کویت د پاکستانيانو لپاره د ویزې ۱۹ کلن بندیز پای ته ورساوه

کویت د پاکستاني اتباعو لپاره د ویزې نولس کلن بندیز پای ته ورساوه او یو ځل بیا یې د کار، کورنۍ، لیدنې، سیاحت او سوداګرۍ ویزو ورکولو بهیر پیل کړ.

د پاکستان حکومت، دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ستر ډېپلوماټیک پرمختګ بللی او تمه لري چې د دوه‌اړخیزې همکارۍ لپاره نوې دروازې پرانیستل شي.

پاکستاني حکومت د سې شنبې په ورځ(د غبرګولي ۶مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې سره به د پاکستاني کارګرانو لپاره دندې او اقتصادي فرصتونه زیات شي.