• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د حماس د اوربند وړاندیز رد کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د یوه اسرایيلي چارواکي له قوله لیکلي، چې دغه هېواد د حماس له خوا د اوربند نوی وړاندیز رد کړی دی.

یاد اسرایيلي چارواکي د حماس هغه څرګندونې رد کړې، چې دغه توافق د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له وړاندې شوې طرحې سره سمون لري او همداراز یې ویلي: «حماس د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته لېوالتیا نه لري.»رویټرز حماس ته نږدې د یوه فلسطیني چارواکي له قوله هم راپور ورکړی، چې دغې ډلې د غزې لپاره د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې، چې د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له خوا وړاندې شوې ده.رویټرز زیاته کړې: دغه وړاندیز چې د منځګړو له لارې حماس ډلې ته رسول شوې ده، پکې د ۱۰ برمته شویو کسانو خوشې کېدل او ۷۰ ورځنی اوربند شامل دي.په راپور کې راغلي، چې د اوربند پرمهال به مذاکرات دوام ولري ترڅو د امریکا په تضمین سره دایمي اوربند رامنځته شي.




ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اتحاد المجاهدین ډلې شمالي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.

هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.

په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.

شهباز شریف وايي، پاکستان له هند سره خبرو ته چمتو دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په تهران کې وویل چې پاکستان له هند سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، څو په سیمه کې سوله ټینګه شي، خو زیاته یې کړه، چې هر ډول تېری به یې له قوي غبرګون سره مخ شي.

شریف دا څرګندونې ددوشنبې په ورځ په تهران کې د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

شهباز شریف وویل، « موږ سوله غواړواو د ټولو شخړو، په ځانګړې توګه د کشمیر د مسالې، د حل لپاره خبرو ته چمتو یو».

له شهباز شریف سره په دغه سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملګری دی چې ددغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر هم پکې شامل دی.

شریف وویل، « موږ د اوبو، تجارت او د ترهګرۍ ضد مبارزې په څېر مسایلو کې له هند سره د خبرو لپاره چمتو یو، په دې شرط چې هغوی هم ریښتینې اراده ولري. خو که هغوی پر موږ برید وکړي، موږ به هم خپله دفاع وکړو. که هغوی سوله ومني، دا به وښيي چې هغوی رښتیا هم جدي دي».

شهباز شریف وايي، چې دا سفر یې د ولسمشر مسعود پزشکیان په بلنه ترسره کړی.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې هند ویلي دوی له پاکستان سره هیڅ ډول خبرې اترې نه لري.

هند یو پلاوی ګومارلی ، چې له هېوادونو سره د پاکستان له اړخه د ورپېښې ترهګرۍ په تړاو خپلې اندېښنې ور ورسوي.

حماس ډلې په غزه کې د مرستو د غلا په تور څلور تنه اعدام کړل

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

حماس د غزې په تړانګه کې د مرستو له لاریو نه د توکو د غلا کولو په تور څلور کسان اعدام کړي دي. یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ روېټرز ته ویلي، چې یاد څلور کسان تېره اونۍ د دې ډلې د شپږو امنیتي سرتېرو په وژنه کې هم ښکیل ګڼل شوي.

دغه شپږ تنه، چې د مرستو د لاریو امنیت یې ساته، د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

یوه بل سازمان چې ځان ته «فلسطینی مقاومت» وایي، څرګنده کړې، چې اووه نور مشکوک کسان هم تعقیبوي.

په ورته وخت کې د جنوبي غزې یوه قبیلوي مشر حماس ننګولی او وایي، خپله وسله‌واله ډله جوړوي چې د مرستو کاروانونه خوندي کړي.

مرستندویه لاریو تر نړیوال فشار لاندې د اسراییل تر نرمښت وروسته، تېره اونۍ غزې ته ننوتل پیل کړل.

مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو رسونه د لوټ له امله له خنډونو سره مخ ده، خو دوی اسراییل مسوول بولي چې خلک یې دومره وږي ساتلي، چې لوټ ته لاس اچوي.

اسراییل پر حماس تور پورې کړی چې د مرستو مواد غلا کوي، خو حماس دا تور رد کړی.

حماس په غزه کې د امریکا د اوربند وړاندیز ومانه

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.

د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.

سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.

همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.

تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

روسیې د پوتین په اړه د ټرمپ څرګندونې د احساساتي فشار پایله بللې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱

کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.

ټرمپ ویلي، پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.

هغه همداراز پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نیوکه کړې چې د مسکو پر ضد د نویو بندیزونو د وضع کولو خبره یې کړې ده.

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل: « موږ واقعاً له امریکایانو او له ولسمشر ټرمپ څخه منندوی یو چې د خبرو اترو د پیل په تنظیم کې یې مرسته وکړه.البته، دا خورا حساسې شیبې دي، چې له عمومي احساساتي فشار سره تړلې دي او د ټولو خواوو احساساتي غبرګونونه هم پکې ښکاري».