نوموړي دا څرګندونې د صنعت ملي او نړیوالې اونۍ د څلورم نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې طالبان د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي او ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو تدارکاتو پر مهال کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، حتا که د کیفیت له پلوه تر بهرنیو ټیټ هم وي.
ملا برادر له صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو تولیداتو کیفیت، قیمت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې طالبان به د خپلو امکاناتو په کچه له ملي صنعت او تولید ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دوی له راتګ سره د صنعت سکتور د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه زیاتوي، « تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې دي، چې له امله یې نږدې ۷۰ زره هېوادوالو ته دایمي د کار زمینه برابره شوې ده.اوس مهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکتورونو کې ځانبسیا ته رسېدلی دی.»
یاد نندارتون چې د سې شنبې په ورځ (غبرګولي ۶مه)د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی، د هېواد د بېلابېلو سکټورونو ۷۰۰غرفې پکې ځای پر ځای شوې دي. په دې غرفو کې د کورني تولیدات، د ښځو لاسي صنايع، افغاني غالۍ، غیر الکولي څښاک، برېښنايي وسايل او د کور اړوند وسایل نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نندارتون د طالب چارواکو، یو شمېر سفارتونو د ډېپلوماټانو، د خصوصي سکټور استازو، صنعتکارانو او پانګهوالو په حضور کې پرانیستل شوي.
د نندارتون جوړوونکي وايي، هدف یې د کورنیو تولیداتو معرفي، د خصوصي سکتور ملاتړ او پانګوالو ته د فرصتونو برابرول دي. دوی زیاتوي چې دا ډول نندارتونونه کولی شي د صنعت د پراختيا ترڅنګ، د صادراتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سبب هم شي.
ټاکل شوې چې دا نندارتون د روان ۱۴۰۴لمريز کال د غبرګولي تر ۱۱مې نېټې پورې پرانیستی وي او هره ورځ به له ۹بجو څخه تر ماښام ۵بجو پورې د خلکو پرمخ خلاص وي.