• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره به د نغدي مساعدت د وېش لړۍ پیل شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبانو د بودیجي نشتوالي سره مخ دي او د دولتي ادارو د څو میاشتو تنخواوې یې نه دي ورکړي، د دغې ډلې د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې په نږدې ورځو کې به یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان مالي کال د لومړۍ ربعې (وري، غويي او غبرګولي) نغدي مساعدتونه ووېشل شي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا نغدي مساعدت به د ټول هېواد په کچه مستحقو کسانو ته په نوبتي ډول ورکړل شي.

دا لا څرګنده نه ده، چې طالبان به سږکال د بودیجي د نشتوالي په صورت کې د جمهوري نظام کونډو، یتمیانو او معلولینو ته هم دا پیسې ورکړي او که نه، خو ویل کېږي د جمهوري نظام ثبت سرتېرو د معلولیت معاشونه د طالبانو له لوري کم شوي او برعکس د طالبانو د معلولو جنګیالیو او د یتمیانو معاشونه لوړ شوي دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلومات له مخې، دغې ډلې سره «۶۳۹سوه زره کسان» معلولین، کونډې او یتمیان ثبت دي.

د تېر ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه کال کې یې څه د پاسه ۱۰ مېلیارده افغانۍ پر معلولینو، یتیمانو او کونډو ښځو وېشلې دي.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو، چې دې ډلې تېرکال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ مېلیارده افغانۍ ورکړې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د طالبانو له‌خوا پر خپل وخت د معاشونو نه ورکولو له امله شکایتونه کړي دي.

دغو کارکوونکو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د طالبانو له‌خوا د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر له ځنډ او خنډ سره شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: شرعي اوامر پلي‌ کړئ او د کرتۍ، نکټايۍ او پتلون له اغوستلو ډډه وکړئ

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د پتلون او نکټایۍ له اغوستلو سره مخالفت ښودلی او دا ډول جامې یې «ناجایزې» بللې دي. دغه راز د طالبانو د یاد وزارت چارواکو د کابل د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره په ناسته کې بیا ټینګار کړی، چې په غربي ډول د ویښتانو له جوړولو ډډه وکړي.

دوی ویلي، چې د سر د یوې برخې خرییل او د بلې برخې پرېښودل، له شریعت سره اړخ نه لګوي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال نورمحمد حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو د کابل د سلمانیو له اتحادیې سره کتلي دي.

په دغه ناسته کې ښاغلي حقاني څرګنده کړې، چې "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید د طالبانو د مذهبي لارښوونو پر بنسټ د یو بل په شخصي چارو کې مداخله وکړي.

د دغه وزارت د دعوت او ارشاد عمومی رییس شریف‌الله حقاني هم د لوېدیځ‌ په ډول د ویښتانو د جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او له سلمانیانو یې غوښتي، چې له دې وزارت سره همکاري وکړي.

بل‌ لور ته، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، خلک مکلف دي چې د طالبانو د شرعي لارښوونو اطاعت وکړي.

د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي، چې د خپلو مقرراتو تطبیق ته دوام ورکړي، خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغو قوانینو تطبیق کولای شي د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د انساني کرامت سپکاوی او د ښځو لا ډېر منزوي کېدل را وپاروي.

طالبانو په کابل د یوه جومات امام او د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس نیولی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه جومات امام قاري سراج‌الدین چې د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس بلل کېږي، په قلعه فتح‌الله سیمه کې نیولی دی. د هغه کورنۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د نوموړي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې قاري سراج‌الدین ولې نیول شوی دی، خو تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت چې په طالبانو یو نیوکه کوونکی دیني عالم دی، هم نیول شوی و.

ویل کېږي، چې قاري سراج‌الدین د مولوي قانت له نږدې دوستانو څخه دی.

قاري سراج‌الدین څه موده وړاندې د کابل د علماوو په یوه غونډه کې د طالبانو د رژیم پر ضد یوه اعلامیه ولوستله.

