.
په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.
خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.