طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۵۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي. وايي، د دغو کډوالو ډیره برخه له ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول ایستل شوې دي.