د سویډن لومړی وزیر: اروپا باید اسراییل د غزې د خوراکي توکو د محاصرې له امله تحریم کړي

د سویډن لومړی وزیر اولف کریسټرسون وایي، چې اروپا باید اسراییل د غزې د خوراکي توکو د محاصرې له امله تحریم کړي. نوموړي د دې هېواد ټي ټي خبري اژانس ته ویلي: «موږ هېڅکله هم د اسراییلي حکومت دا کار، چې غزې ته د لاسرسي مخه نیسي، نه تائیدوو.»
