• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو: خامنه‌يي د ایران او امریکا د خبرو پر مهال د اسراییل د له منځه وړلو ټویټونه کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي له امریکا سره د مذاکراتو په درشل کې د اسراییل د له منځه وړلو په اړه ټوېټونه کوي.

نوموړي یوه کنفرانس کې د وینا پرمهال د اسراییل د له منځه وړلو په اړه د ایران د غوښتنې په تړاو خبرداری ورکړ او ویې ویل: «په داسې حال کې چې د ایران او امریکا تر منځ خبرې روانې دي، خامنه‌يي ټوېټ کوي چې اسراییل باید له منځه یووړل شي. هغه دا خبرې په بشپړ ډول څرګند او بې‌پرده کوي.»
د شنونکو په باور، اسراییل پر ایران د برید لپاره د پلمې په لټه کې دی.
له دې سره، د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي بیا د سې شنبه په ورځ والانیوز ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو په درشل کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له احتمالي برید څخه اندېښمن دی.
نوموړي د ټرمپ له قوله زیاته کړې، چې که اسراییل پر ایران برید وکړي نو د روانو مذاکراتو پر بهیر به منفي اغېز وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په ښوونیز نصاب نیوکې کړې دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم وایي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب ډیرې ستونزې لري او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په همدې بڼه تدریسیږي: «هر اشغالګر چې راغلی زموږ په نصاب کې یې لاسوهنه کړې او یو څه یې په کې اضافه کړي دي.»

نوموړي په هرات پوهنتون کې له استادانو او یوشمېر زده‌کړیالانو سره په یوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې د نصاب لپاره یې یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.

هغه ادعا کړې، په یوه کتاب کې راغلي، چې «ځمکه او اسمان د یوې چاودنې په پایله کې رامنځته شوي، دا نو څه معنا چې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي؟ موږ مسلمانان یو او باور لرو، چې ځمکه او اسمان خدای پیدا کړي دي.»
نوموړي د وینا پرمهال زده‌کړیالانو ته ویلي، نړۍ په دې لټه کې ده، چې د افغانستان د خلکو او اوسني حاکم نظام ترمنځ «نفاق او بې‌ باوري» راولي.
هغه وایي، دا ستاسو مسوولیت دی، چې د دغه دښمنانو خبرې واورئ او ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړئ.

خو هاخوا د افغانستان د روڼ اندو او لوستي قشر له لوري پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی په نصاب کې د ستونزو په پلمه غواړي، چې په افغانستان کې د زده‌کړو بهیر کمزروی او ټوله فضا دیني مدرسو ته برابره کړي.

اسراییلي شبکه: د ایران پر سر د ټرمپ او نتنیاهو وروستۍ خبرې له تاوتریخوالي ډکې وې

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د اسراییل د ۱۲خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ ټلیفوني اړیکه له لفظي تاوتریخوالي ډکه وه.

دا ټلیفوني خبرې‌اترې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ شوي، دواړو خواوو له ایران سره د چلند په تړاو جدي نظرونه شریک کړي دي.

د راپور له ‌مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې هغه د ایران د موضوع لپاره د ډېپلوماتیک حل‌لارې په لټه کې دی. د نوموړي په اند، یوې ښې هوکړې ته د رسېدو وړتیا لري.

اسرايیلي رسنۍ زیاته کړې، دا دریځ د نتنیاهو له نظر سره چې تل د ایران پر وړاندې د هر ډول نرمښت چلند مخالف دی، ښکاره توپیر لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ایران پر سر د نتنیاهو او ټرمپ ترمنځ د خفګان راپورونه خپاره شوي و، چې وروسته بیا دواړو لوریو رد کړی و.

خامنه‌يي له شهباز شریف سره په لیدنه کې: د اسلام راتلونکي ته هیله‌من یو

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې وايي، چې د ځینو هېوادونو د جګړې او نفاق د رامنځته‌کېدو له هڅو سره-سره، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی کولای شي د مسلمانانو امنیت تضمین کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ د اسلامي نړۍ راتلونکي ته هیله‌من یو او وروستۍ پېښې دا هیلې لا پیاوړې کوي.»

دا لیدنه په تهران کې شوې او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییزو مسلو په هکله خبرې‌اترې کړې دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی.

له هغه سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم ملتیا کوي.

اتحاد المجاهدین ډلې شمالي وزیرستان کې د یوې امنیتي پوستې د نیولو ادعا کړې

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان کې اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې ادعا کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځوکونو یوه پوسته یې نیولې ده.

خراسان ډایري رسنۍ د پاکستان د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له قوله د دې ادعا په اړه ویلي، چې یاده امنیتي پوسته په دې وروستیو کې د امنیتي سازمان د سمون په موخه خالي شوې ده او پر ځای یې نویو جوړو شویو امنیتي بنسټونو ته امنیتي پرسونل منتقل شوی دی.

هغه دا ادعا رد کړه، چې ګواکي دغه پوسته د اتحاد المجاهدین له خوا نیول شوې ده.

په خبر کې راغلي، چې دا معلومات د څارونکو او امنیتي چارواکو له خوا ورکړل شوي دي.

حماس په غزه کې د امریکا د اوربند وړاندیز ومانه

۵ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

یوه فلسطیني چارواکي، چې حماس ډلې ته نږدې دی، رویټرز ته ویلي چې حماس د امریکا د ځانګړي استازي ستیف وټکاف له خوا د اوربند وړاندیز منلی، چې دا کار د غزې جګړې پای ته رسېدو ته لاره هواروي.

د دې نوې طرحې له مخې به حماس لس تنه ژوندي اسراییلي یرغمل شوي کسان په دوو پړاوونو کې خوشې کوي او د دې په بدل کې به ۷۰ ورځنی اوربند او له غزې څخه محدود اسراییلي پوځی شاتګ ترسره شي.

سرچینې وایي چې دا وړاندیز حماس ته د منځګړو له لارې رسول شوی.

همداراز د وړاندیز له مخې، اسراییل به د ګڼ شمېر فلسطینی بنديانو خوشې کولو ته هم غاړه ږدي، په ځانګړي ډول هغو ته چې اوږده بندونه پرې لګول شوي.

تر اوسه د اسراییل له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.