پاکستان ۲۳۰ تنه افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي او تر زنداني کېدو وروسته یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.