• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زده‌کوونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ځنډولی دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته بیړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه یې د دغه هیواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نویو زده‌کوونکو د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې د ویزو غوښتونکو زده‌کوونکو د خواله رسنیو د پراخې امنیتي پلټنې د یوې برخې په توګه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې پرون سهار یو ډیپلوماتیک سند چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له‌خوا لاسلیک شوی خپور شو، لارښوونه کوي چې د بلې خبرتیا تر خپرېدو پورې یې د زده‌کوونکو ویزو ورکړې ځنډول اعلان کړي.

دغه ګام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې د ټرمپ ادارې د لسګونو زده‌کوونکو ویزو لغوه کړې وې او هڅه یې کوله چې ځینې بهرني زده‌کوونکي په هارورډ پوهنتون کې د زده‌کړو څخه منعه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی څېړونکی: پخواني افغان سرتېري په ایران کې په دوامداره وېره کې ژوند کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د مشهد په ښار کې د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ له ځان وژنې وروسته ایراني څېړونکی ارش نصر اصفهاني په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پخوانیو سرتېرو د اندېښنې وړ وضعیت په ډاګه کړی دی. هغه ویلي چې دا خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي او په دایمي وېره کې ژوند کوي.

د افغانستان د پوځ پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) وروسته له هغه ځان وژنه وکړه، چې د ایران څخه د وتلو خبرتيا یې تر لاسه کړه.

دا پيښه یو ځل بیا د هغو افغان سرتېرو وضعیت پام ځان ته واړولو چي په ایران کې يې پناه اخیستې او له خطرناکو شرایطو سره مخ دي.

نصر اصفهاني د دوشنبې په ورځ د «شرق» ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې ډېری پخواني افغان سرتېري په تهران کې د افغانستان سفارت ته له تګ څخه ډډه کوي او وېره لري، چې طالبان به یې وپېژنې او افغانستان ته به یې ولېږي.

هغه وویل: «دا خلک د اېستلو له وېرې په دوامداره اندېښنه کې دي.»

دغه څېړونکي خبرداری ورکړی، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا د شاوخوا دوه مېلیونه افغان کډوالو د نوم لیکنې د اسنادو د لغوه کولو وروستۍ پرېکړې د ډېرو سرتېرو وضعیت چې مخکې له قانوني اسنادو سره ایران ته داخل شوي وو، نور هم نازک کړی دی.

د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي شپږ میاشتني ضرب الاجل ته په اشارې سره هغه وویل، چې په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو وضعیت له وېرې سره مخ دی او د بېرته ستنېدو پر مهال د طالبانو له تاوتريخوالي وېرېږي.

ارش نصر اصفهاني د هغو راپورونو یادونه وکړه، چې ښیې یو شمېر افغان ستنېدونکي په ځانګړي توګه پخواني سرتېري افغانستان ته له ننوتلو سمدلاسه په صحرايي محکمو کې محاکمه شوي او حتی په پوله کې اعدام شوي دي.

هغه وویل: «طالبانو هغه خلک په تور نوملړ کې شامل کړي دي چې د دوی غړو ته د زیان رسولو یا وژلو شک لري.»

نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ، چې د پخوانیو سرتېرو بېرته ستنېدل د دوی «شکنجه، توقیف، محرومیت او حتی د مرګ» لامل کېدای شي.

د هغه په ​​وینا، د دې اشخاصو یو شمېر اوس په ایران کې د استوګنې له اسنادو پرته په پټه ژوند کوي، ځکه چې دوی د پېژندلو او بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي.

دغه څېړونکي د ایران پر حکومت غږ وکړ، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې په خطر کې دي، د نړۍوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو سره سم چلند وکړي.

هغه وویل: «د سرشمېرنې فورمو د لغوه کېدو پلي کېدل د هغو کسانو رواني او فزيکي امنیت ته جدي زیان رسولی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په ډېر باثباته شرایطو کې د خپل ژوند د بیارغولو هڅه کړې ده.»

