نریندرا مودي: د وژل شویو ترهګرو جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې وشوې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اعلان وکړ چې د پاکستان جګړه نوره نیابتي نه ده، ځکه د وژل شویو ترهګرو جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې د پوځ په سلامۍ وشوې.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اعلان وکړ چې د پاکستان جګړه نوره نیابتي نه ده، ځکه د وژل شویو ترهګرو جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې د پوځ په سلامۍ وشوې.
مودي، چې د هند د ګجرات ایالت په ګاندهينگر ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل، چې د پاکستان پر ضد د سندور عملیاتو پر مهال ټول مرکزونه د کمرو پر وړاندې له منځه وړل شوي او دا کار ددې لپاره شوی، چې نور څوک ثبوتونه او شواهد ونه غواړي.
هغه زیاته کړه، « دا د زړورو خلکو خاوره ده. تر دې وړاندې به مو ترهګري نیابتي جګړه بلله، خو د می له۶مې وروسته چې کومې صحنې ولیدل شوې، نور دا تېروتنه نهشي کېدای. کله چې ۹ ترهګریز مرکزونه تشخیص او په ۲۲ دقیقو کې ختم شول، دا یو قاطع اقدام و او دا ځل ټول عملیات د کمرې پر مخ وشول، څو خلک ثبوت و نهغواړي».
نوموړي وویل، چې د می له شپږمې وروسته وژل شوي ترهګر د پاکستان د دولت له خوا تر ملي بیرغ لاندې ښخ شول او اردو یې ورته سلامي وکړه. نوموړی وايي، دا څرګندوي چې دا فعالیتونه تصادفي نه، بلکې د یوې سنجول شوې نظامي ستراتیژۍ برخه دي.
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، مودي په خپلو خبرو کې وویل، « زه وایم، دا نوره نیابتي جګړه نه ده. هغه ترهګر چې د می له شپږمې وروسته یې جنازې وشوې، د پاکستان تر بیرغ لاندې ښخ شول او اردو یې درناوی وکړ. دا ثابتوي چې ترهګري یوه سنجول شوې جنګي ستراتیژي ده. تاسې لا له وړاندې په جګړه کې یاست او مناسب ځواب به درکړل شي. موږ له هېچا سره د دښمنۍ هوډ نه لرو. موږ سوله غواړو، پرمختګ غواړو او د نړۍ په هوساینه کې ونډه اخلو».
تر وینا وړاندې، مودي د ګاندهينگر ښار له راج بهون څخه تر مهاتما مندر پورې ستر لاریون وکړ، چې زرګونه خلک پکې له هندي بیرغونو سره شریک وو.


په کابل کې د ایران پخوانی سفیر او د دغه هیواد د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې په ایران کې د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند اوبو د حقابې له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه د ایراني رسنۍ الینا سره په خبرو کې زیاته کړې، لکه د نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول د متحده عربي اماراتو او عمان په څیر یو ایرانی وګړی باید په کاري ځواک کې د یو افغان کارګر د ساتلو په بدل کې حکومت ته تضمین ورکړي.
ابوالفضل زهراوند په خپلو خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت باید له یوه ایراني لوري څخه وغواړي چې په ایران کې د کار کوونکو افغانانو لپاره ژمنه وکړي.
« کله چې تاسو عمان یا متحده عربي اماراتو ته ځئ، نو باید یو اماراتي یا عماني کس ستاسې تضمین وکړي. ولې مونږ دا اصول نه تنظیموو، پاسپورټونه زموږ لپاره هیڅ اهمیت نه لري. په افغانستان کې، دوی کولی شي پاسپورټونه د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو بدل کې واخلي او ترهګر عناصر ایران ته راولي.»
د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه بل غړي د امیر خان متقي د ورستیو څرګندونو په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو یې بحث کړې و، وایي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې وې؛ ځکه چې نړۍ لا هم دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.او له بلې خوا د دوی داخلي مسوولیتونه په واضح ډول نه دي تعریف شوي.»
هغه الینا خبري اژانس ته ویلي، طالبان لا تر اوسه په حکومت کې د نورو قومونو او ډلو د شریکولو په وړاندې هېڅ نرمښت نه دې ښکاره کړی، هغوی د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو پورې اړوند مسلو په اړه کوم واضح دریځ نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې دا مهال د طالب چارواکو په څرګندونو حساب نه کوي.
ابوالفضل هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تعاملاتو پروسه به د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او تاسیس لامل شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا به په رسمیت وپیژندل شي. هغه وویل: «اوس مهال، فقر، بې کاري، د ټول شموله جوړښت نشتوالی، د طالبانو ترمنځ داخلي ویشونه، د افغانستان ستونزې، چې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډیانو لپاره یې هم ناغوښتل شوي شرایط رامینځته کړي دي.»
له بلې خوا دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې دوی باید افغان پانګوالو ته په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې او ویزې شرایط برابر کړي خو وايي په افغانستان کې د ایران د پانګونې مخالفت کوي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران د پانګونې امکان نشته او دا هېواد کولی شي د انرژۍ په پلورلو کې له افغان وګړو سره همکاري وکړي.
طالبانو تر دې مهال د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف د مې په ۲۶مه وویل، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین یې سختې نیوکې کړې دي، د "احساسي فشار" نتیجه ده.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و، چې پوتین "بالکل لیونی شوی" او ښایي دا کار د "روسیې د سقوط" سبب شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې روسیې درې شپې په پرلهپسې توګه د اوکراین په بېلابېلو ښارونو درانه بریدونه وکړل.
کله چې له پېسکوف څخه د روسیې د پراخو بریدونو په اړه د ټرمپ د نیوکې په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سولې د خبرو اترو لپاره د ټرمپ هڅې وستایلې او څرګندونې یې له احساساتي حالت سره وتړلې.
پېسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل: «موږ د امریکایانو او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ له هڅو څخه منندوی یو چې د سولې د خبرو د پیل او تنظیمولو لپاره یې مرسته کړې. البته دا یو ډېر حساس پړاو دی، چې د هر چا د احساسي فشار سره تړاو لري.»
د ټرمپ اداره له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې د اوکراین جګړه ختمه کړي او ټرمپ خپله د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې که بیا وټاکل شي، نو جګړه به ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د استانبول مذاکراتو اوربند ته کومه نتیجه ورنکړه او پوتین د مې په ۱۹مه ټرمپ سره د ټلیفوني خبرو پر مهال یو ځل بیا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړه.
پوتین د دې پر ځای ژمنه وکړه، چې د یوې احتمالي سولې د هوکړې یادداشت به وړاندې کوي، خو تر دې دمه کرملین دا سند نه دی سپارلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې دغه سند به تر هغه وروسته وړاندې کړي، کله چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو تبادله بشپړه شي.
دا تبادله چې پکې ۱۰۰۰ کسان له دواړو خواوو تبادله شول، د مې پر ۲۵مه ترسره شوه.
پېسکوف د مې پر ۲۶مه وویل، چې روسیه لا هم د "اوربند د متن" پر جوړولو کار کوي.
که څه هم ټرمپ پخوا هم پر پوتین نیوکې کړې وې او د بندیزونو ګواښونه یې کړي وو، خو تر اوسه یې عملي بندیزونه نه دي لګولي.
بل لور ته، روسیې تر اوسه نړۍوالې غوښتنې چې د بې قید او شرطه اوربند لپاره کېږي رد کړي دي او ټینګار کوي، چې اوربند یوازې هغه وخت ممکن دی، چې اوکراین ته د بهرني نظامي ملاتړ بهیر بند شي او نور سخت شرایط ومنل شي.
په داسې حال کې چې اوکراین لا د مارچ له میاشتې راهیسې د امریکا د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند منلو ته چمتو دی.

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د دوشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل بریدونه وغندل او ویې ویل، چې د دغو بریدونو په تړاو به په روانه اوونۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.
مېرڅ په برلین کې د WDR اروپایي فورم په غونډه کې وویل: «هغه څه چې اوس مهال د اسراییل پوځ په غزه کې کوي او ملکي وګړي په داسې کچه زیانمنوي چې په وروستیو ورځو کې زیات شوی، نور د ترهګرۍ پر ضد جګړې په توګه توجیه کېدای نه شي.»
هغه ومنله چې جرمني تر دې دمه د خپل تاریخي مسوولیت له امله په اسراییل عامو نیوکو کولو باندې ډډه کړې، خو ټینګار یې وکړ چې نور د اسراییل د اوسني پوځي عملیاتو لپاره کومه منطقي او مشروع هدف نه ویني.
مېرڅ زیاته کړه: «کله چې کرښې او حدود تر پښو لاندې شي او نړۍوال بشري قوانین په ریښتیا سره مات شي، نو جرمني او د جرمني لومړی وزیر هم باید په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.»
لومړي وزیر د اسراییل پوځ له خوا د غزې په یوه ښوونځي وروستي هوایي بریدونه هم وغندل، چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.
مېرڅ وویل: «زه باید ووایم چې تېره اوونۍ د غزې په تړانګه یو بل د ماشومانو ښوونځی هم هدف شو، دا یوه انساني تراژیدي او سیاسي ناورین دی.»