په دې اعلامیه کې دیني علماوو له طالبانو غوښتي وو، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او له انحصار څخه ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر هغه دیني عالمان چې پخوا یې له طالبانو ملاتړ کاوه، د طالبانو د واک پر انحصار او قومي سیاستونو نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو استخباراتو په دې وروستیو ورځو کې دوه نور دیني عالمان هم نیولي دي.

تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت په کابل کې له خپل کوره او مولوي بشیراحمد حنفي د هلمند ولایت څخه نیول شوي دي.

دا دواړه دیني عالمان د طالبانو منتقدین بلل کېږي او دا مهال د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي.

د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت، د طالبانو د لوی درستیز او بدخشان والي ترمنځ لیدنه وشوه

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

سرچینې وايي چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت، د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دغه ولایت کې د دې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.

سرچینو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې فطرت د نویو اعتراضونو له پیلېدو نه مخکې په بدخشان ولایت کې و.

نوموړي تر دې مخکې د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د ورته اعتراضونو د خاموشه‌کېدو لپاره د طالبانو په هڅو کې مهم رول لوبولی و.

مخکې له دې د درایم او ارګو ولسوالیو بزګرانو په غويي میاشت کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړوېدو له امله د دغې ډلې پر وړاندې اعتراض کړی و. طالبانو فصیح‌الدین د لاریونونو د خاموشه‌کېدو لپاره لېږلی و.

هم‌مهاله نن ورځ د بدخشان د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په دې لیدنه کې د ولایت د امنیتي مسایلو، د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي او د دغه ډلې د اصولو او تګلارو د پلي کېدو په تړاو خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان امان‌الدین منصور هم حضور درلود.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې بدخشان په تېرو دوو ورځو کې د پراخو ولسي اعتراضونو شاهد دی.

لاریونونه په جرم ولسوالۍ کې پیل شوي، هغه سیمه چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړېدو پر سر د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ نښتې وشوې.

د دې ترڅنګ د یوه مشهور سلفي قوماندان او مولوي پر کور د طالبانو برید د خونړیو نښتو لامل شو، چې په ترڅ کې یې هغه او یو شمېر طالب ځواکونه وژل شوي دي.

اسلام‌اباد او کابل بیا اړیکې رغوي؛ طالبانو د شکمنو افغانانو نیونه پیل کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

طالبانو د لومړي ځل لپاره د هغو افغانانو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي، چې د پاکستان پر ضد یې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ یا هڅونه کوله. د پاکستانۍ اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه اقدام د دې لامل شوی چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د بیا رغېدو هیلې راژوندۍ کړي دي.

که څه هم په تېرو میاشتو کې د پاکستان تمرکز له هند سره پر سرحدي کړکېچ و، خو اسلام‌اباد او کابل پټه خو فعاله هڅه وکړه چې خپلې کړکېچنې اړیکي بیا راژوندۍ کړي.

د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ اصلي ټکی، د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله والو ډلو حضور دی، چې له افغان خاورې فعالیت کوي.

پاکستان تر دې دمه نه و توانېدلی چې افغان طالبان وهڅوي، څو د دغو ډلو پر ضد قاطع ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته لاړ او هلته د افغان چارواکو له خوا ورته د هغو اقداماتو وضاحت ورکړل شو، چې د ډيورنډ پولې ته څېرمه بریدونو د مخنیوي لپاره شوي و..

باوري سرچینې وایي، دا لومړی ځل و چې اسلام‌اباد د افغان طالبانو له خوا په رښتیني بدلون باور وکړ.

په یاد پلاوي کې د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي هم شامل وو او سرچینې زیاتوي، دوی قانع شول چې طالبانو دا ځل جدي دریځ غوره کړی دی.

