امریکایي او اروپایي چارواکي: له اوکراین سره جګړه کې د روسیې پوځي توان د کمېدو په حال کې دی

واشنګټن پوسټ د لوړپوړو امریکایي او اروپایي چارواکو په حوالې راپور ورکړی، چې له اوکراین سره په جګړه کې د روسیې پوځي توان د کمېدو په حال کې دی.
د دوی په باور، ښایي روسیه تر راتلونکي یوه کاله پورې د انساني او تسلیحاتي ځواک له جدي کمښت سره مخ شي.
واشنګټن پوسټ د لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې روسیې یوازې په تېر یوه کال کې د اوکراین ۰.۶ سلنه اراضي نیولې ده او په دې پرمختګ سره یې په ورځ کې کابو ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي.