• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېلاروس د 'ناقانونه' افغان کډوالو یوه ډله نیولې او له دغه هېواده یې شړلې ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د بېلاروس پولیس وایي، چې د افغان او پاکستاني «ناقانونه کډوالو» یوه ۱۹ کسیزه ډله یې د دغه هېواد په پلازمېنه مېنسک ښار کې نیولې ده.

د اېکزاتبر خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ د مېنسک اجرایوي کمیټې ویلي، د افغانستان او پاکستان څخه دغه ۱۹ کډوال په ناقانونه توګه له روسیې ور اوښتي وو او پلان یې لاره چې لېتوانیا، لاتویا او یا هم پولنډ ته ولاړ شي.

د بېلاروس پولیسو ویلي، چې دوی اوس‌مهال د دغه کسانو د ناقانونه لېږد د تنظیموونکو په لټه کې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې ټول نیول شوي کډوال د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې ادارې ته تر لېږدولو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغه کډوالو موخه په ناقانونه توګه لوېدیځو هېوادونو ته ننوتل وو.

بېلاروس چې د پولنډ ګاونډی دی، اروپا ته د کډوالو د تګ لپاره یو له اصلي لارو بلل کېږي.

ګڼ کډوال پر دغې لار د سفر پرمهال مړه شوي او یا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ډېری ځوانان لا هم پر دغې ګواښونکې لار د یو ښه ژوند جوړولو په هيله سفر ته زړه ښه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

برتانوۍ ورځپاڼه: د برېتانیا له‌خوا د پخوانیو افغان ځواکونو د پناه غوښتنې ردېدل «خیانت» دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د احتمالي «جنګي جنایتونو» د موضوع تر راپورته کېدو وروسته؛ د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې رد شوې دي.

برتانوۍ رسنۍ ابزرور په راپور کې راغلي، چې کېدای شي ځیني دغه سرتېري د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي جنګي جنایتونو شاهدان وي.

دغې ورځپاڼې د برېتانیا له‌خوا د افغانستان د زرګونه پخوانیو ځانګړو سرتېرو د پناه غوښتنې ردېدل خیانت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو احتمالي «جنګي جنایتونو» په اړه پلټنې روانې دي.

شواهد ښيي، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برېتانیا ځانګړو ځواکونو له لوري بې وسلې افغان نارینه او هلکان لومړی نیول شوي او بیا وژل شوي دي.

په ګڼو راپورونو کې ویل شوي، چې ځیني دغه کسان ان د خپل په خوب‌ځایونو کې په ډزو وژل شوي دي.

ابزرور لیکلي، کله چې د برېتانیا لوړپوړو پوځي افسرانو ته د دغو وژنو په اړه وضاحت ورکړل شو؛ هغوی دغه لاملونه «نا منل شوي او د خندا وړ» وبلل.

له هغه وروسته چې د ناټو ټلوالې ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو غړو تمه لرله، چې هغه افغان ځانګړي ځواکونه چې له دوی سره اوږه په اوږه جنګېدلي، باید اجازه ترلاسه کړي چې په برېتانیا کې نوی ژوند پیل کړي.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په برېتانیا کې د بیا مېشتېدنې پروګرام په لومړیو کې له ۲۰۰۰ څخه زیات غوښتنلیکونه رد شوي دي.

ویل کېږي، چې له دغو رد شویو غوښتنلیکونو څخه یوازې ۱۵۸۵ یې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر له‌خوا رد شوي دي.

په امریکا کې یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د فاکس نیوز له‌خوا په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د امریکا د ویرجنیا ایالت په فرفکس ښار کې د جمال ولي په نوم یو افغان د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

فاکس نیوز د فرفکس ښار د پولیسو په حوالې راپور ورکړی، چې دغه ۳۶ کلن افغان پر پولیسو د ډزو له امله وژل شوی دی.

نوموړی واده شوی و او څلور ماشومان یې هم لرل. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې پولیسو نوموړی د لوړ سرعت له امله درولی و؛ خو جمال ولي پولیسو ته ویلي، چې هغه وسله لري او ولې یې درولی دی؟

راپور زیاته کړې، چې جمال ولي د هغه سره په امریکا له ناوړه چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې تر دې غوره وه، چې «د امریکا پرځای یې د طالبانو لپاره کار کړی و.»

فاکس نیوز لیکلي، د همدغې لفظي شخړې پرمهال نوموړي خپله وسله کاږلې او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې نوموړی د پولیسو په ډزو کې ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدېدو وروسته یې ساه ورکړه.

یوې افغان زده‌کړیالې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړی مقام وګاټه

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

د «نجونو لپاره ډالۍ» په نوم د یوې افغانې زده‌کړیالې ناجیه جلال چمتو کړې پروژې د ۲۰۲۵ کال «نړۍوال علمي فیسټیوال» لومړۍ جایزه ګټلې ده.

ناجیه جلال چې د جرمني د فولډا پوهنتون د بشري حقونو، سیاست او قانون په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړیاله او د «نجونو لپاره ډالۍ» سازمان بنسټ اېښودونکې ده، وتوانېده چې د خپلې چمتو کړې پروژې سره د یاد فیسټیوال د قاضیانو او لیدونکو پام ځان ته راواړوي او د E³UDRES² 2025 نړۍوال علمي فیسټیوال کې لومړی مقام خپل کړي.

د E³UDRES² 2025 فیسټیوال د اترېش سېنټ پولټن پوهنتون په کوربه‌توب او د اروپا د نورو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو سره په ګډې همکارۍ ترسره شو.

د دغه فیسټیوال موخه دا وه، چې وپلټل شي څنګه ساینس او ​​نوښت کولای شي نړۍوال بدلونونه رامنځته کړي.

د ناجیه جلال له‌خوا د چمتو شوې پروژې «نجونو لپاره ډالۍ» کې د افغان نجونو لپاره د ځمکې لاندې پټ ښوونځي جوړول او ملاتړ، همدا راز په بحراني حالاتو کې ښځو او نجونو ته د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه تر نورو پروژو خورا مهم وګڼل شول.

د افغان زده‌کړیالې ناجیه جلال پروژه «نجونو ته ډالۍ» د اروپایي ټولنې د ګڼو هېوادونو د زده‌کړیالانو د ۱۸ نورو پروژو سره سیالي وکړه او د انلاین او شخصي رای ورکولو په دوو پړاوونو کې ګټونکې اعلان شوه.

د E³UDRES² ټولنه په اروپا کې د نهو لوړو زده‌کړو موسسو او لسګونو علمي او څېړنیزو موسسو څخه جوړه شوې، چې موخه یې د ساینس او ​​نړۍوالې همکارۍ له لارې ټولنیز نوښت، پایښت او بشري پرمختګ ته وده ورکول دي.

د طالبانو، پاکستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد؛ د سوېلي او منځنۍ اسیا د ټیکاو او ودې نوی محور

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال د مئ له ۱۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بلنه درې ورځنی رسمي سفر بیجینګ ته وکړ.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره شو، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ګاونډیان هند او پاکستان د کشمیر مسالې په تړاو له یو بل سره ښکېل شوي دي.

د یورو اېشیا د یوې خپرې کړې مقالې له مخې؛ په دغو شرایطو کې چین له پاکستان سره خپل سیاسي او ستراتیژیک ملاتړ لا زیات کړی دی.

د چین چارواکي وایي، سیمه‌‌ییز ټیکاو یوازې د سیاسي تفاهم او ډېپلوماټیکو هڅو له لارې ساتل کېدای شي.

دغه سفر د چین او پاکستان د سټراټېژیکو اړیکو د لا ټینګښت څرګنده نښه وه.

دغه اېتلاف پر هغه ګډ لید ولاړ دی، چې دواړه هېوادونه یې د یوې با ثباته، خوندي او پرمختللې سیمې لپاره لري.

چین پاکستان د سیمه‌ییزې همکارۍ او امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل کلیدي شریک بولي.

د دغه سفر پر مهال پاکستان خپلې اندېښنې د مهمو موضوعاتو په ګډون د «سند د اوبو تړون» په اړه له چینایي چارواکو سره شریکې کړې.

چین یو ځل بیا له پاکستان سره د «تلپاتې او هر اړخیز ستراتیژیک شراکت» پر ژمنې ټینګار وکړ. دا نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا ښيي؛ بلکې د پاکستان دریځونه یې هم پیاوړي کړل.

د سوېلي اسیا د دوامداره ترینګلتیاوو په فضا کې د بیجینګ ملاتړ دا پیغام لري، چې چین د سولې، توازن او سیمه‌ییزې همکارۍ ژور تعهد لري.

دغه ملاتړ د پاکستان اغېز په نړۍوالو محافلو کې زیاتوي او د هند پر وړاندې یې دریځونه نور هم مستند کړي دي.

