• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د یوه حکومتي ویاند له قوله راپور ورکړی، چې په پنجاب کې د سختو بادونو او طوفانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، زياته مرګژوبله د زوړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

جيونیوز د پنجاب د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادراې د ویاند له قوله د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) ویلي، چې د دغو طوفانونو له امله ۸ تنه مړه شوي او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.

د یاد ویاند په خبره، دغه مرګژوبله د ویجاړو ودانیو او ناسمو ساختماني جوړښتونو له امله زياته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې په راولپنډۍ، شيخوپوره، سیالکوټ، ننکانه صاحب او میانوالي کې يو یو کس او په جهلم کې درې تنه مړه شوي دي.

دغه ادارې زياته کړې، چې د اغېزمنو کورنيو سره به بېړنۍ مرستې وشي.

جيونيوز د پېښې د ژغورنې د چارواکو له قوله ويلي، چې په لاهور کې هم لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب اعلي وزيرې مریم نواز د ژغورني ډلو ته امر کړی، چې د سختو بارانونو او طوفانونو لپاره چمتوالي ونيسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې دوه پاکستاني الاصله کسان د درغلۍ په تور نیول شوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د متحده ایالاتو په ټکزاس کې دوه پاکستاني الاصله کسان د درغلیو په تور نیول شوي دي. فډرالي ادارې ویلي، چې دغه دواړه پاکستانيان اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د امریکا د ټکزاس ایالت فډرالي څارنوالۍ اعلان کړی، چې عبدالهادي مرشد (۳۹ کلن) او محمد سلمان ناصر (۳۵ کلن)، چې دواړه اصلاً د پاکستان اوسېدونکي دي، د ویزې او تابعیت د درغلۍ، د پیسو مینځلو او د مجرمانه سازمان د توطیې په تور نیول شوي دي.

له دوی سره یو حقوقي شرکت او یو سوداګریز بنسټ هم په دې تورونو کې شامل دي.

د چارواکو په وینا، تورنو کسانو جعلي ویزې او د ګرین کارت غوښتنلیکونه برابر کړي، جعلي اعلانونه یې خپاره کړي او د ویزې غوښتونکو نه یې پیسې اخیستې دي، ترڅو هغوی ته د امریکا د اقامت جعلي اسناد برابر کړي.

د دوی په وینا، یاد تورن کسان د مې ۲۳مه نېټه فډرالي محکمې ته وړاندې شول او د هغوی د بند اورېدنه د مې ۳۰مه نېټه ټاکل شوې ده.

یاد کسان که مجرم وپېژندل شي، نو تر ۲۰ کلونو پورې به په فډرالي بند محکوم شي.

عبدالهادي مرشد ممکن خپله تابعیت هم له لاسه ورکړي.

دا قضیه د اېف بي ای له خوا پلټل شوې او یو شمېر فډرالي ادارو پکې مرسته کړې ده.

ټي ټي پي خېبر‌پښتونخوا کې د درېیو ځوانانو په وژل کېدو کې لاس لرل رد کړل او پېښه یې وغندله

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خېبر په تیرا کې د درېیو ځوانانو د وژلو له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او دغه پېښه غندي. د تېرې جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په تیرا سیمه کې وسلوالو کسانو درې ځوانان د جاسوسۍ په تور تښتولي او په بې‌رحمانه توګه وژلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د خېبر ایجنسي په باړه سیمه کې د درې تنو ځوانانو د وژنې په اړه وضاحت ورکړی او دغه پېښه‌یې غندلې ده.

دې ډلې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یادونه یې کړې، چې د دوی اصلي جګړه یوازې د امنیتي ادارو پر ضد ده، نه له ولس سره.
په خبرپاڼه کې راغلي:«دښمن هڅه کوي چې زموږ او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي او د بېلابېلو حربي تکتېکونو له لارې دا اړیکې وشلوي.»

د رپوټونو پر بنسټ دا درې تنه ځوانان چې د سیمې اوسېدونکي وو د تېرې پنجشنبې په ورځ د نامعلومو وسلوالو له‌خوا وتښتول شول. چې جسدونه د جمعې په سهار په یوه خلاص میدان کې وموندل شول.

دغه وژل شوي کسان ظاهراً د اعدام په ډول ویشتل شوي وو.

تروسه پورې د داعش په کډون هېڅ کومې ولسوالې ډلې د دغې پيښې پړه پرغاړه نه ده اخیستې.

