وېکرم مسري له امریکایي چارواکي سره د مخ پر ودې ټکنالوژۍ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي

په واشنګټن کې د هند سفارت خبر ورکړی، چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وېکرم مسري د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جېفري کېسلر سره په لیدنه کې د مخ پر ودې ټکنالوژۍ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.