• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: بدخشان کې طالبانو د سلفي وسله‌والو یو قوماندان وژلی دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې ویډیوګانې د بدخشان ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د طالبانو او د سلفي وسله‌والو یوه قوماندان زیدالله سره د نښتې شېبه ښیي. د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې طالبانو زیدالله وژلی او د هغه کور ته یې اور اچولی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه نښته تېره ورځ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په دغې نښته کې څلور تنه طالبان هم وژل شوي او د نښتې پرمهال سپکې او درنې وسلې کارول کېدې.
په دغې نښته کې د درېیو کسانو د ټپیانېدو راپور هم ورکول شوی دی.
د طالبانو او کروندګرو ترمنځ دغه لانجې ګونجې درې ورځې وړاندې د کوکنارو کروندو د اړولو په غبرګون پیل شوې.
د راپورونو له مخې؛ دغه لانجې او اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې طالبانو غوښتل د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې واړوي؛ خو خلکو یې مخه ونیوله.

سرچینو تېره ورځ هم افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې په بدخشان کې د کوکنارو کروندو د له‌منځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دغه ولایت کې د دغې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.

نوموړي تر دې مخکې هم د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د ورته اعتراضونو د خاموشه‌ کېدو لپاره د طالبانو په هڅو کې مهم رول لوبولی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼه: طالبان له هند سره په ملګرتیا غواړي پاکستان بې ثباته کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د پاکستان ده‌نېشن ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې له پاکستان سره د طالبانو «منافقت» څرګند دی، او په وینا یې چې دوی د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره له هند سره لاس یو کړی.

په مقاله کې راغلي، طالبان هغه بنسټپالي او قبیلوي دودونه پالي، چې ښځې له خپلو حقونو څخه لکه زده‌کړې او ازادۍ محروموي، سره له دې چې د دغې ډلې کړنې له اسلامي لارښوونو برعکس دي.

دغه ورځپاڼه طالباني فکر او په سیمه کې د بنسټپالنې اصلي لامل او ترویج کوونکی د پاکستان د پخواني پوځي حکومت مشر جنرال ضیاالحق په ګوته کوي او لیکي: «جنرال ضیا په ۱۹۷۹ کال په افغانستان کې د نور محمد تره کي د مشروع حکومت پر وړاندې د سي ای اې په تمویل نیابتي جګړه کې پاکستان ښکیل کړ، چې تر دې مهاله یې دغه هېواد دروند قیمت پرې کوي.»

مقاله وړاندې وایي، جنرال ضیا او د هغه رژیم د دغې جګړې له بهرنیو مرستو څخه ډیره ګټه پورته کړه، خو په بدل کې یې ترهګري، افراطیت، مخدره توکي، د ټوپک کلتور او ګډوډۍ عامه پاکستانیانو ته په میراث پرېښيي دي.

مقاله زیاتوي، د جنرال ضیا میراث د پاکستان لپاره اتلولي نه، بلکې یوه تراژیدي ده، هغه د «یو قطبي نړیوال نظم په جوړولو کې د بهرنیو ګټو لپاره کار وکړ، د لېبیا او عراق له تجزیې څخه نیولې، ان په فلسطین کې تر نسل وژنې پورې یې مسلمانو هېوادونو ته تلپاتې زیانونه اړولي دي.»

د مقالې په ټکو، جنرال ضیا «باید له هر ډول عزت څخه محروم شي، ځکه ډیر کم خلک به په یاد لري، چې هغه په ۱۹۷۰ کال په اردن کې پروت و، او د ۲۰ زره بې ګناه فلسطینیانو په ډله ییزه وژنه کې ښکیل و.»

ده‌نېشن په خپله مقاله کې لیکلي، «ځینې خلک لا هم جنرال ضیا اتل بولي، خو د ستایلو پر ځای هغه باید له پوځي محکمې سره مخ شوی وای، پر هغه د باور له امله د پاکستان پخواني لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مونږ باید د خپل تاریخ دا تیاره فصل په دقت وګورو او حساب ورسره وکړو.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په ښوونیز نصاب نیوکې کړې دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې په کې اضافه کړي دي.»

نوموړي په هرات پوهنتون کې له استادانو او یوشمېر زده‌کړیالانو سره په یوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د نصاب لپاره یې یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.

هغه ادعا کړې، په یوه کتاب کې راغلي، چې «ځمکه او اسمان د یوې چاودنې په پایله کې رامنځته شوي، دا نو څه معنا چې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي؟ موږ مسلمانان یو او باور لرو، چې ځمکه او اسمان خدای پیدا کړي دي.»
نوموړي د وینا پرمهال زده‌کړیالانو ته ویلي، نړۍ په دې لټه کې ده، چې د افغانستان د خلکو او اوسني حاکم نظام ترمنځ «نفاق او بې‌ باوري» راولي.
هغه وایي، دا ستاسو مسوولیت دی، چې د دغه دښمنانو خبرې واورئ او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

خو هاخوا د افغانستان د روڼ اندو او لوستي قشر له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په نصاب کې د ستونزو په پلمه غواړي، چې په افغانستان کې د زده‌کړو بهیر کمزروی او ټوله فضا دیني مدرسو ته برابره کړي.

