• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا لومړی وزیر: په لېورپول کې د پېښې شېبې ډېرې اندېښمنوونکې دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۲:۱۹ GMT+۱

د برېټانیا په لیورپول ښار کې د فوټبال «پریمیر لیګ» د اتلولۍ د لمانځغونډې پر مهال یو موټر د خلکو ګڼې ګوڼې ته ور ننوت، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي او پولیسو یو کس هم نیولی دی.

هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښيي چې موټر له کنټروله وتلی او د سړک غاړې ته د ولاړو مینه‌والو پر ډلې ور برابرېږي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د لېورپول لوبډلې پرانیستی بس، د لوبغاړو او روزونکو سره، د ښار له مرکزه تېرېده او لس‌ګونه زره مینه‌وال یې هرکلي ته راوتلي وو.

د پېښې یو ناتایید شوی ویډیو کلیپ ښيي، چې موټر له چټکۍ سره د خلکو پر ګڼ کتار ورننوځي، خو وروسته له ګڼ ځايه مخ اړوي. بله ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیسو ژر تر ژره موټر کلابند کړ او یو شمېر غوسه ناکو مینه‌والو هم هڅه کوله چې موټرچلوونکي ته ځان ورسوي.

ځیني کسان د سړک پر سر پراته لیدل شوي او مرستندویه ټیمونه سملاسي سیمې ته رسېدلي دي.

د برېټانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر په اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «په لېورپول کې د پېښې شېبې ډېرې اندېښمنوونکې دي. زه له ټولو هغو کسانو سره چې ژوبل یا اغېزمن شوي دي، خواخوږي شریکوم. زه د پولیسو او بېړنیو خدمتونو د چټک غبرګون مننه کوم.»

پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې موټر د پېښې په ځای کې درول شوی او یو کس هم په سیمه کې نیول شوی دی.

رویټرز ویلي، په سیمه کې څو امبولانسونه لیدل شوي او د اور وژنې څانګې له خوا یوه خیمه هم درول شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف وايي، پاکستان له هند سره خبرو ته چمتو دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې په ورځ په تهران کې وویل چې پاکستان له هند سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی، څو په سیمه کې سوله ټینګه شي، خو زیاته یې کړه، چې هر ډول تېری به یې له قوي غبرګون سره مخ شي.

شریف دا څرګندونې ددوشنبې په ورځ په تهران کې د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

شهباز شریف وویل، « موږ سوله غواړواو د ټولو شخړو، په ځانګړې توګه د کشمیر د مسالې، د حل لپاره خبرو ته چمتو یو».

له شهباز شریف سره په دغه سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملګری دی چې ددغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر هم پکې شامل دی.

شریف وویل، « موږ د اوبو، تجارت او د ترهګرۍ ضد مبارزې په څېر مسایلو کې له هند سره د خبرو لپاره چمتو یو، په دې شرط چې هغوی هم ریښتینې اراده ولري. خو که هغوی پر موږ برید وکړي، موږ به هم خپله دفاع وکړو. که هغوی سوله ومني، دا به وښيي چې هغوی رښتیا هم جدي دي».

شهباز شریف وايي، چې دا سفر یې د ولسمشر مسعود پزشکیان په بلنه ترسره کړی.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې هند ویلي دوی له پاکستان سره هیڅ ډول خبرې اترې نه لري.

هند یو پلاوی ګومارلی ، چې له هېوادونو سره د پاکستان له اړخه د ورپېښې ترهګرۍ په تړاو خپلې اندېښنې ور ورسوي.

حماس ډلې په غزه کې د مرستو د غلا په تور څلور تنه اعدام کړل

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

حماس د غزې په تړانګه کې د مرستو له لاریو نه د توکو د غلا کولو په تور څلور کسان اعدام کړي دي. یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ روېټرز ته ویلي، چې یاد څلور کسان تېره اونۍ د دې ډلې د شپږو امنیتي سرتېرو په وژنه کې هم ښکیل ګڼل شوي.

دغه شپږ تنه، چې د مرستو د لاریو امنیت یې ساته، د اسراییل په یوه هوايي برید کې ووژل شول.

یوه بل سازمان چې ځان ته «فلسطینی مقاومت» وایي، څرګنده کړې، چې اووه نور مشکوک کسان هم تعقیبوي.

په ورته وخت کې د جنوبي غزې یوه قبیلوي مشر حماس ننګولی او وایي، خپله وسله‌واله ډله جوړوي چې د مرستو کاروانونه خوندي کړي.

مرستندویه لاریو تر نړیوال فشار لاندې د اسراییل تر نرمښت وروسته، تېره اونۍ غزې ته ننوتل پیل کړل.

مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو رسونه د لوټ له امله له خنډونو سره مخ ده، خو دوی اسراییل مسوول بولي چې خلک یې دومره وږي ساتلي، چې لوټ ته لاس اچوي.

اسراییل پر حماس تور پورې کړی چې د مرستو مواد غلا کوي، خو حماس دا تور رد کړی.

حماس په غزه کې د امریکا د اوربند وړاندیز ومانه

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.

د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.

سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.

همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.

تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

روسیې د پوتین په اړه د ټرمپ څرګندونې د احساساتي فشار پایله بللې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱

کرملین د دوشنبې په ورځ د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې، چې پوتین یې بې سوره بللی و، وویل، چې ښايي د احساساتي فشار له امله وي. خو کرملین همداراز د اوکراین د سولې خبرو اترو د پیل په برخه کې د ټرمپ له مرستې مننه کړې ده.

ټرمپ ویلي، پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.

هغه همداراز پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم نیوکه کړې چې د مسکو پر ضد د نویو بندیزونو د وضع کولو خبره یې کړې ده.

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف وویل: « موږ واقعاً له امریکایانو او له ولسمشر ټرمپ څخه منندوی یو چې د خبرو اترو د پیل په تنظیم کې یې مرسته وکړه.البته، دا خورا حساسې شیبې دي، چې له عمومي احساساتي فشار سره تړلې دي او د ټولو خواوو احساساتي غبرګونونه هم پکې ښکاري».

د زېلېنسکي تر غبرګون وروسته؛ ټرمپ پوتین ملامت کړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱

له هغه وروسته چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په اوکراین کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د امریکا چوپتیا وغندله؛ ولسمشر ټرمپ پوتین ملامت کړ.

د ټایم مجلې د راپور له مخې؛ ولسمشر ټرمپ د نیو جرسي په یوه هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل:« زه د پوتین له دې کار څخه خوښ نه یم. هغه ډېر خلک وژني. زه نه پوهېږم، چې د پوتین سره څه پېښ شوي، زه له ډېرې مودې راهیسې هغه پېژنم او تل ورسره ملګری یم.»

هغه زیاته کړې: «زه حیران یم، په داسې حال کې چې موږ د خبرو اترو په حال کې یو؛ هغه (پوتین) په کیف او نورو ښارونو توغندي توغوي، دغه کار زما لپاره د منلو نه دی.»

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له دې وروسته څه پلان لري، وویل:« ګورو چې موږ څه کولای شو.»