د طالبانو کابینې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تر بحث وروسته ومنله

د طالبانو تر واک لاندې ارګ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ډلې د کابینې ۲۱مه غونډه د ملا محمد حسن په مشرۍ پرون ترسره شوه. د خبرپاڼې له مخې؛ په غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم په طرحه بحث شوی او «د ۴۰سلنې فیس په تخفیف د منلو وړ وګڼل شوه.»
