حماس په غزه کې د امریکا د اوربند وړاندیز ومانه

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.
د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.
سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.
همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.
تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.
ټرمپ ویلي، پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.
هغه همداراز پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نیوکه کړې چې د مسکو پر ضد د نویو بندیزونو د وضع کولو خبره یې کړې ده.
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل: « موږ واقعاً له امریکایانو او له ولسمشر ټرمپ څخه منندوی یو چې د خبرو اترو د پیل په تنظیم کې یې مرسته وکړه.البته، دا خورا حساسې شیبې دي، چې له عمومي احساساتي فشار سره تړلې دي او د ټولو خواوو احساساتي غبرګونونه هم پکې ښکاري».

له هغه وروسته چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په اوکراین کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د امریکا چوپتیا وغندله؛ ولسمشر ټرمپ پوتین ملامت کړ.
د ټایم مجلې د راپور له مخې؛ ولسمشر ټرمپ د نیو جرسي په یوه هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل:« زه د پوتین له دې کار څخه خوښ نه یم. هغه ډېر خلک وژني. زه نه پوهېږم، چې د پوتین سره څه پېښ شوي، زه له ډېرې مودې راهیسې هغه پېژنم او تل ورسره ملګری یم.»
هغه زیاته کړې: «زه حیران یم، په داسې حال کې چې موږ د خبرو اترو په حال کې یو؛ هغه (پوتین) په کیف او نورو ښارونو توغندي توغوي، دغه کار زما لپاره د منلو نه دی.»
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له دې وروسته څه پلان لري، وویل:« ګورو چې موږ څه کولای شو.»

د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
دا اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په ځانګړې توګه د غزې پر روان بشري ناورین تمرکز وکړ.
ابیلا وویل: «موږ نشو کولی له دې انساني ناورین څخه سترګې پټې کړو، چې هره ورځ د زیاتېدو په حال کې ده.»
نوموړي پر غزې د اسراییل بریدونه وحشیانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړۍوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ابیلا د شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو له خوا د خان یونس ښار کې د فلسطینۍ متخصصې ډاکترې د کور پر بمبارد هم خواشیني څرګنده کړه.
د راپورونو پر بنسټ، په دغه برید کې د هغې نهه ماشومان ووژل شول، مېړه یې سخت ټپي شوی او یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې شوی دی.
د مالتا لومړي وزیر ویلي، چمتو دی چې ډاکتره النجار او د هغې پاتې کورنۍ ته پناه ورکړي او هغوی ته هرکلی ووایي.

د جاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې له امریکا سره د ګمرکي تعرفو خبرو ته دوام ورکړي، څو د جون په میاشت کې د کاناډا په کوربتوب د "اووه سترو هېوادونو" یا G7 غونډې پر مهال یوه موافقه ترلاسه شي.
ایشیبا د جمعې په ورځ د واشنګټن او ټوکیو ترمنځ د تعرفو د خبرو اترو د درېیم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ به دا خبرې لا پسې ژورې کړو، او G7 غونډه مو په پام کې ده.»
د جاپان لوړپوړي مرکچي ریوسېي اکازاوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر او د سوداګرۍ وزیر هاوارد لټنیک سره ولیدل او له امریکا یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې پر جاپاني صادراتو وضع شوي اضافي تعرفې لرې کړي.
ایشیبا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې هوکړه کړې، چې دواړه مشران به د تعرفو پر موضوع د G7 غونډې پر مهال لا نور پرمختګ وکړي.
جاپان له امریکا غوښتي، چې خپلې تعرفوي پالیسۍ له سره وارزوي، په ځانګړي ډول هغه چې پر جاپاني موټرو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه لګوي.
که څه هم امریکا یوه۲۴ سلنه "متقابل" تعرفه ځنډولې، خو لا هم پر جاپاني محصولاتو ۱۰ سلنه اساسي مالیه او پر فولادو او المونیمو جلا تعرفې پلي کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ، چې د کییف او مسکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې روسیې د دوی ۳۰۳ بندیان ور وسپارل.
دا تبادله درېیو پړاونو کې د درېیو ورځو په موده کې ترسره شوه، چې د مې پر ۱۶مه د ترکيې په کوربتوب د سولې د خبرو پر مهال پرې هوکړه شوې وه.
دا خبرې د اوکراین او روسیې ترمنځ له درېیو کلونو وروسته لومړۍ مخامخ لیدنه وه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه له خپل ټیم څخه مننه کوم چې دا تبادله یې ممکنه کړه. موږ به هر یو اوکراینی چې د روسیې په بند کې دی، خامخا بېرته راولو.»
د بېرته راوستل شویو کسانو په منځ کې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو، ملي ګارد، سرحدي ځواکونو او د ځانګړو ټرانسپورتي خدماتو غړي شامل وو.
د جګړې د بندیانو د چارو د همغږۍ او تنظیم دفتر ویلي، چې بېرته ستانه شویو کسانو کې ۷۰ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۲ کال د ماریوپول ښار د محاصرې پر مهال یې دفاع کړې وه.
یاد دفتر زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې راهیسې د خبرو او تبادلو له لارې ۵،۷۵۷ اوکرایني بندیان بېرته هېواد ته ستانه شوي او ۵۳۶ تنه نور د نورو لارو له بند راخلاص شوي دي.
د بندیانو دا تبادله د هغو مستقیمو خبرو یوازینۍ عملي پایله وه، چې تېره اوونۍ د اوکراین او روسیې ترمنځ ترسره شوې.
سره له دې چې اوکراین او امریکا پر روسیې بېقید اوربند ته د غاړې ایښودو غوښتنه کړې، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي کسلیتسیا چې د اوکراین د پلاوي غړی و، ویلي روسیې دا غوښتنه په "واضیح ډول" رد کړې ده.