وروسته دا هم تایید شوه، چې طالبانو د هغو افغان وګړو پر ضد عملیات پیل کړي، چې له TTP سره یوځای شوي یا په دغه ډله کې د شاملېدو نیت یې درلود.

د سرچینو په وینا، ګڼ شمېر افغانان په ځانګړي ډول هغه کسان چې نور وګړي یې د TTP لپاره استخدامول، نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

پاکستان پر طالبانو فشار راووړ او مستند شواهد یې ور وسپارل، چې بالاخره د طالبانو له خوا اقدامات پیل شول.

دا بدلون د خېبرپښتونخوا په ایالت کې د ځانمرګو بریدونو د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا د ښه کېدو لامل شو.

دغه پرمختګ د دې سبب شو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اسحاق ډار د اپرېل په ۱۹مه کابل ته سفر وکړي.

دا د درېیو کلونو راهیسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړی لوړپوړی سفر و.

په دې سفر کې دواړو لوریو د یو لړ اقداماتو موافقه وکړه، چې پکې د کابل تازه ژمنه هم شامله وه چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي.

د دې په بدل کې پاکستان د افغان واردونکو لپاره د بانکي تضمین شرط لغوه کړ او د افغان سوداګرۍ پر محدودیتونو کې یې نرمښت راووست.

سرچینې وایي، طالبانو د پاکستان باور هغه مهال ترلاسه کړ کله چې یې له هغه پېښې وروسته څه باندې ۷۰وسله وال نیولي وو، چې زیاتره یې افغانان و او غوښتل یې له پهلګام برید وروسته پاکستان ته داخل شي.

پاکستان دا کسان د شمالي وزیرستان سیمه کې ونیول.

له دې سره، پاکستان باور لري چې طالبان باید لا هم دایمي اقدامات وکړي.

یوې لوړپوړې سرچینې ویلي: «دا یو مثبت پیل دی. هیله ده چې طالبان دا لاره تعقیب کړي.»

بل‌خوا، چین هم د پردې تر شا رول لوبولی دی.

د مې په ۲۱مه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ یوه ناڅاپي درې اړخیزه ناسته په بېجینګ کې ترسره کړه.

له دې ناستې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې پاکستان او افغانستان د خپلو اړیکو لوړولو هوډ څرګند کړی او اصولاً یې پر دې توافق کړی، چې سفیران تبادله کړي.

یوه پاکستاني چارواکي دا تایید کړې، خو ویلي یې دي چې دا به وخت ونیسي، ځکه یو شمېر رسمي مراحل لا پاتې دي.

نوموړي د پاکستان دغه پرېکړه توجیه کړه او ویې ویل، ګڼ سیمه‌ییز هېوادونه هم د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پراخولو ته تیاری نیسي.

چین لومړی هېواد و، چې کابل ته یې دایمي سفیر واستاوه او د طالبانو سفیر یې په بېجینګ کې ومانه.

راپورونه ښيي، چې روسیه او ترکیه هم پر ورته اقدام غور کوي.

چارواکي وایي، سره له دې چې پاکستان د طالبانو په اړه یو شمېر اندېښنې لري، خو اوس د شرایطو له مخې د عمل‌محور پالیسۍ لور ته روان دی.

له هند سره وروستۍ پوځي تاوتریخوالي هم د پاکستان دا تګلاره اغېزمنه کړې.

پاکستان غواړي، چې د ختیځ سرحد د فشار ترڅنګ، په لوېدیځ کې وضعیت ارام وساتي.

راپورونه ښيي، چې هند هم هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جی شنکر تازه د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي، چې دا د هند د شل کلنې پالیسۍ څخه مهم انحراف بلل کېږي.

څارونکي وایي، بېجینګ کې درې اړخیزه ناسته د چین له خوا هند ته یو ښکاره پیغام و.

همداراز، چین طالبانو ته هم دا درک ورکړ چې د افغانستان ګټې به تر ډېره د چین او پاکستان له همغږۍ سره خوندي وي.

