اتحاد المجاهدین ډلې شمالي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا کړې

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.
خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.
هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.
په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.


یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.
د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.
سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.
همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.
تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.
ټرمپ ویلي، پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.
هغه همداراز پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نیوکه کړې چې د مسکو پر ضد د نویو بندیزونو د وضع کولو خبره یې کړې ده.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل: « موږ واقعاً له امریکایانو او له ولسمشر ټرمپ څخه منندوی یو چې د خبرو اترو د پیل په تنظیم کې یې مرسته وکړه.البته، دا خورا حساسې شیبې دي، چې له عمومي احساساتي فشار سره تړلې دي او د ټولو خواوو احساساتي غبرګونونه هم پکې ښکاري».

له هغه وروسته چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په اوکراین کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د امریکا چوپتیا وغندله؛ ولسمشر ټرمپ پوتین ملامت کړ.
د ټایم مجلې د راپور له مخې؛ ولسمشر ټرمپ د نیو جرسي په یوه هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل:« زه د پوتین له دې کار څخه خوښ نه یم. هغه ډېر خلک وژني. زه نه پوهېږم، چې د پوتین سره څه پېښ شوي، زه له ډېرې مودې راهیسې هغه پېژنم او تل ورسره ملګری یم.»
هغه زیاته کړې: «زه حیران یم، په داسې حال کې چې موږ د خبرو اترو په حال کې یو؛ هغه (پوتین) په کیف او نورو ښارونو توغندي توغوي، دغه کار زما لپاره د منلو نه دی.»
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له دې وروسته څه پلان لري، وویل:« ګورو چې موږ څه کولای شو.»

د پاکستان پوځ وایي، چې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د تحریک طالبان پاکستان نهه غړي وژلي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د پښتونخوا ایالت په درېیو جلا سیمو کې ترسره شوي دي.
د پاکستان د پوځ د یوې اعلامیې له مخې؛ لومړی عملیات په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ترسره شول، چې له سختې نښتې وروسته د تحریک طالبان پاکستان څلور غړي پکې ووژل شول.
له هغه وروسته په ټانک سیمه کې هم یو لړ عملیات ترسره شول، چې په ترڅ کې یې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او وروستي عملیات بیا د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې شوي، چې په کې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي. د پاکستان پوځ دغه وژل شوي کسان د هند ملاتړي بللي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې له دغو وسلهوالو یې ځینې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لري.
تېره اونۍ هم په دغه سیمو کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۱۲ وسلهوال او دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.
تېره میاشت د پاکستان د پوځ یوه ویاند پر هند تور ولګاوه، چې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي او د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره "استخباراتي شتمنۍ" کاروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د میرعلي پرلت ګډونوالو ګواښ کړی، که تر سبا دوشنبې (د غبرګولي ۵مې) پورې یې غوښتنې ونه منل شي، نو د راتلونکي لپاره به خپله پرېکړه اعلان کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي حنیف پشتین په خپل اېکس کې لیکلي: «که تر سبا پورې د میرعلي پرلت غوښتنې ونه منل شوې نو ولسونه د راتلونکي لایحې عمل لپاره خپله نوې پرېکړه اعلانوي. د وخت په سیمه نېټ پرې شوی دی، د وزیرستان ټول ولسونه باید پرلت کې پراخ ګډون ترسره کړي، روان پرلت زموږ د مظلومیت او د حاکمانو د جبر په وړاندې اختجاج دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ خلکو د تېرې دوشنبې په ورځ د امن ولسي پاڅون پیل کړ.
د دغه پاڅون موخه په سیمه کې روانه ناامني، د فرمان الله په نوم د یو استاد اختطاف او د پاکستاني حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي صمدخان غېرقانوني نیونه بلل شوې ده.
د خېبرپښتونخوا د دغه ولسوالۍ خلک د روانو پرله پسې ناامنیو له امله شکایت کوي.
بنو او د خېبر پښتونخوا زیات شمېر سیمې د پخوا په پرتله ډېرې نا امنه شوي او وخت ناوخت ترې د وسله والو د فعالیتونو خبرونه ترلاسه کېږي.