نصر اصفهاني همدا ډول ټینګار وکړ، چې ځیني کورني سیاسي او رسنیز جریانونو د افغان سرتېرو شتون د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

د هغه په وینا، دا ډول چلند د دولت پر پالیسیو اغېز کړی او د دې لامل شوی، چې حکومت د دغو کسانو قانوني او بشري وضعیت ته له پام پرته، یوازې له امنیتي زاویې ورسره چلند وکړي.

ایران اعلان کړی، هغو کډوالو ته چې د استوګنې قانوني سندونه نه لري له هېواده د وتلو امر ورکړي؛ خو د کډوالۍ په برخه کې فعالانو خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات پرته له دې چې د پناه‌غوښتونکو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو، کولی شي د نه جبرانېدونکو بشري پایلو لامل شي.

اسراییلي سرتېرو په رفح کې د مرستو د وېش مرکز کې پر خلکو ډزې کړې دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۱

اسراییلي سرتېرو په رفح کې د مرستو د وېش مرکز کې پر هغو خلکو ډزې کړې دي، چې د مرستو ترلاسه کولو په موخه ټول شوي و. ځايي سرچينې وايي، په دې پېښه کې څو کسان ټپيان شوي هم دي.

د رويټرز خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په غزه کې د حماس د رسنيو دفتر له قوله ویلي: «د تش په نامه اسراييلي اشغالګرو د مرستو د وېشلو (حایل) په سيمه کې د ناورین پلان ناکام شو.»

په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي ځواکونو وروسته له هغه ډزې وکړې چې زرګونه وږي فلسطینیان د وېش مرکز ته ننوتل.

د اسراییل ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» راپور ورکړ، چې د غزې د بشري مرستو بنسټ سره تړلي امریکایي کارکوونکي چې د سویس له خوا ثبت شوې خیریه موسسه ده، د پیښې وروسته له رفح څخه واېستل شول.

د دې بنسټ پخواني رییس تېره یکشنبه په ناڅاپي ډول استعفا ورکړه او ویې ویل: «د دې پرېکړې لامل د بنسټ ناتواني ده په دې چې د انسان‌پالنې، بې‌طرفۍ، بې‌غرضۍ او خپلواکۍ په څېر اصولو ته ژمن پاتې شي.»

اسراییلي چارواکو ویلي، چې د اسراییل دفاعي ځواک د خوړو د وېشلو په بهیر کې کوم رول نه لري، خو دا میکانیزم د اسراییل له پخوانیو پلانونو سره ورته‌ والی لري او له امریکا سره ښکاره همکارۍ د بنسټ د بې ‌طرفۍ په اړه شکونه پیدا کړي دي.

ملګرو ملتونو او ډېرو نړۍوالو بشري مرستندویه ډلو دا میکانیزم بایکاټ کړی دی.

هغوی وایي، چې دا طرحه د بشري مرستو د بې‌طرفانه وېش اصل تر پښو لاندې کوي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویاند کریستیان کاردون ویلي دي: «بشري مرستې باید سیاسي یا نظامي نه شي.»

د مرستو ترلاسه کوونکو ارزونه

د اسراییلي سرچینو په وینا، د دې نوي پلان یو هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي وڅېړي او هغه کسان چې له حماس سره تړاو لري له مرستو بې ‌برخې کړي.

دا سیستم د مخ پېژندنې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي او دغه کار د ځایي خلکو اندېښنې هم راپارولي دي.

د مرستو نړۍوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې دا معلومات ممکن د اسراییل پوځ لاس ته ورشي او د خلکو د څار یا هدف ګرځولو لپاره ترې استفاده وشي.

حماس هم په یوه بیان کې له خلکو غوښتنه کړې، چې د «غزې د بشرپاله بنسټ» مرکزونو ته ولاړ نه شي

په بیان کې راغلي: «رفح ته مه ځئ، دام ته مه لوېږئ او خپل ژوند له خطر سره مه مخ کوئ. ستاسو کورونه ستاسو کلاوې دي. دا طرحې به د هغو خلکو په استقامت سره ماتې وخوري، چې د ماتې خوند نه پېژني.»

دا طرحه څو ورځې وروسته له هغه پیل شوه، چې اسراییل ځیني بندیزونه کم کړل او محدود شمېر نړۍوالو مرستندویه لاریو په ځانګړې توګه د نړۍوال خوراکي پروګرام د موټرو ته يې اجازه ورکړه.

خو له دې سره لا هم د مرستو اندازه له هغې کچې ډېره کمه ده، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د ورځې اړتیا اټکل شوې ده.

د ارزونو له مخې، غزه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ موټرو ته اړتیا لري، چې خواړه، درمل، سون او نور اړین توکي ورسوي.

په همدې حال کې، د اسراییل پوځ چې د غزې د پراخو سیمو واک یې په لاس کې دی، خپلو بریدونو ته یې په ټوله غزې کې دوام ورکړی دی.

روسیه د ټرمپ څرګندونو ته: د اندېښنې وړ یوازینی ناورین درېیمه نړۍواله جګړه ده

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې وايي، یوازینی ناورین چې په ریښتیا د اندېښنې وړ دی، درېیمه نړۍواله جګړه ده.

تر دې مخکې ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې شبکې لیکلي و، چې که دی په واک کې نه وای، د روسیې لپاره به خطرناکې پېښې رامنځته شوې وای او په وینا یې، د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین «له اور سره لوبې کوي.»

دا په تېرو څو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د وروستیو بریدونو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم توند غبرګون دی.

نوموړي تر دې مخکې پوتین «په بشپړ ډول لېونی» بللی و.

د روسیې د ولسمشرۍ دفتر (کرملین) د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دا خبرې ښايي احساساتي وي، خو په اوکراین کې یې د سولې د خبرواترو د ملاتړ لپاره یې له هغه نه مننه کړې ده.

بل‌خوا، د جګړې په ډګر کې د روسیې پوځ اعلان کړی چې دوی د اوکراین په شمال ختیځ «سومي» سیمه کې څلور کلي نیولي دي، چې په‌کې نوونکي، باسیووکا، ویسلیوفکا او زوراوکا شامل دي.

د روسیې د پوځ په وینا، د دې سیمې خلک له جګړې مخکې اېستل شوي دي.

ورته مهال، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی د بلوودیې په نوم د یو بل کلي کنټرول هم په لاس کې اخیستی دی.

دې سره جوخت، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې روسیه په «سومي، خارکیف او زاپوریزیا» سیمو کې د نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي او په وینا یې، د دې لپاره بشپړ شواهد په لاس کې لري.

د بیان ازادۍ مرکز په ترکیه کې له ګواښ سره مخ افغان خبریالانو ته د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د بیان د ازادۍ مرکز خبرداری ورکړی، چې په ترکیه کې مېشت لسګونه افغان خبریالان د اېستلو او افغانستان ته د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه مرکز پر ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې د یادو خبریالانو د ساتنې او بل هېواد ته یې د لېږدولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

د بیان د ازادۍ مرکز د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغو ۵۰ افغان خبریالانو چې د کابل له سقوط وروسته په ترکیه کې پناه اخیستې د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د خبرپاڼې له مخې، له یاد شمېر خبریالانو څخه لس تنه یې د خپلې استوګنې مودې غځولو کې پاتې راغلي او په نامعلوم قانوني وضعیت کې دي او ۲۰ نورو لا له وړاندې د وتلو رسمي خبرتياوې تر لاسه کړي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، یو شمېر خبریالان سره له دې چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له خوا د ساتنې مستحق او پناه غوښتونکي پېژندل شوي، لا هم له کلونو راهیسې په ترکيه کې بې برخلیکه دي.

