• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید پرمهال یې د پوتین چورلکه ژغورلې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د می پر شلمه کورسک سیمې ته د سفر پرمهال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین چورلکه نږدې وه چې د اوکراین د ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکو د یوه لوی برید په مرکز کې واقع شي. د روسیې د هوايي دفاع قوماندان یوري داشکین وايي، د ولسمشر چورلکه د برید پر مهال د عملیاتو مرکز ته ډېره نږدې وه.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، داشکین د روسیا-۲۴ تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، «[د روسیې ولسمشر هیلیکوپتر] تقریباً د دښمن د پراخو بې‌پیلوټه بریدونو د دفعې د مرکز په منځ کې و. د اعلی قوماندان د الوتکې د الوتنې پر مهال د کورسک د سیمې په فضا کې د برید شدت زیات شو. له همدې امله موږ یو وخت د هوايي دفاع جګړه پر مخ وړله او بل پلو مو د ولسمشر د هلیکوپتر د الوتنې خوندیتوب ټینګاوه».

هغه زیاته کړې چې ټاکل شوی ماموریت بشپړ شوی او «د دښمن بې‌پیلوټه بریدونه دفع شول او ټول هوايي هدفونه له منځه یووړل شول».

پوتین د مې پر۲۰مه کورسک سیمې ته سفر کړی و.

نوموړي هلته له رضاکارانو، د ښارونو له چارواکو او له سرپرست والي الکساندر خینشټین سره ولیدل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان وژل شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بیړنیو حالتونو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.

په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې حکومتي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ابو ورده له وژل کېدو سره پر غزه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

اسراییل وایي له یمن نه یې د حوثیانو یو توغول شوی توغندی شنډ کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې یو توغندی چې د یمن له لوري د اسراییلو پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی. د دوی په وینا، د برید مسوولیت ایران پلوه حوثي یاغیانو منلی. د اسراییل پوځ ویلي چې د برید پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه کړنګېدلي.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې دوی دغه توغندی تل ابیب ته نږدې د بن ګوریون هوايي ډګر پر لور توغولی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې، حوثیانو له یمن نه په پرلپسې ډول د اسراییل پر لور توغندي توغولي، چې د دوی په وینا دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې متحده ایالات به نور د یمن حوثیان نه بمباروي، ځکه د عمان په منځګړیتوب یو اوربند شوی او حوثیانو منلې چې نور به د امریکا پر بېړیو برید نه کوي. خو په دې موافقه کې اسراییل نه دی شامل شوی.

د پاکستان لومړی وزیر د سیمې هېوادونو ته د «مننې» په سفر وتلی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د ترکيې، ايران، تاجکستان او اذربايجان په شپږ ورځني رسمي سفر روان شوی. نوموړی به نن (يکشنبه) په ځانګړي الوتکه کې استانبول ته ورسیږي. هغه به د هند پر وړاندې برید کې د دغو هېوادونو له همکاریو مننه هم کوي.

په دغه سفر کې له شهباز شریف سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ او د نوموړي ځانګړی سلاکار طارق فاطمي هم ملګري دي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا څو هېواديز سفر به د دوه اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا او پر سيمه‌ييزو مسایلو د بحث لپاره ډېر مهم وي.

خبرپاڼه زياتوي، چې « په دغه سفر کې به لومړی وزیر د ياد شويو هېوادونو له مشرانو سره پراخې خبرې اترې ولري، چې د دوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ به پکې د سيمې او نړۍ مهم موضوعات تر بحث لاندې راشي».

خبرپاڼه وايي، چې د سفر پر مهال به شهباز شريف د دغو هېوادونو له مرستې مننه هم وکړي، چې له هند سره د وروستي کړکېچ پر مهال يې له اسلام‌اباده ملاتړ کړی و.