طالبان: د یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره به د نغدي مساعدت د وېش لړۍ پیل شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبانو د بودیجي نشتوالي سره مخ دي او د دولتي ادارو د څو میاشتو تنخواوې یې نه دي ورکړي، د دغې ډلې د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې په نږدې ورځو کې به یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان مالي کال د لومړۍ ربعې (وري، غويي او غبرګولي) نغدي مساعدتونه ووېشل شي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا نغدي مساعدت به د ټول هېواد په کچه مستحقو کسانو ته په نوبتي ډول ورکړل شي.

دا لا څرګنده نه ده، چې طالبان به سږکال د بودیجي د نشتوالي په صورت کې د جمهوري نظام کونډو، یتمیانو او معلولینو ته هم دا پیسې ورکړي او که نه، خو ویل کېږي د جمهوري نظام ثبت سرتېرو د معلولیت معاشونه د طالبانو له لوري کم شوي او برعکس د طالبانو د معلولو جنګیالیو او د یتمیانو معاشونه لوړ شوي دي.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلومات له مخې، دغې ډلې سره «۶۳۹سوه زره کسان» معلولین، کونډې او یتمیان ثبت دي.

د تېر ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه کال کې یې څه د پاسه ۱۰ مېلیارده افغانۍ پر معلولینو، یتیمانو او کونډو ښځو وېشلې دي.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو، چې دې ډلې تېرکال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ مېلیارده افغانۍ ورکړې دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د طالبانو له‌خوا پر خپل وخت د معاشونو نه ورکولو له امله شکایتونه کړي دي.

دغو کارکوونکو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د طالبانو له‌خوا د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر له ځنډ او خنډ سره شوی دی.

طالبان: شرعي اوامر پلي‌ کړئ او د کرتۍ، نکټايۍ او پتلون له اغوستلو ډډه وکړئ

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د پتلون او نکټایۍ له اغوستلو سره مخالفت ښودلی او دا ډول جامې یې «ناجایزې» بللې دي. دغه راز د طالبانو د یاد وزارت چارواکو د کابل د سلمانیو د اتحادیې له مسوولینو سره په ناسته کې بیا ټینګار کړی، چې په غربي ډول د ویښتانو له جوړولو ډډه وکړي.

دوی ویلي، چې د سر د یوې برخې خرییل او د بلې برخې پرېښودل، له شریعت سره اړخ نه لګوي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال نورمحمد حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو د کابل د سلمانیو له اتحادیې سره کتلي دي.

په دغه ناسته کې ښاغلي حقاني څرګنده کړې، چې "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید د طالبانو د مذهبي لارښوونو پر بنسټ د یو بل په شخصي چارو کې مداخله وکړي.

د دغه وزارت د دعوت او ارشاد عمومی رییس شریف‌الله حقاني هم د لوېدیځ‌ په ډول د ویښتانو د جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او له سلمانیانو یې غوښتي، چې له دې وزارت سره همکاري وکړي.

بل‌ لور ته، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي، خلک مکلف دي چې د طالبانو د شرعي لارښوونو اطاعت وکړي.

د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي، چې د خپلو مقرراتو تطبیق ته دوام ورکړي، خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د دغو قوانینو تطبیق کولای شي د بشري حقونو پراخې سرغړونې، د انساني کرامت سپکاوی او د ښځو لا ډېر منزوي کېدل را وپاروي.

طالبانو په کابل د یوه جومات امام او د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس نیولی

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه جومات امام قاري سراج‌الدین چې د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس بلل کېږي، په قلعه فتح‌الله سیمه کې نیولی دی. د هغه کورنۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د نوموړي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې قاري سراج‌الدین ولې نیول شوی دی، خو تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت چې په طالبانو یو نیوکه کوونکی دیني عالم دی، هم نیول شوی و.

ویل کېږي، چې قاري سراج‌الدین د مولوي قانت له نږدې دوستانو څخه دی.

قاري سراج‌الدین څه موده وړاندې د کابل د علماوو په یوه غونډه کې د طالبانو د رژیم پر ضد یوه اعلامیه ولوستله.

په دې اعلامیه کې دیني علماوو له طالبانو غوښتي وو، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او له انحصار څخه ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر هغه دیني عالمان چې پخوا یې له طالبانو ملاتړ کاوه، د طالبانو د واک پر انحصار او قومي سیاستونو نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو استخباراتو په دې وروستیو ورځو کې دوه نور دیني عالمان هم نیولي دي.

تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت په کابل کې له خپل کوره او مولوي بشیراحمد حنفي د هلمند ولایت څخه نیول شوي دي.

دا دواړه دیني عالمان د طالبانو منتقدین بلل کېږي او دا مهال د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي.