• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې افغان زده‌کړیالې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړی مقام وګاټه

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د «نجونو لپاره ډالۍ» په نوم د یوې افغانې زده‌کړیالې ناجیه جلال چمتو کړې پروژې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړۍ جایزه ګټلې ده.

ناجیه جلال چې د جرمني د فولډا پوهنتون د بشري حقونو، سیاست او قانون په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړیاله او د «نجونو لپاره ډالۍ» سازمان بنسټ اېښودونکې ده، وتوانېده چې د خپلې چمتو کړې پروژې سره د یاد فیسټیوال د قاضیانو او لیدونکو پام ځان ته راواړوي او د E³UDRES² 2025 نړۍوال علمي فیسټیوال کې لومړی مقام خپل کړي.

د E³UDRES² 2025 فیسټیوال د اترېش سېنټ پولټن پوهنتون په کوربه‌توب او د اروپا د نورو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو سره په ګډې همکارۍ ترسره شو.

د دغه فیسټیوال موخه دا وه، چې وپلټل شي څنګه ساینس او ​​نوښت کولای شي نړۍوال بدلونونه رامنځته کړي.

د ناجیه جلال له‌خوا د چمتو شوې پروژې «نجونو لپاره ډالۍ» کې د افغان نجونو لپاره د ځمکې لاندې پټ ښوونځي جوړول او ملاتړ، همدا راز په بحراني حالاتو کې ښځو او نجونو ته د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه تر نورو پروژو خورا مهم وګڼل شول.

د افغان زده‌کړیالې ناجیه جلال پروژه «نجونو ته ډالۍ» د اروپایي ټولنې د ګڼو هېوادونو د زده‌کړیالانو د ۱۸ نورو پروژو سره سیالي وکړه او د انلاین او شخصي رای ورکولو په دوو پړاوونو کې ګټونکې اعلان شوه.

د E³UDRES² ټولنه په اروپا کې د نهو لوړو زده‌کړو موسسو او لسګونو علمي او څېړنیزو موسسو څخه جوړه شوې، چې موخه یې د ساینس او ​​نړۍوالې همکارۍ له لارې ټولنیز نوښت، پایښت او بشري پرمختګ ته وده ورکول دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو، پاکستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد؛ د سوېلي او منځنۍ اسیا د ټیکاو او ودې نوی محور

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د مئ له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بلنه درې ورځنی رسمي سفر بیجینګ ته وکړ.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ګاونډیان هند او پاکستان د کشمیر مسالې په تړاو له یو بل سره ښکېل شوي دي.

د یورو اېشیا د یوې خپرې کړې مقالې له مخې؛ په دغو شرایطو کې چین له پاکستان سره خپل سیاسي او ستراتیژیک ملاتړ لا زیات کړی دی.

د چین چارواکي وایي، سیمه‌‌ییز ټیکاو یوازې د سیاسي تفاهم او ډېپلوماټیکو هڅو له لارې ساتل کېدای شي.

دغه سفر د چین او پاکستان د سټراټېژیکو اړیکو د لا ټینګښت څرګنده نښه وه.

دغه اېتلاف پر هغه ګډ لید ولاړ دی، چې دواړه هېوادونه یې د یوې با ثباته، خوندي او پرمختللې سیمې لپاره لري.

چین پاکستان د سیمه‌ییزې همکارۍ او امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل کلیدي شریک بولي.

د دغه سفر پر مهال پاکستان خپلې اندېښنې د مهمو موضوعاتو په ګډون د «سند د اوبو تړون» په اړه له چینایي چارواکو سره شریکې کړې.

چین یو ځل بیا له پاکستان سره د «تلپاتې او هر اړخیز ستراتیژیک شراکت» پر ژمنې ټینګار وکړ. دا نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا ښيي؛ بلکې د پاکستان دریځونه یې هم پیاوړي کړل.

د سوېلي اسیا د دوامداره ترینګلتیاوو په فضا کې د بیجینګ ملاتړ دا پیغام لري، چې چین د سولې، توازن او سیمه‌ییزې همکارۍ ژور تعهد لري.

دغه ملاتړ د پاکستان اغېز په نړۍوالو محافلو کې زیاتوي او د هند پر وړاندې یې دریځونه نور هم مستند کړي دي.

د مقالې په باور د همدې سفر په لړ کې د اسحاق ډار او امیرخان متقي لیدنه د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ د مثبتو اړیکو د پراخېدو نښه وه.

دواړو لوریو د پاکستاني پلاوي د مخکیني سفر ارزونه وکړه او پر دې یې هوکړه وکړه، چې سیاسي، سوداګریز او ټرانزیټي تعاملات پراخ کړي.

د خبرو یوه مهمه برخه دا وه، چې افغانستان به د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» (CPEC) سټراټیزيکه پروژه کې شامل شي.

دغه هڅه به د کابل سټراټیژیک نښلېدل د ګوادر بندره پورې وغځوي او د سوداګرۍ او پرمختګ نوې دروازې به د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره پرانیزي.