دغه مرکز زياتوي، دا خبریالان د رواني، اقتصادي او شخصي ناامنۍ تر فشار لاندې دي او که له افغانستان څخه ولېږل شي، نو زیانمن به شي.

ترکیه د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د ډېرو هغو افغان کډوالو کوربه ده، چې یا د استوګنې قانوني اسناد لري یا هم بې اسناده دي.

دې هېواد هم په دوامداره توګه افغان پناه غوښتونکي اېستلي، چې هیله لري په قانوني یا قاچاقي ډول لوېديځو هېوادونو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ترکیې ترمنځ اړیکې ښه لوري ته روانې دي او په دغه هېواد کې له ګواښ سره مخ د افغان کډوالو اېستل هم زیات شوي دي.

د بیان د ازادۍ مرکز ویلي، چې د دغو خبریالانو وضعیت وروسته له هغه خراب شوی، چې طالبانو په انقره کې د افغانستان سفارت او په استانبول کې د قونسلګري چارې واخيستې.

د بیان د ازادۍ مرکز په خپله خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل، چې له ترکیې څخه د افغان خبریالانو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دې سازمان همدارنګه په درېیمو هېوادونو کې د دې خبریالانو د بیا مېشتېدنې د اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ترڅو د دوی امنیت او انساني وقار ډاډمن شي.

په بیان کې د بشري ملاتړ د چمتو کولو او په ترکیه کې د حقوقي مرستو او د روغتیايي پاملرنې په څېر اساسي خدماتو ته د دغو خبریالانو د لاسرسي په اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د ټرمپ اداره غواړي له هارورډ پوهنتون سره فډرالي قراردادونه له‌منځه یوسي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د نیویارک ټایمز او رویټرز د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې له هارورډ پوهنتون سره پاتې فډرالي قراردادونه له‌منځه یوسي. د دې قراردادونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ مېلیون ډالر اټکل شوی چې ډېری یې د څېړنې او زده‌کړې اړوند دي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې پر پوهنتونونو فشار راوړي ترڅو هغه پالیسۍ چې دغه اداره یې غواړي، پلي کړي.

په دې غوښتنو کې د فلسطین پلوه محصلانو فعالیتونو محدودیت، د محصلانو په غوښتلیک کې د نژادي تنوع کمښت او پر نصاب قوي کنټرول شامل دي.

د امریکا د عمومي خدماتو ادارې (GSA) له‌خوا په یوه چمتو شوي لیک کې راغلي، چې هارورډ پوهنتون په «توکمیز تبعیض» کې ښکېل دی.

په لیک کې دا هم ویل شوي، چې هارورډ د یهود ضد پېښو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی او د یهودي محصلانو خوندیتوب ته یې سمه پاملرنه نه‌ده کړې.

د ټرمپ اداره پر دې باور ده، چې د غزې جګړې او له اسراییل څخه د امریکا د ملاتړ پر ضد د محصلانو اعتراضونه د یهودو ضد عمل ګڼل کېږي او دا وضعیت د یهودي محصلینو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

له همدې امله دغې ادارې له هارورډ، کلمبیا او ورته پوهنتونونو سره مالي قراردادونه له‌منځه وړي یا یې ارزوي.

دې سره جوخت، د هارورډ پوهنتون د دې پرېکړو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د پوهنتون د اکاډمیکې خپلواکۍ او ازادۍ د محدودولو هڅه ده.

هارورډ لا هم په محکمه کې د دې پرېکړو پر ضد شکایت کړی او ویلي یې دي، چې چمتو نه دی د سیاسي فشارونو پر وړاندې تسلیم شي.

بل‌خوا، یو شمېر بهرني محصلان هم په فلسطین‌پلوه لاریونونو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.

په دې کې یو تُرک محصل هم شامل دی، چې د تافتس په پوهنتون کې یې د جګړې پر ضد یوه مقاله لیکلې وه او له همدې امله د فډرالي چارواکو له‌خوا نیول شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.