طالبان وايي، په هرات کې یې د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل کړې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر خپور کړی، چې د دغې ډلې د روغتیا وزیر نور جلال جلالي په هرات ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره د یوه افغان سوداګر له‌خوا د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل کړې.