د رسمیت پېژندنې اعلان؛ مالتا به د فلسطین دولت په رسميت وپېژني

د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
دا اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په ځانګړې توګه د غزې پر روان بشري ناورین تمرکز وکړ.
ابیلا وویل: «موږ نشو کولی له دې انساني ناورین څخه سترګې پټې کړو، چې هره ورځ د زیاتېدو په حال کې ده.»
نوموړي پر غزې د اسراییل بریدونه وحشیانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړۍوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ابیلا د شنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو له خوا د خان یونس ښار کې د فلسطینۍ متخصصې ډاکترې د کور پر بمبارد هم خواشیني څرګنده کړه.
د راپورونو پر بنسټ، په دغه برید کې د هغې نهه ماشومان ووژل شول، مېړه یې سخت ټپي شوی او یوازې یو ماشوم یې ژوندی پاتې شوی دی.
د مالتا لومړي وزیر ویلي، چمتو دی چې ډاکتره النجار او د هغې پاتې کورنۍ ته پناه ورکړي او هغوی ته هرکلی ووایي.


د جاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هېواد به یې له امریکا سره د ګمرکي تعرفو خبرو ته دوام ورکړي، څو د جون په میاشت کې د کاناډا په کوربتوب د "اووه سترو هېوادونو" یا G7 غونډې پر مهال یوه موافقه ترلاسه شي.
ایشیبا د جمعې په ورځ د واشنګټن او ټوکیو ترمنځ د تعرفو د خبرو اترو د درېیم پړاو له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ به دا خبرې لا پسې ژورې کړو، او G7 غونډه مو په پام کې ده.»
د جاپان لوړپوړي مرکچي ریوسېي اکازاوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر او د سوداګرۍ وزیر هاوارد لټنیک سره ولیدل او له امریکا یې په کلکه غوښتنه وکړه، چې پر جاپاني صادراتو وضع شوي اضافي تعرفې لرې کړي.
ایشیبا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په وروستۍ ټلیفوني اړیکه کې هوکړه کړې، چې دواړه مشران به د تعرفو پر موضوع د G7 غونډې پر مهال لا نور پرمختګ وکړي.
جاپان له امریکا غوښتي، چې خپلې تعرفوي پالیسۍ له سره وارزوي، په ځانګړي ډول هغه چې پر جاپاني موټرو ۲۵ سلنه ګمرکي مالیه لګوي.
که څه هم امریکا یوه۲۴ سلنه "متقابل" تعرفه ځنډولې، خو لا هم پر جاپاني محصولاتو ۱۰ سلنه اساسي مالیه او پر فولادو او المونیمو جلا تعرفې پلي کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ، چې د کییف او مسکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې روسیې د دوی ۳۰۳ بندیان ور وسپارل.
دا تبادله درېیو پړاونو کې د درېیو ورځو په موده کې ترسره شوه، چې د مې پر ۱۶مه د ترکيې په کوربتوب د سولې د خبرو پر مهال پرې هوکړه شوې وه.
دا خبرې د اوکراین او روسیې ترمنځ له درېیو کلونو وروسته لومړۍ مخامخ لیدنه وه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه له خپل ټیم څخه مننه کوم چې دا تبادله یې ممکنه کړه. موږ به هر یو اوکراینی چې د روسیې په بند کې دی، خامخا بېرته راولو.»
د بېرته راوستل شویو کسانو په منځ کې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو، ملي ګارد، سرحدي ځواکونو او د ځانګړو ټرانسپورتي خدماتو غړي شامل وو.
د جګړې د بندیانو د چارو د همغږۍ او تنظیم دفتر ویلي، چې بېرته ستانه شویو کسانو کې ۷۰ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د ۲۰۲۲ کال د ماریوپول ښار د محاصرې پر مهال یې دفاع کړې وه.
یاد دفتر زیاته کړې، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې راهیسې د خبرو او تبادلو له لارې ۵،۷۵۷ اوکرایني بندیان بېرته هېواد ته ستانه شوي او ۵۳۶ تنه نور د نورو لارو له بند راخلاص شوي دي.
د بندیانو دا تبادله د هغو مستقیمو خبرو یوازینۍ عملي پایله وه، چې تېره اوونۍ د اوکراین او روسیې ترمنځ ترسره شوې.
سره له دې چې اوکراین او امریکا پر روسیې بېقید اوربند ته د غاړې ایښودو غوښتنه کړې، خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي کسلیتسیا چې د اوکراین د پلاوي غړی و، ویلي روسیې دا غوښتنه په "واضیح ډول" رد کړې ده.

جرمني د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اوکراین متحدین باید د روسیې له لوري د بېساري بریدونو په غبرګون کې پرېکنده عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تېره ورځ په اوکراین تر ټولو زیات د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې دولس کسان پکې ووژل شول.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول د ARD ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: «موږ نشو کولی دا وضعیت ومنو.»
نوموړي زیاته کړه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بشري حقونو سپکاوی کوي، دا یوازې د نړۍوالو اصولو خلاف نه، بلکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هڅو هم توهین دی، هغه هڅې چې غوښتل یې پوتین د خبرو مېز ته راولي.
واډیفول وویل، چې په اوکراین کې وروستۍ پېښې ښيي چې پوتین سوله نه غواړي، بلکې غواړي جګړه روانه وساتي او موږ باید اجازه ورنه کړو.
نوموړي زیاته کړه، چې اروپایي اتحادیه به ډېر ژر د نورو بندیزونو منظوري ورکړي.
اروپایي اتحادیې د سې شنبه په ورځ د بندیزونو ۱۷م پړاو رسمي کړ، چې له مخې یې د روسیې د تېلو د صادراتو د بندیزونو د شاوخوا د چاپېریال څخه د تېریدو لپاره کارول کېدونکي کابو ۲۰۰ ټانکرونه تور لېست ته داخل کړل.
واډیفول وویل: «نوي بندیزونه به د روسیې پر اقتصاد سختې اغېزې ولري، د انرژۍ برخه به زیانمنه شي او نور سکتورونه هم له ګواښ سره مخ دي.»
هغه زیاته کړه: «دا به د روسیې لپاره سخت مالي تاوان وي.»
نوموړي همداراز زیاته کړه: «زموږ لاس لا هم اوږد شوی پاتې دی؛ اوکراین د خبرو اترو لپاره چمتو دی، پوتین باید خبرو ته حاضر شي.»

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شريف سره د استانبول په سوداګریز مرکز کې ولیدل. دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همغږۍ ټينګار کړی.
د اردوغان دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویلي، چې د ترکېې او پاکستان لپاره اړینه ده، څو په تعلیم، استخباراتي معلوماتو شریکولو او ټېکنالوژۍ کې یو له بله ملاتړ زیات کړي، ترڅو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همغږي نوره هم پیاوړې شي.
دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې ترکيه له دې امله په هند کې له نیوکو سره مخ شوې چې ګواکې پاکستان ته یې د وسلو مرستې ورکړي، خو انقرې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې پاکستان ته يې وسلې نه دي لېږلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو جګړو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پاکستان سره خواخوږي ښکاره کړې وه.
ترکيې خبرداری ورکړی و، چې د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ یوه بشپړه جګړه رامنځته کېدلی شي او له دواړو خواوو یې غوښتي وو، چې له زغم نه کار واخلي او شخړه ختمه کړي.
انقرې د پاکستان له هغه غوښتنې هم ملاتړ کړی، چې غواړي د پهلګام برید په اړه یوه نړۍواله څېړنه وشي.
د مې په ۱۰مه، دواړو هېوادونو پر اوربند موافقه وکړه.
ترکيه د هند د غبرګون سره مخ ده
پاکستان او ترکيه له ډېرو کلونو راهیسې اقتصادي او نظامي اړیکې لري.
د فبرورۍ په میاشت کې اردوغان اسلاماباد ته سفر کړی و او هلته دواړو هېوادونو ۲۴ دوه اړخیز تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ څرګنده کړه، چې د اړیکو بنسټ باید د یو بل د اندېښنو درناوی وي.
نوموړي وویل: «موږ له ترکيې تمه لرو چې پاکستان باندې جدي فشار راوړي تر څو له سرحدي ترورېزم ملاتړ پای ته ورسوي او د ترهګرۍ هغه شبکه چې د لسیزو راهیسې یې پالي، د هغې پر ضد واضیح، باوري او عملي اقدامات وکړي.»
په ورته وخت کې، په هند کې د پرچون پلورنځیو او انلاین فېشن شرکتونو له ترکي محصولاتو بایکاټ اعلان کړی، چې پکې له خوړو (شکلات، جام، کافي) نیولې تر سینګار او جامو پورې شامل دي.
د هند مخکښ انلاین پلورنځي لکه فلېپکارټ (Flipkart) او د ملیاردر موکېش امباني اړوند شرکتونو د ترکيې جامو ګڼ برانډونه له خپلو وېبپاڼو لرې کړي دي.
سره له دې چې هند هر کال له ترکيې څخه شاوخوا ۲.۷مېلیارده ډالرو په ارزښت توکي واردوي، چې زیاتره یې معدني سونګ او قېمتي فلزات دي، لا هم څرګنده نه ده چې دا سیاسي کړکېچ به د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ څه اغېز ولري.

د امریکا د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو له امله هغه پخواني امریکایي سرتېري سخت غوسه شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل و.
دوی وايي، دا پرېکړه د امریکا له هغو متحدینو سره د شویو ژمنو سرغړونه ده، چې له مرګوني ګواښونو سره مخ وو.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
پخواني سرتېري او د کډوالو ملاتړي وايي، که افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، نو ښایي چې د طالبانو له خوا غچ اخیستنې سره مخ شي.
دوی وایي، هغې وسلهوالې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا روزل شوی افغان پوځ مات کړ او د کابل حکومت یې نسکور کړ، هر ډول تمه ترې ممکن ده.
یو پخوانی امریکايي سرتېری مټ زېلر چې افغان ژباړن یې ژوند ژغورلی و، وایي: «که دوی هڅه وکړي افغانان اخراج کړي، نو دا به د پخوانیو سرتېرو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ترمنځ د فزیکي شخړې لامل شي.»
ارزونې ښيي، چې شاوخوا ۱۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې د TPS پر بنسټ ژوند کوي او هڅه کوي، چې د دايمي اقامت اوږده او پېچلې پروسه بشپړه کړي.
دوی وايي، دا پروسه د افغانستان د ناورینناکه سقوط له امله نوره هم ستونزمنه شوې ده، ځکه د امریکا له خوا ورکړل شوې مشورې هم ګډوډې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې پروګرام د ختمېدو اعلان کړی، کولای شي هغه له یوه مهم سیاسي ملاتړ کوونکي قشر یعنې د جګړې پخوانیو سرتېرو او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي، حال دا چې دی غواړي د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
ټرمپ له بایډن ادارې څخه د کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۷۰ افغانانو د وژنې حساب غوښتی، چې د بایډن له خوا بېړنۍ او ګډوډه اېستنه وه.
سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته نوموړي د قانوني کډوالۍ د لارو بندولو لپاره ګړندۍ او سختې پرېکړې کړې دي.
هغه په تازه اقدام کې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول اعلان کړ او استدلال یې وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوشمېر مهم پرمختګونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه ادعاوې بیا د کډوالۍ ملاتړي ناسمه او ګواښوونکې بولي.