اېمل ولي خان د عاصم منیر په کوربه‌توب ماښامنۍ مېلمستیا کې کډون وکړ

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په کوربه‌توب د هند پر ضد د بنیان المرصوص عملیاتو په ویاړ جوړه شوې مېلمتسا کې کډون وکړ. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې او انځورونو کې د اېمل ولي خان انځور هم خپور کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مېلمستیا کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف په کډون د کابینې غړو او د سیاسي ګوندونو مشرانو برخه اخیستې وه.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال منیر په خپلو خبرو کې د پاکستان د سیاسي مشرانو ستراتیژیک لید ستایلی، چې هېواد یې له یوه تاریخي ازموینې را وویست.

عاصم منیر د خپلو درې واړو نظامي څانګو ترمنځ همغږي د هند پر وړاندې د عملیاتو د بریا مهم ټکی وباله.

د یادونې ده، چې د پاکستان فدرالي کابینې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ور کړې ده.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خپره کړې ویلي و، چې « دا یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو یو ویاړ دی».

نوموړي ته دغه رتبه له هند سره تر لنډې جګړې وروسته ور کول کیږي.

فیلډ مارشال د پاکستان په پوځ کې یوه لوړه پوځي رتبه ده چې ډېری د یوه هېواد د ځمکني پوځ په چوکاټ کې ورکول کیږي.

دا رتبه له جنرال رتبې لوړه وي او هغو افسرانو ته اعزازي ورکول کیږي چې په جګړو کې یې ځانګړې خدمتونه ترسره کړي وي.

په پاکستان کې دا رتبه له دې وړاندې جنرال محمد ایوب خان ته په ۱۹۵۹ کال کې ور کړل شوې وه.

فیلډ مارشل د پاکستان د پوځ په چوکاټ کې تر ټولو لوړ پنځه ستوري والا افسر ګڼل کیږي.

ناڅرګندو وسلوالو یو بلوڅ خبریال په خپل کور کې په ډزو وژلی دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د بلوڅو د یووالي کمېټه وايي، چې د عبدالطیف بلوڅ په نوم یو خبریال تېره شپه ناوخته د ناڅرګندو وسلوالو له‌خوا په خپل کور کې وژل شوی دی. د بلوڅو یووالي کمېټې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي، د یاد خبریال وژنه د پاکستاني ادارو کار دی او دا یې د بیان د ازادۍ پر وړاندې یوه هڅه ګڼلې ده.

د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې تېره شپه شاوخوا درې بجې عبدالطیف بلوڅ د خپلې کورنۍ د غړو مخې ته د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

پاکستاني خبریالانو د نوموړي پر وژل کېدو خواشیني ښودلي او وايي، نوموړی د ډیلي انتخاب ورځپاڼي او اجا نیوز خبریال و. خو یادو رسنیو تر اوسه د عبدالطیف بلوڅ د وژني په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د بلوڅ د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې د بلوڅو د یووالي کمېټې (بي‌وای‌سي) په یوې خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د عبدالطیف بلوڅ په وژنه کې د پاکستاني حکومت لاس لري.

د بلوڅو یوالي کمېټه په اعلامیه کې راغلي:«عبدالطیف یوازې یو خبریال نه و، بلکې د جګړه ځپلي بلوچستان یو پیاوړی غږ و. هغه په داسې سیمه کې د بلوڅ ولس درد، مقاومت او د زړورتا اسناد ثبتول چیري چې رښتیا ویل د مرګ سزا لري. عبدالطیف بلوڅ د حقیقت ویلو له امله د حکومت له‌خوا په نښه شوی دی.»

د راپورونو له مخې، څه موده وړاندې د عبدالطیف بلوڅ د کورنۍ اووه غړي لومړی اختطاف شوي او بیا وژل شوي وو.

د بلوڅو یوالي کمېټه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، رسنیو او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې د بلوڅانو په وړاندې د روان بشري ضد جنایتونو په اړه چوپتیا ماته او بیړنۍ پاملرنه وکړي.

د پاکستان حکومت ۲۸۷ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۷ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو سربېره پر دې، چې قانوني اسناد یې هم لرل له یوې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غبرګولي په ۱ – ۲ مه) نیټو د ننګرهار ولایت تورخم او د کندهار ولایت سپین بولدک له لارو ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونو افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په جبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په ځلونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.