• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لنډ مهالي خوندیتوب پروګرام په لغوه کېدو سره پخواني امریکایي سرتېري غوسه شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د امریکا د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو له امله هغه پخواني امریکایي سرتېري سخت غوسه شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل و.

دوی وايي، دا پرېکړه د امریکا له هغو متحدینو سره د شویو ژمنو سرغړونه ده، چې له مرګوني ګواښونو سره مخ وو.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

پخواني سرتېري او د کډوالو ملاتړي وايي، که افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، نو ښایي چې د طالبانو له خوا غچ اخیستنې سره مخ شي.

دوی وایي، هغې وسله‌والې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا روزل شوی افغان پوځ مات کړ او د کابل حکومت یې نسکور کړ، هر ډول تمه ترې ممکن ده.

یو پخوانی امریکايي سرتېری مټ زېلر چې افغان ژباړن یې ژوند ژغورلی و، وایي: «که دوی هڅه وکړي افغانان اخراج کړي، نو دا به د پخوانیو سرتېرو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ترمنځ د فزیکي شخړې لامل شي.»

ارزونې ښيي، چې شاوخوا ۱۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې د TPS پر بنسټ ژوند کوي او هڅه کوي، چې د دايمي اقامت اوږده او پېچلې پروسه بشپړه کړي.

دوی وايي، دا پروسه د افغانستان د ناورین‌ناکه سقوط له امله نوره هم ستونزمنه شوې ده، ځکه د امریکا له خوا ورکړل شوې مشورې هم ګډوډې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې پروګرام د ختمېدو اعلان کړی، کولای شي هغه له یوه مهم سیاسي ملاتړ کوونکي قشر یعنې د جګړې پخوانیو سرتېرو او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي، حال دا چې دی غواړي د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

ټرمپ له بایډن ادارې څخه د کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۷۰ افغانانو د وژنې حساب غوښتی، چې د بایډن له خوا بېړنۍ او ګډوډه اېستنه وه.

سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته نوموړي د قانوني کډوالۍ د لارو بندولو لپاره ګړندۍ او سختې پرېکړې کړې دي.

هغه په تازه اقدام کې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول اعلان کړ او استدلال یې وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوشمېر مهم پرمختګونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه ادعاوې بیا د کډوالۍ ملاتړي ناسمه او ګواښوونکې بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د غزې په برید کې د سره صلیب دوه کارکوونکي وژل شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) د یکشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په خان یونس ښار کې د یوه هوايي برید پر مهال د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي دي. دغه برید د دوی د کارکوونکو د اوسېدو په ځای ترسره شوی او یادې کمېټې د جګړو د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

د دوی په خبره: «موږ د خپلو دوو همکارانو، ابراهیم عید او احمد ابو هلال د مړینې له امله سخت خواشیني یو.»

دا څرګندونې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ټولنیزو رسنیو له لارې شوې دي.

دغه برید د شنبې په ورځ شوی، خو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې دا نه دي ویلي چې برید د چا له خوا شوی.

له بلې خوا، اسراییل منلې چې د شنبې په ورځ یې په خان یونس کې بریدونه ترسره کړي دي.

د سره صلیب په وینا، ابراهیم عید د وسلو د ککړتیا د څار افسر و او احمد ابو هلال د دې ادارې په یوه روغتون کې د امنیت ساتونکی و.

د بیان له مخې: «د دوی وژل کېدل په غزه کې د ملکي تلفاتو نه زغمونکي کچه څرګندوي.»

سازمان ټینګار کړی: «سره صلیب یو ځل بیا پر اوربند او د ملکي وګړو په ګډون د طبي، بشري، مرستندویه او ملکي دفاع کارکوونکو د خوندیتوب او درناوي لپاره خپله بېړنۍ غوښتنه تکراروي.»

د اسراییل له خوا له هغه وروسته بریدونه بېرته پیل شوي چې د مارچ په میاشت کې اوربند پای ته ورسېد.

روسیه وايي د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید پرمهال یې د پوتین چورلکه ژغورلې

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د می پر شلمه کورسک سیمې ته د سفر پرمهال د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین چورلکه نږدې وه چې د اوکراین د ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکو د یوه لوی برید په مرکز کې واقع شي. د روسیې د هوايي دفاع قوماندان یوري داشکین وايي، د ولسمشر چورلکه د برید پر مهال د عملیاتو مرکز ته ډېره نږدې وه.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، داشکین د روسیا-۲۴ تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، «[د روسیې ولسمشر هیلیکوپتر] تقریباً د دښمن د پراخو بې‌پیلوټه بریدونو د دفعې د مرکز په منځ کې و. د اعلی قوماندان د الوتکې د الوتنې پر مهال د کورسک د سیمې په فضا کې د برید شدت زیات شو. له همدې امله موږ یو وخت د هوايي دفاع جګړه پر مخ وړله او بل پلو مو د ولسمشر د هلیکوپتر د الوتنې خوندیتوب ټینګاوه».