مقاله وړاندې کاږي، ځیني هېوادونه هڅه کوي د تفرقې، بې ‌ثباتۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي؛ خو د پاکستان، افغانستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد د فعالې ډېپلوماسۍ او ګډو همکاریو پر بنسټ روان دی.

دغه ګډ تفاهم چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت متمرکز دی ځیني ښکاره پېغامونه لري.

د مقالې په پای کې راغلي، یوه درې‌اړخیزه اقتصادي کمېټه کولای شي د بنسټیزو پروژو تطبیق، د سوداګرۍ اسانتیا او پانګونې راجلب ته چټکوالی ورکړي.

د ولسونو ترمنځ تبادلې، ښوونیزې همکارۍ او فرهنګي اړیکې د باور جوړونې او د متقابل درک لپاره مهم رول لري.

د دغه نوښت اوږدمهاله بریالیتوب له روڼتیا، ټول‌شمولیت او د سیمې خلکو د ریښتینو اړتیاوو د ځواب ویلو سره تړلی دی.

که دغه درې هېوادونه خپلې ملي لومړیتوبونه د سیمې له ګډو اهدافو سره همغږي کړي؛ نو دغه اتحاد کولای شي د تلپاتې سولې، یووالي او سوکالۍ د ستن په توګه د سویلي او منځنۍ اسیا راتلونکی روښانه کړي.

هم‌مهاله بیا هند د دغه درې اړخیز اتحاد څخه وېره لري او د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ د سیمه‌ییز ثبات د اغېزمن کېدو په برخه کې یې د اندېښنې وړ بولي.

باورنه دا دي، چې دغه اتحاد غواړي په افغانستان کې د هند نفوذ کم کړي او‌ په بېلابېلو برخو کې د نوي ډلي هڅې له خنډ و ځنډ سره مخ کړی.

د شانګهای همکارۍ سازمان له افغانستان سره د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د فکري خبرو اترو فورم په شلمه غونډه کې چې د هند په نوي ډیلي ښار کې جوړه شوې وه، د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال مشر له افغانستان سره د دغه سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د یو زیټ ډیلي د راپور له مخې؛ د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال بختیار مصطفی یف ویلي، د تماس ډله چې پخوا د افغانستان د سیمه‌ییزو حل لارو موندلو او همغږۍ لپاره د یوه اغېزمن ادرس په توګه پېژندل کېده؛ کولای شي په دغه هېواد کې د بشري ناورین او سیاسي ټیکاو د کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بختیار مصطفی یف په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره همکاري د سیمه‌ییز امنیت او ټیکاو ډاډمنولو لپاره یو مهم فکتور دی او د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې همغږې کړي.

هغه د ترمذ ډیالوګ هغې وروستۍ غونډې ته چې په کې د مرکزي او سوېلي اسیا مشهورو سیاسي او متخصصو استازو ګډون کړې و، اشاره وکړه او زیاته یې کړه: « د ترمذ ډیالوګ د سیمه‌ییزې همکارۍ په پروسو کې د افغانستان د شاملولو او د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام و.»

همدا راز مصطفی یف د افغانستان لپاره د یوه منظم ټولنیز او اقتصادي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده، چې په دې غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له ۳۰ څخه زیاتو کارپوهانو او استازو ګډون کړی و.

د ستراتیژیکو خبرو اترو پیاوړتیا، د اقتصادي او کلتوري همکاریو پراخول او د تېنک ټانک فورم د دغې ناستې د بحث موضوعات وو.

ایرانی چارواکی: افغانستان سره د اورګاډي پټلۍ نښلول د سیمې اقتصادي راکړې ورکړې لپاره مهم دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د ایران خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري ویلي، د افغانستان سره په سنګان سیمه کې د ګډو کانونو ځانګړې اقتصادي سیمې جوړېدل د حکومت له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي او باور لري چې د افغانستان سره د اورګاډي پټلۍ نښلېدل د سیمې د اقتصادي همکارۍ د پراخېدو لپاره ډېر ارزښت لري.

نوموړي دغه څرګندونې د سالار–شادمهر ترمنځ د ۲۹ کیلومتره اورګاډي کرښې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان سره ګډه اقتصادي سیمه د حکومت له مهمو پلانونو څخه ده او دغه رېل پټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

مظفري دغه خبرې د هغو «۸ا ریل ګاډي پروژو» د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وکړې چې ټول ټال مالي ارزښت یې ۴.۵ میلیارده ایراني تومان ښودل شوی او له دې سره هم‌مهاله د سالار–شادمهر ۲۹ کیلومتره کرښه هم پرانیستل شوه.

هغه ووویل: «تېر کال له دې سیمې څخه نږدې ۲۶ مېلیونه ټنه د اوسپنې ډبرې اېستل شوې، چې دا د ختیځو سیمو د کانونو د ستر ظرفیت ښکارندويي کوي».

د خراسان رضوي والي همداراز څرګنده کړه، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د کانونو د ظرفیتونو د ښې استفادې لپاره اړینې اجازې او پرېکړې تر لاسه شوې دي.