د مقالې په باور د همدې سفر په لړ کې د اسحاق ډار او امیرخان متقي لیدنه د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ د مثبتو اړیکو د پراخېدو نښه وه.

دواړو لوریو د پاکستاني پلاوي د مخکیني سفر ارزونه وکړه او پر دې یې هوکړه وکړه، چې سیاسي، سوداګریز او ټرانزیټي تعاملات پراخ کړي.

د خبرو یوه مهمه برخه دا وه، چې افغانستان به د «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» (CPEC) سټراټیزيکه پروژه کې شامل شي.

دغه هڅه به د کابل سټراټیژیک نښلېدل د ګوادر بندره پورې وغځوي او د سوداګرۍ او پرمختګ نوې دروازې به د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره پرانیزي.

مقاله وړاندې کاږي، ځیني هېوادونه هڅه کوي د تفرقې، بې ‌ثباتۍ او ګډوډۍ فضا رامنځته کړي؛ خو د پاکستان، افغانستان او چین درې ‌اړخیزه اتحاد د فعالې ډېپلوماسۍ او ګډو همکاریو پر بنسټ روان دی.

دغه ګډ تفاهم چې پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت متمرکز دی ځیني ښکاره پېغامونه لري.

د مقالې په پای کې راغلي، یوه درې‌اړخیزه اقتصادي کمېټه کولای شي د بنسټیزو پروژو تطبیق، د سوداګرۍ اسانتیا او پانګونې راجلب ته چټکوالی ورکړي.

د ولسونو ترمنځ تبادلې، ښوونیزې همکارۍ او فرهنګي اړیکې د باور جوړونې او د متقابل درک لپاره مهم رول لري.

د دغه نوښت اوږدمهاله بریالیتوب له روڼتیا، ټول‌شمولیت او د سیمې خلکو د ریښتینو اړتیاوو د ځواب ویلو سره تړلی دی.

که دغه درې هېوادونه خپلې ملي لومړیتوبونه د سیمې له ګډو اهدافو سره همغږي کړي؛ نو دغه اتحاد کولای شي د تلپاتې سولې، یووالي او سوکالۍ د ستن په توګه د سویلي او منځنۍ اسیا راتلونکی روښانه کړي.

هم‌مهاله بیا هند د دغه درې اړخیز اتحاد څخه وېره لري او د خپلې اقتصادي ودې تر څنګ د سیمه‌ییز ثبات د اغېزمن کېدو په برخه کې یې د اندېښنې وړ بولي.

باورنه دا دي، چې دغه اتحاد غواړي په افغانستان کې د هند نفوذ کم کړي او‌ په بېلابېلو برخو کې د نوي ډلي هڅې له خنډ و ځنډ سره مخ کړی.

د شانګهای همکارۍ سازمان له افغانستان سره د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه کړې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د فکري خبرو اترو فورم په شلمه غونډه کې چې د هند په نوي ډیلي ښار کې جوړه شوې وه، د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال مشر له افغانستان سره د دغه سازمان د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د یو زیټ ډیلي د راپور له مخې؛ د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال بختیار مصطفی یف ویلي، د تماس ډله چې پخوا د افغانستان د سیمه‌ییزو حل لارو موندلو او همغږۍ لپاره د یوه اغېزمن ادرس په توګه پېژندل کېده؛ کولای شي په دغه هېواد کې د بشري ناورین او سیاسي ټیکاو د کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي.

بختیار مصطفی یف په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره همکاري د سیمه‌ییز امنیت او ټیکاو ډاډمنولو لپاره یو مهم فکتور دی او د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې همغږې کړي.

هغه د ترمذ ډیالوګ هغې وروستۍ غونډې ته چې په کې د مرکزي او سوېلي اسیا مشهورو سیاسي او متخصصو استازو ګډون کړې و، اشاره وکړه او زیاته یې کړه: « د ترمذ ډیالوګ د سیمه‌ییزې همکارۍ په پروسو کې د افغانستان د شاملولو او د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام و.»

همدا راز مصطفی یف د افغانستان لپاره د یوه منظم ټولنیز او اقتصادي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده، چې په دې غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له ۳۰ څخه زیاتو کارپوهانو او استازو ګډون کړی و.

د ستراتیژیکو خبرو اترو پیاوړتیا، د اقتصادي او کلتوري همکاریو پراخول او د تېنک ټانک فورم د دغې ناستې د بحث موضوعات وو.