د ناورین نړۍوالې ډلې د کډوالو په جبري اېستلو پاکستان له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړ

د ناورین نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د بشري حقونو درناوی وکړي او په زور د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ژر تر ژره ودروي. یاد سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې پاکستان باید د افغان کډوالو د مېشتیدنې قانوني کارتونه بیا تمدید کړي.