د نوموړي په وینا: «دا مهال تر شهید ناصري (شمسي) تم‌ځای پورې د رېل ګاډي پټلۍ غځول بشپړ شوي او د افغانستان لور ته هم د هرات څخه تر پولې پورې د پټلۍ ځینې برخې د چین په همکارۍ جوړې شوې دي».

غلام‌حسین مظفري د افغانستان سره د رېل نښلېدل د سیمې د اقتصادي ودې او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مهمه پروژه باید په جدي توګه وڅارل شي او ژر تر ژره پلي شي.

له دې ور هاخواه طالبان له منځنۍ اسیا سره هم د رېل پټلۍ سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي، چې په دې لړ کې له تېر جمهوري نظام څخه د بلخ په حیرتانو کې د رېل پټلۍ له ټرانیزیټي اړیکو څخه هم په پراخه توګه کار اخلي.

طالبان چې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، د سوداګریز اړیکو او راکرو ورکړ و لپاره ورته یوازې ګاونډي هېوادونه ورپاتې دي؛ خو له خپل یوه ګاونډي پاکستان سره بیا د سوداګرۍ په برخه کې هم کشالې لري، چې هر وخت پر ډیورنډ کرښه دغه ناندرۍ د پام وړ بلل کېږي.

طالبان: یوناما ستنېدونکو افغان کډوالو ته کاري فرصتونه برابروي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یوناما په افغانستان کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ژوند د اسانتیاوو ترڅنګ کاري فرصتونه برابروي. د دې وزارت په خبره، په افغانستان کې د یوناما مشرې له محمد نعیم وردګ سره په ليدنه کې د همکاريو پر ډېرېدو هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرینو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی مالي او ادارې مرستيال محمد نعیم وردګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي.»

محمد نعیم وردګ په دې لېدنه کې ډاډ ښودلی، چې دوی د مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره اسانتياوې برابروي.

نوموړي د یوناما له مشرې څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنيو اسانتياوو په برابرولو کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د همدې ناستې اړوند د یوناما د مشرې له قوله لیکلي، چې ملګري ملتونه د افغانانو تر څنک ولاړ دي.

دوی زياته کړې: «یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره د کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړي.»

بلخوا بیا تېره ورځ په یوناما کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو استخباراتو له‌خوا د دغه نړۍوال بنسټ ښځینه کارکوونکو ته د پرله‌پسې ګواښونو له امله د هغوی حضوري فعالیت تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.

ملګرو ملتونو په وار-وار پر طالبانو د سختو پالیسو پر پلي کولو نيوکې کړي دي؛ خو طالبان بیا د یوناما څرګندونې په خپلو چارو کې مداخله يادوي.

طالبانو له چین څخه غوښتي چې پر افغان توکو لګول شوي سخت شرایط لرې کړي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر د چین له یوه چارواکي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د افغان توکو لپاره په چينايي بازارونو کې مالیات کم کړي. احمدالله زاهد د چین د ګمرکونو د ادارې له مرستیال څخه وغوښتل، چې د افغان صادراتي توکو لپاره سخت معیارونه لرې کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ (د غبروګولي ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې وزارت مرستیال احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره لیدلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د چین د ګمرکاتو مرستیال ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیت لري.

هغه زیاته کړې، چې چین د افغان صادراتي توکو ګمرکي تعرفې له منځه وړي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته.

نوموړي همداراز ویلي، سره له دې چې چین د قرنطین معیارونو کې سخت‌ګیری کوي؛ خو بیا هم دوی چمتو دي چې له افغانستان سره د همکاریو لپاره مرسته وکړي.

احمدالله زاهد د چین په بازار کې د ځینو افغان صادراتي توکو لپاره د ارزښت اضافه مالیې (VAT) کمولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا مالیه اوسمهال ۹ او ۱۳ سلنه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې په افغان توکو باندې د دې مالیې کمولو سره به دوی وکولی شي، چې د چین په بازار کې سیالي وکړي.

هغه د افغانستان او چین ترمنځ د کرنې د عمومي تفاهمنامې د لاسلیک د چټکولو غوښتنه هم وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې د دې تفاهم لیک له لاسلیک څخه مخکې د وچو مېوو، طبي بوټو، زعفرانو او تازه مېوو په ګډون افغان محصولات په ځانګړې توګه انار، د چین د قرنطین معیارونو څخه معاف شي.

د طالبانو دغه چارواکي دا هم وغوښتل، چې افغان لاریو ته د قرغېزستان او قزاقستان له لارې د چین خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي او افغان هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې د اورومچي سربېره نورو چینایي ښارونو ته الوتنې وکړي.

د چین د ګمرکاتو د ادارې مرستیال ډاډ ورکړی، چې وړاندې شوي وړاندیزونه به له ډېپلوماتیکو لارو څخه وڅېړل شي او تر وس پورې اړینې همکارۍ به وشي.