ټرمپ: پوتین له اور سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي. د نوموړي په خبره: «هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې که تراوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي. د نوموړي په خبره: «هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې که تراوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه.»
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره ورځ هم ویلي و چې پوتین «بیخي بې سوره شوی» ځکه پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.
کرملین بیا د نوموړي د دې خبرو په غبرګون ویلي و، چې د ټرمپ دا څرګندونې ښايي د احساساتي فشار له امله وي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې په کې اضافه کړي دي.»
نوموړي په هرات پوهنتون کې له استادانو او یوشمېر زدهکړیالانو سره په یوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د نصاب لپاره یې یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.
هغه ادعا کړې، په یوه کتاب کې راغلي، چې «ځمکه او اسمان د یوې چاودنې په پایله کې رامنځته شوي، دا نو څه معنا چې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي؟ موږ مسلمانان یو او باور لرو، چې ځمکه او اسمان خدای پیدا کړي دي.»
نوموړي د وینا پرمهال زدهکړیالانو ته ویلي، نړۍ په دې لټه کې ده، چې د افغانستان د خلکو او اوسني حاکم نظام ترمنځ «نفاق او بې باوري» راولي.
هغه وایي، دا ستاسو مسوولیت دی، چې د دغه دښمنانو خبرې واورئ او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.
خو هاخوا د افغانستان د روڼ اندو او لوستي قشر له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په نصاب کې د ستونزو په پلمه غواړي، چې په افغانستان کې د زدهکړو بهیر کمزروی او ټوله فضا دیني مدرسو ته برابره کړي.
د اسراییل د ۱۲خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ ټلیفوني اړیکه له لفظي تاوتریخوالي ډکه وه.
دا ټلیفوني خبرېاترې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ شوي، دواړو خواوو له ایران سره د چلند په تړاو جدي نظرونه شریک کړي دي.
د راپور له مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې هغه د ایران د موضوع لپاره د ډېپلوماتیک حللارې په لټه کې دی. د نوموړي په اند، یوې ښې هوکړې ته د رسېدو وړتیا لري.
اسرايیلي رسنۍ زیاته کړې، دا دریځ د نتنیاهو له نظر سره چې تل د ایران پر وړاندې د هر ډول نرمښت چلند مخالف دی، ښکاره توپیر لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ایران پر سر د نتنیاهو او ټرمپ ترمنځ د خفګان راپورونه خپاره شوي و، چې وروسته بیا دواړو لوریو رد کړی و.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې وايي، چې د ځینو هېوادونو د جګړې او نفاق د رامنځتهکېدو له هڅو سره-سره، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی کولای شي د مسلمانانو امنیت تضمین کړي.
هغه زیاته کړه:«موږ د اسلامي نړۍ راتلونکي ته هیلهمن یو او وروستۍ پېښې دا هیلې لا پیاوړې کوي.»
دا لیدنه په تهران کې شوې او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو او سیمهییزو مسلو په هکله خبرېاترې کړې دي.
د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی.
له هغه سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم ملتیا کوي.
د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.
خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.
هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.
په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.
یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.
د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.
سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.
همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.
تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.