هغه زیاته کړې چې ټاکل شوی ماموریت بشپړ شوی او «د دښمن بې‌پیلوټه بریدونه دفع شول او ټول هوايي هدفونه له منځه یووړل شول».

پوتین د مې پر۲۰مه کورسک سیمې ته سفر کړی و.

نوموړي هلته له رضاکارانو، د ښارونو له چارواکو او له سرپرست والي الکساندر خینشټین سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې: سیلانیان د طالبانو تبلیغاتي وسیله ده

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بښنې نړیوال سازمان استازې سمیرا حمیدي وايي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو «رژیم» هیڅکله مشروع ونه ګڼي او د افغان ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي.

سمیرا حمیدي د ارا په نوم له یوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو بندیز له امله په افغانستان کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او روغتیا پالانو شمېر خورا کم شوی او دا د طالبانو له خوا تر ټولو ډیره ناوړه پرېکړه وه.

نوموړي وايي، وايي، د اوکراین او غزې د جګړې له امله افغانستان د نړیوالو لپاره په لومړیتوب کې نه دی.

هغه زیاتوي، «نړیوالو شل کاله په ښځو او بشري حقونو پانګونه وکړه او ټولې لاسته راوړنې یې یو دم له منځه ولاړې. اوس غزې او اوکراین غوندې جنجالونو د نړیوالو پاملرنه اړولې او افغانستان د لومړیتوب له نوملړه وتلی دی، ځکه جګړه ختمه شوې ښکاري. د طالبانو لپاره یو ډول پټ مشروعیت ور کول روان دي».

نوموړې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته په ډیر شمیر کې بهرنیو سیلانیانو ورتګ ته په اشاره وايي، سیلانیان د طالبانو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده او خپل په ګټه ترې استفاده کوي.

سمیرا زیاتوي:« زه باور نه لرم چې طالبان دې هغه څوک افغانستان ته پریږدي چې وغواړي د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړي. سیلانیان ولې، په دې اړه هیڅ نه وايي، چې دوی له داسې افغان نجلۍ سره سفر کوي، چې له زده کړو محرومه ده، یا له داسې ښځې سره چې ناروغه ده، خو ډاکټر نه لري؟ ځکه طالبان، سیلانیان په خپله ګټه کاروي.»

د بشري حقونو دغه فعاله وايي، چې طالبان په بشپړ معافیت سره بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د نوموړې په وینا، د بښنې نړیوال سازمان او نور بنسټونه هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لارې د طالبانو پر وړاندې د حساب ورکونې تګلاره جوړه کړي.

سمیرا د خپلو خبرو په دوام وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو او ښځو د حقونو ملاتړو ادارو خپل فعالیتونه تر بشري مرستو محدود کړي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع او عامه پوهاوی نه شي کولای.

سمیرا حمیدي د طالبانو له خوا د ګڼو مدرسو په پرانېستلو سره افراطیت ته د ځوانانو د اوښتلو په اړه اندېښمنه ده او وايي، ښايي دا ځوانان د ښځو هیڅ درناوی ونه کړي.

په هرات کې یو تن خپله مېرمن، پلار او مور وژلي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د ځايي سرچینو په وینا، د شنبې شپې ناوخته د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ګله‌توت کلي یوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې هم د مداخلې او د مخنیوي هڅې له امله په چاقو وژلي دي.

نږدې کسانو یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یاد سړی له رواني ستونزو رنځیده او تر دې وړاندې یې هم په کندهار ولایت کې یو تن وژلی و. د دې درې کسیزې وژنې انګیزه لا تر اوسه څرګنده نه ده.

په هرات کې د طالبانو امنیه قومانداني د دغو وژنو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

د وژونکي خپلوان زیاتوي چې یاد کس د طالبانو د ادرسکن ولسوالۍ پولیسو نیولی دی.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) هم په مرکز هرات کې یوه بل سړي خپله مېرمن وژلې وه.

راپورونه ښيي چې واک ته د طالبانو تر راتګ وروسته، کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر ضد وژنې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې دي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان وژل شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسراییل د بریدونو په لړکې د یکشنبې په ورځ لږ ترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د حسن مجدي ابو ورده په نوم یو سیمه ییز خبریال او اشرف ابو نار په نوم د بیړنیو حالتونو د ادارې لوړپوړی چارواکی هم شامل دي.

په دغو بریدونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم وژل شوي دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې د غزې حکومتي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ابو ورده له وژل کېدو سره پر غزه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی.