امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ونزویلا ته له سفر کولو ډډه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې د دغه هېواد له وګړو غوښتنه کړې، چې هېڅ ډول شرایطو کې ونزویلا ته سفر ونهکړي. د دغه وزارت په خبره، په ونزویلا کې د امریکایان لپاره جدي ګواښونه موجود دي.