د افغانستان د سولې او عدالت حرکت د هېواد په تړاو د تُرک دولتونو سازمان د دریځ هرکلی وکړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د تُرک دولتونو سازمان له‌خوا د افغانستان لپاره د یوه ټول‌‌ګډونه حکومت جوړېدو د دریځ هرکلی کړی. یاد حرکت دا دریځ د افغان ولس له غوښتنو سره همغږی او د نړۍوالو هڅو د پیاوړتیا پر لور مهم ګام بللی.

دغه حرکت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) زیاته کړې، چې د تُرک هېوادونو دا دریځ د افغانستان د روانو ستونزو او کړکېچونو په هکله ژور درک ښيي او کولای شي، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د دوحې بهیر د بریا لپاره ګټور ملاتړ چمتو کړي.

یاد حرکت وايي، تُرک هېوادونه چې له افغانستان سره تاریخي، کلتوري، تمدني او مذهبي اړیکې لري، د افغانانو د ملي یووالي، خپلواکۍ او د یو مشروع، ټول‌ګډونه او عادلانه حکومت د جوړېدو لپاره مهم او رغنده پیغامونه ورکړي دي.

د سولې او عدالت ملي حرکت ټینګار کړی، چې د تُرک دولتونو سازمان له لوري دا غوښتنه چې باید په افغانستان کې یو قانوني او د خلکو د غوښتنې پر بنسټ حکومت جوړ شي، د افغان ولس له ريښتینې غوښتنې سره همغږې ده.

دغه حرکت له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له اوسني حاکمیت څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک او د دې شورا د خپلواکو ارزونو پر بنسټ، یو اغېزناک، جامع او پایله‌ورکوونکی سیاسي بهیر پیل او ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د ناورین حل د افغانانو ترمنځ د یوې هر اړخیزې سیاسي اجماع له لارې ممکن دی، چې دا بهیر باید د سیمه‌ییزې او نړۍوالې ټولنې په ملاتړ مخته یوړل شي.

همداراز، د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د بشرپاله مرستو د دوام، اغېزمنتیا او د هغو د ضایع‌کېدو د مخنیوي په برخه کې د تُرک هېوادونو د دریځ ملاتړ کړی او له دوی یې غوښتي، چې اړمنو خلکو ته د دې مرستو په رسېدو همکاري وکړي.

په بیان کې راغلي دي: «مونږ د دغه سازمان د غړو له‌خوا افغان ولس ته د نړۍوالې ټولنې د بشرپاله مرستې د دوام، اغېزمنتیا او ترویج په هکله د ټینګار هرکلی کوو او په درناوي سره له دغو هېوادونو نه غواړي چې په مستقیم ډول د افغانستان اړمنو خلکو ته د دې مرستو په رسېدو او د هېواد د اوسنیو واکمنانو له‌خوا د هغې د ضایع‌کېدو یا ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي کې قوي رول ولوبوي.»

په بیان ټینګار شوی، چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د افغانانو ملي شتمني ده او باید یوازې هغه حکومت ته وسپارل شي، چې نړۍوال او ملي مشروعیت ولري.

همداراز، د مخدره توکو پر ضد مبارزه، بدیل معیشت برابرېدل، د مصنوعي مخدره‌توکو د تولید د مرکزونواو د کوکنارو د کرکېلې له منځه وړل هم مهم موارد بلل شوي دي.

یاد حرکت د افغانستان او سیمې ترمنځ د اقتصادي دهلیزونو، انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو د پلي کېدو لپاره د ترک هېوادونو له ملاتړ نه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د دې پروژو بریا د یو مشروع او ثبات‌لرونکي نظام له حضور سره تړلې ده.

د یادونې ده، چې دوه ورځې مخکې د تُرک دولتونو سازمان په یوه ګډ بیان کې اعلان کړی و، چې د افغانستان د ثبات لپاره له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي پخلاینې په برخو کې له طالبانو سره کار کولو ته چمتو دي.