• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملابرادر: هڅه کوو چې د وارداتو پرځای د صادراتو کچه لوړه کړو

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې صنعت د هر هېواد د پرمختګ مهمه وسيله ده او دغه ډله د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې څاري او هڅه کوي، چې د بهرنيو وارداتو پر ځای ‏کورني تولیدات او محصولات لا ډېر کړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه (د غبرګولي ۶مه) د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون په پرانيست‌ غونډه کې کړې دي.
هغه دارنګه له خلکو غوښتي، چې له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه واخلي.
هغه ادعا کړې، چې دا مهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
‏په دغې غونډه کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزيزي ویلي، چې د افغانستان ټول تولیدات معياري او باکيفيته دي.
هغه له پانګه‌والو غوښتي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد په ځان بسياينه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د طالبانو د رياست‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي بیا په دغې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې دوی په هېواد کې د صنعت ودې او د صنعت‌کارانو ملاتړ ته ژمن دي او په دې برخه کې به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه دارنګه له سوداګرو او صنعت‌کارانو غوښتي، چې د توکو په توليد او توريد کې دې نړۍوالو معيارونو او کيفيت ته پاملرنه وکړي.
‏ ‏وړاندې بیا د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مشر شېرباز کمين‌زاده ویلي، چې افغانستان په ۱۶۸ سکټورونو کې ځان بسياينې ته رسېدلی او اوس‌مهال د هېواد په کچه ۶۵۰۰ فابريکې فعالیت لري چې په کې شاوخوا ۴۲۰ زره کسان په کار بوخت دي.
د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین‌ محمد حنیف هم په یادې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې پانګونه په خپله د پانګه‌والو په ګټه ده او اوس‌مهال په هېواد کې د صنعت د ودې او پانګونې لپاره شرایط تر بل هر وخت ډېر برابر شوي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې تر بلې هرې برخې صنعت او سوداکرۍ برخې ته ډېر پام کړی دی.
پر طالبانو نیوکې دي، چې دغه ډله په خپله افغانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې پاتې راغلې او تر ډېره غواړي چې د پانګه‌والو له لارې دغه ستونزې حل کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکی:ایران کې د افغانستان خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند حقابې سره تړاو نه لري

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر او د دغه هیواد د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې په ایران کې د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند اوبو د حقابې له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري.

هغه د ایراني رسنۍ الینا سره په خبرو کې زیاته کړې، لکه د نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول د متحده عربي اماراتو او عمان په څیر یو ایرانی وګړی باید په کاري ځواک کې د یو افغان کارګر د ساتلو په بدل کې حکومت ته تضمین ورکړي.

ابوالفضل زهراوند په خپلو خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت باید له یوه ایراني لوري څخه وغواړي چې په ایران کې د کار کوونکو افغانانو لپاره ژمنه وکړي.

« کله چې تاسو عمان یا متحده عربي اماراتو ته ځئ، نو باید یو اماراتي یا عماني کس ستاسې تضمین وکړي. ولې مونږ دا اصول نه تنظیموو، پاسپورټونه زموږ لپاره هیڅ اهمیت نه لري. په افغانستان کې، دوی کولی شي پاسپورټونه د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو بدل کې واخلي او ترهګر عناصر ایران ته راولي.»

د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه بل غړي د امیر خان متقي د ورستیو څرګندونو په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو یې بحث کړې و، وایي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې وې؛ ځکه چې نړۍ لا هم دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.او له بلې خوا د دوی داخلي مسوولیتونه په واضح ډول نه دي تعریف شوي.»

هغه الینا خبري اژانس ته ویلي، طالبان لا تر اوسه په حکومت کې د نورو قومونو او ډلو د شریکولو په وړاندې هېڅ نرمښت نه دې ښکاره کړی، هغوی د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو پورې اړوند مسلو په اړه کوم واضح دریځ نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې دا مهال د طالب چارواکو په څرګندونو حساب نه کوي.

ابوالفضل هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تعاملاتو پروسه به د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او تاسیس لامل شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا به په رسمیت وپیژندل شي. هغه وویل: «اوس مهال، فقر، بې کاري، د ټول شموله جوړښت نشتوالی، د طالبانو ترمنځ داخلي ویشونه، د افغانستان ستونزې، چې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډیانو لپاره یې هم ناغوښتل شوي شرایط رامینځته کړي دي.»

له بلې خوا دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې دوی باید افغان پانګوالو ته په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې او ویزې شرایط برابر کړي خو وايي په افغانستان کې د ایران د پانګونې مخالفت کوي.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران د پانګونې امکان نشته او دا هېواد کولی شي د انرژۍ په پلورلو کې له افغان وګړو سره همکاري وکړي.

طالبانو تر دې مهال د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې: بدخشان کې طالبانو د سلفي وسله‌والو یو قوماندان وژلی دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې ویډیوګانې د بدخشان ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو او د سلفي وسله‌والو یوه قوماندان زیدالله سره د نښتې شېبه ښیي. د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې طالبانو زیدالله وژلی او د هغه کور ته یې اور اچولی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه نښته تېره ورځ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په دغې نښته کې څلور تنه طالبان هم وژل شوي او د نښتې پرمهال سپکې او درنې وسلې کارول کېدې.
په دغې نښته کې د درېیو کسانو د ټپیانېدو راپور هم ورکول شوی دی.
د طالبانو او کروندګرو ترمنځ دغه لانجې ګونجې درې ورځې وړاندې د کوکنارو کروندو د اړولو په غبرګون پیل شوې.
د راپورونو له مخې؛ دغه لانجې او اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې طالبانو غوښتل د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې واړوي؛ خو خلکو یې مخه ونیوله.

