اوکراین له روسیې سره د بندیانو د تبادلې وروستي پړاو کې ۳۰۳ بندیان خوشې کړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې میاشتې په ۲۵مه اعلان وکړ، چې د کییف او مسکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په وروستي پړاو کې روسیې د دوی ۳۰۳ بندیان ور وسپارل.