هغه زیاته کړه، چې د جرمني حکومت له اسراییلي چارواکو سره اړیکې لري څو د پوځي عملیاتو په اړه اندېښنې څرګندې کړي.
په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول بیا د اسراییل څخه وغوښتل، چې غزې ته لا زیاته بشري مرسته پرېږدي او ویې ویل، چې که څه هم تېره ورځ تل ابیب محدودې مرستې ته اجازه ورکړې، خو دا کافي نه دي.
وادېفول په مادرید کې د خپل سفر پر مهال وویل: «انساني وضعیت بې حده خراب شوی او باید ژر تر ژره ښه شي.»
هغه زیاته کړه، چې دا پیغام یې د خپلې وروستۍ ټلیفوني خبرې پر مهال خپل اسراییلي سیال ته هم رسولی دی.
هغه د سمدستي اوربند غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل، چې جګړه باید ختمه شي او یرغمل باید ازاد شي، څو ډېپلوماتیکې خبرې پیل شي او د دوو دولتونو پر حل لارې کار وشي.

د امریکا په ملاتړ یوه ډله وايي، چې په غزه کې یې د مرستېرسونې نوی فعالیت پیل کړی او په سیمه کې یې د لومړنیو مرستو د وېش مرکزونه پرانیستي دي.
د اسوشيټېډپرېس د راپور له مخې، «د غزې بشري بنسټ» په نوم د یادې موسسې ملاتړ د متحدهایالاتو او اسراییل لهخوا کېږي.
د دغه بنسټ د مشر له استعفا سربېره، فعالیتونه یې د دوشنبې په ورځ پیل کړي دي.
ورته مهال، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو مرستهرسوونکوبنسټونو له دغه بنسټ سره له همکارۍ ډډه کړې ده.
یاد بنسټونه وايي، چې اسراییل غواړي د خوړو توکو مرستې د فشار وسیلې په توګه وکاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پر غزې د اسراییل له بندیزونو وروسته، دا جګړهځپلې سیمه له سخت ناورین سره مخ شوې ده.
اسراییل وايي، چې دا بندیزونه د حماس د مرستو د مخنیوي لپاره اړین دي او زیاتوي چې دا ډله په دې مرستو کې لاسوهنه کوي، خو حماس او همداراز ملګرو ملتونو بیا دا تورونه رد کړي دي.
د یادونې ده، چې حماس د غزې په تړانګه کې د مرستو له لاریو نه د توکو د غلا کولو په تور څلور کسان اعدام کړي دي.
یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، چې یاد څلور کسان تېره اوونۍ د دې ډلې د شپږو امنیتي سرتېرو په وژنه کې هم ښکېل ګڼل شوي دي.

د برېټانیا په لیورپول ښار کې د فوټبال «پریمیر لیګ» د اتلولۍ د لمانځغونډې پر مهال یو موټر د خلکو ګڼې ګوڼې ته ور ننوت، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي او پولیسو یو کس هم نیولی دی.
هغه ویدیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، ښيي چې موټر له کنټروله وتلی او د سړک غاړې ته د ولاړو مینهوالو پر ډلې ور برابرېږي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د لېورپول لوبډلې پرانیستی بس، د لوبغاړو او روزونکو سره، د ښار له مرکزه تېرېده او لسګونه زره مینهوال یې هرکلي ته راوتلي وو.
د پېښې یو ناتایید شوی ویډیو کلیپ ښيي، چې موټر له چټکۍ سره د خلکو پر ګڼ کتار ورننوځي، خو وروسته له ګڼ ځايه مخ اړوي. بله ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیسو ژر تر ژره موټر کلابند کړ او یو شمېر غوسه ناکو مینهوالو هم هڅه کوله چې موټرچلوونکي ته ځان ورسوي.
ځیني کسان د سړک پر سر پراته لیدل شوي او مرستندویه ټیمونه سملاسي سیمې ته رسېدلي دي.
د برېټانیا لومړي وزیر کېير سټارمر په اېکسپاڼه کې لیکلي: «په لېورپول کې د پېښې شېبې ډېرې اندېښمنوونکې دي. زه له ټولو هغو کسانو سره چې ژوبل یا اغېزمن شوي دي، خواخوږي شریکوم. زه د پولیسو او بېړنیو خدمتونو د چټک غبرګون مننه کوم.»
پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې موټر د پېښې په ځای کې درول شوی او یو کس هم په سیمه کې نیول شوی دی.
رویټرز ویلي، په سیمه کې څو امبولانسونه لیدل شوي او د اور وژنې څانګې له خوا یوه خیمه هم درول شوې ده.