سرچینو تېره ورځ هم افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې په بدخشان کې د کوکنارو کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دغه ولایت کې د دغې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.

نوموړي تر دې مخکې هم د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د ورته اعتراضونو د خاموشه‌ کېدو لپاره د طالبانو په هڅو کې مهم رول لوبولی و.

د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼه: طالبان له هند سره په ملګرتیا غواړي پاکستان بې ثباته کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو «منافقت» څرګند دی، او په وینا یې چې دوی د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی.

په مقاله کې راغلي، طالبان هغه بنسټپالي او قبیلوي دودونه پالي، چې ښځې له خپلو حقونو څخه لکه زده‌کړې او ازادۍ محروموي، سره له دې چې د دغې ډلې کړنې له اسلامي لارښوونو برعکس دي.

دغه ورځپاڼه طالباني فکر او په سیمه کې د بنسټپالنې اصلي لامل او ترویج کوونکی د پاکستان د پخواني پوځي حکومت مشر جنرال ضیاالحق په ګوته کوي او لیکي: «جنرال ضیا په ۱۹۷۹ کال په افغانستان کې د نور محمد تره کي د مشروع حکومت پر وړاندې د سي ای اې په تمویل نیابتي جګړه کې پاکستان ښکیل کړ، چې تر دې مهاله یې دغه هېواد دروند قیمت پرې کوي.»

مقاله وړاندې وایي، جنرال ضیا او د هغه رژیم د دغې جګړې له بهرنیو مرستو څخه ډیره ګټه پورته کړه، خو په بدل کې یې ترهګري، افراطیت، مخدره توکي، د ټوپک کلتور او ګډوډۍ عامه پاکستانیانو ته په میراث پرېښيي دي.

مقاله زیاتوي، د جنرال ضیا میراث د پاکستان لپاره اتلولي نه، بلکې یوه تراژیدي ده، هغه د «یو قطبي نړیوال نظم په جوړولو کې د بهرنیو ګټو لپاره کار وکړ، د لېبیا او عراق له تجزیې څخه نیولې، ان په فلسطین کې تر نسل وژنې پورې یې مسلمانو هېوادونو ته تلپاتې زیانونه اړولي دي.»

د مقالې په ټکو، جنرال ضیا «باید له هر ډول عزت څخه محروم شي، ځکه ډیر کم خلک به په یاد لري، چې هغه په ۱۹۷۰ کال په اردن کې پروت و، او د ۲۰ زره بې ګناه فلسطینیانو په ډله ییزه وژنه کې ښکیل و.»

ده‌نېشن په خپله مقاله کې لیکلي، «ځینې خلک لا هم جنرال ضیا اتل بولي، خو د ستایلو پر ځای هغه باید له پوځي محکمې سره مخ شوی وای، پر هغه د باور له امله د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ باید د خپل تاریخ دا تیاره فصل په دقت وګورو او حساب ورسره وکړو.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په ښوونیز نصاب نیوکې کړې دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې په کې اضافه کړي دي.»

نوموړي په هرات پوهنتون کې له استادانو او یوشمېر زده‌کړیالانو سره په یوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د نصاب لپاره یې یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.

هغه ادعا کړې، په یوه کتاب کې راغلي، چې «ځمکه او اسمان د یوې چاودنې په پایله کې رامنځته شوي، دا نو څه معنا چې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي؟ موږ مسلمانان یو او باور لرو، چې ځمکه او اسمان خدای پیدا کړي دي.»
نوموړي د وینا پرمهال زده‌کړیالانو ته ویلي، نړۍ په دې لټه کې ده، چې د افغانستان د خلکو او اوسني حاکم نظام ترمنځ «نفاق او بې‌ باوري» راولي.
هغه وایي، دا ستاسو مسوولیت دی، چې د دغه دښمنانو خبرې واورئ او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

خو هاخوا د افغانستان د روڼ اندو او لوستي قشر له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په نصاب کې د ستونزو په پلمه غواړي، چې په افغانستان کې د زده‌کړو بهیر کمزروی او ټوله فضا دیني مدرسو ته برابره کړي.

طالبان: د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره به د نغدي مساعدت د وېش لړۍ پیل شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبانو د بودیجي نشتوالي سره مخ دي او د دولتي ادارو د څو میاشتو تنخواوې یې نه دي ورکړي، د دغې ډلې د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې په نږدې ورځو کې به یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان مالي کال د لومړۍ ربعې (وري، غويي او غبرګولي) نغدي مساعدتونه ووېشل شي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا نغدي مساعدت به د ټول هېواد په کچه مستحقو کسانو ته په نوبتي ډول ورکړل شي.

دا لا څرګنده نه ده، چې طالبان به سږکال د بودیجي د نشتوالي په صورت کې د جمهوري نظام کونډو، یتمیانو او معلولینو ته هم دا پیسې ورکړي او که نه، خو ویل کېږي د جمهوري نظام ثبت سرتېرو د معلولیت معاشونه د طالبانو له لوري کم شوي او برعکس د طالبانو د معلولو جنګیالیو او د یتمیانو معاشونه لوړ شوي دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلومات له مخې، دغې ډلې سره «۶۳۹سوه زره کسان» معلولین، کونډې او یتمیان ثبت دي.

د تېر ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه کال کې یې څه د پاسه ۱۰ مېلیارده افغانۍ پر معلولینو، یتیمانو او کونډو ښځو وېشلې دي.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو، چې دې ډلې تېرکال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ مېلیارده افغانۍ ورکړې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د طالبانو له‌خوا پر خپل وخت د معاشونو نه ورکولو له امله شکایتونه کړي دي.

دغو کارکوونکو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د طالبانو له‌خوا د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر له ځنډ او خنډ سره شوی دی.