نوموړی به د مې پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په دوشنبه کې د کنګلونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي، چې هېواد به يې په ښه او بده کې د پاکستان ترڅنګ ولاړ وي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن یکشنبه له شهباز شريف سره په استانبول کې وګوري. د اردوغان د اړیکو دفتر مشر فخرالدین التون وايي، «په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ييزو او نړيوالې مسالو، په ځانګړي ډول ترهګرۍ ضد جګړه خبرې وشي».

همداراز اذربايجان د پاکستان له خلکو او حکومت سره بشپړ ملاتړ او پيوستون اعلان کړی و. ايران بيا چمتو شوی و چې د هند او پاکستان ترمنځ منځګړتوب وکړي او تاوتريخوالی کم کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د شنبې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان مرستيال لومړی وزیر او د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير سره ټیليفوني خبرې کړې دي.

پاکستان دا مهال يوه پراخه ديپلوماتيکه هڅه پيل کړې، چې خپلو ملګرو هېوادونو ته د هند د تورونو او برید په تړاو وضاحت ورکړي.

هند پاکستان د اپرېل پر ۲۲مه د پهلګام برید مسوول بللی، چې لږ تر لږه ۲۶ تنه سيلانيان پکې وژل شوي وو.

پاکستان دا تورونه رد کړي او د هند بريدونه یې غندلي دي.

مودي: نړۍ ته وایم چې ترهګرو او ملاتړو ته به یې له تصور هاخوا سزا ورکړو

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یوځل بیا اعلان وکړ، چې نوی ډیلی به ترهګر او د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي پرې نه ږدي او له تصور هاخوا سزا به ور کړي.

مودي د یکشنبې په ورځ په «من کې بات» یا د زړه خبره راډیويي پروګرام کې وویل، چې «نن له بیهار څخه غواړم ټولې نړۍ ته په ښکاره ټکو ووایم چې هند به هر ترهګر، د هغوی ملاتړي او پلان جوړوونکي په ګوته کړي، تعقیب به یې کړي او جزا به ورکړي. دوی ته به له تصور هاخوا سزا ورکړل شي».

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د هند جوړو دفاعي وسایلو ستاینه وکړه چې په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر پټنځایونو کارول شوي وو.

هغه وویل، « سندور عملیاتو په ټوله نړۍ کې ترهګرۍ ضد جګړې ته نوې هیلې او ځواک ورکړی دی. زموږ سرتېرو په نه ماتیدونکې زړورتیا د ترهګرو مرکزونه ویجاړ کړل».

مودي روښانه کړه چې ټول هند د ترهګرۍ پر ضد یو موټی ولاړ دی او د دې د ختمولو هوډ لري.

هغه وویل، « سندور عملیاتو دومره پر خلکو اغېز کړی چې ډېرو کورنیو دا د خپل ژوند برخه وګرځوله. په بیهار کې په کتیهار، په اوتارپردېش کې په کشینګر او نورو ښارونو کې هغه ماشومان چې په دغه وخت کې زیږیدلي، 'سندور' نومول شوي دي».

د می پر۷مه، هند د سندور تر عنوان لاندې عملیاتو کې د پاکستان مختلفې سیمې په نښه کړې، چې وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډې جګړې ته لاره پرانېسته.

په امریکا کې یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د فاکس نیوز له‌خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا د ویرجنیا ایالت په فرفکس ښار کې د جمال ولي په نوم یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

فاکس نیوز د فرفکس ښار د پولیسو په حوالې راپور ورکړی، چې دغه ۳۶ کلن افغان پر پولیسو د ډزو له امله وژل شوی دی.

نوموړی واده شوی و او څلور ماشومان یې هم لرل. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې پولیسو نوموړی د لوړ سرعت له امله درولی و؛ خو جمال ولي پولیسو ته ویلي، چې هغه وسله لري او ولې یې درولی دی؟

راپور زیاته کړې، چې جمال ولي د هغه سره په امریکا له ناوړه چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې غوره وه، چې «د امریکا پرځای یې د طالبانو لپاره کار کړی و.»

فاکس نیوز لیکلي، د همدغې لفظي شخړې پرمهال نوموړي خپله وسله کاږلې او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې نوموړی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.