• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ اداره غواړي له هارورډ پوهنتون سره فډرالي قراردادونه له‌منځه یوسي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د نیویارک ټایمز او رویټرز د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې له هارورډ پوهنتون سره پاتې فډرالي قراردادونه له‌منځه یوسي. د دې قراردادونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ مېلیون ډالر اټکل شوی چې ډېری یې د څېړنې او زده‌کړې اړوند دي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې پر پوهنتونونو فشار راوړي ترڅو هغه پالیسۍ چې دغه اداره یې غواړي، پلي کړي.

په دې غوښتنو کې د فلسطین پلوه محصلانو فعالیتونو محدودیت، د محصلانو په غوښتلیک کې د نژادي تنوع کمښت او پر نصاب قوي کنټرول شامل دي.

د امریکا د عمومي خدماتو ادارې (GSA) له‌خوا په یوه چمتو شوي لیک کې راغلي، چې هارورډ پوهنتون په «توکمیز تبعیض» کې ښکېل دی.

په لیک کې دا هم ویل شوي، چې هارورډ د یهود ضد پېښو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی او د یهودي محصلانو خوندیتوب ته یې سمه پاملرنه نه‌ده کړې.

د ټرمپ اداره پر دې باور ده، چې د غزې جګړې او له اسراییل څخه د امریکا د ملاتړ پر ضد د محصلانو اعتراضونه د یهودو ضد عمل ګڼل کېږي او دا وضعیت د یهودي محصلینو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

له همدې امله دغې ادارې له هارورډ، کلمبیا او ورته پوهنتونونو سره مالي قراردادونه له‌منځه وړي یا یې ارزوي.

دې سره جوخت، د هارورډ پوهنتون د دې پرېکړو مخالفت کړی دی او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د پوهنتون د اکاډمیکې خپلواکۍ او ازادۍ د محدودولو هڅه ده.

هارورډ لا هم په محکمه کې د دې پرېکړو پر ضد شکایت کړی او ویلي یې دي، چې چمتو نه دی د سیاسي فشارونو پر وړاندې تسلیم شي.

بل‌خوا، یو شمېر بهرني محصلان هم په فلسطین‌پلوه لاریونونو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.

په دې کې یو تُرک محصل هم شامل دی، چې د تافتس په پوهنتون کې یې د جګړې پر ضد یوه مقاله لیکلې وه او له همدې امله د فډرالي چارواکو له‌خوا نیول شوی دی.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اردوغان د ترکیې لپاره د نوي اساسي قانون غوښتنه وکړه

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د اناډولو دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد یې نوي اساسي قانون ته اړتیا لري. نوموړي دا څرګندونې په انقره کې د خپل ګوند له چارواکو سره په یوې غونډه کې مطرح کړې دي.

اردوغان د سې‌شنبه په ورځ زیاته کړې، چې هغه ۱۰حقوق‌پوهانو ته دنده سپارلې چې د نوي اساسي قانون د مسودې بهیر و ارزوي.

د هغه په وینا، هیله لري چې دا ځل په پارلمان کې د نورو سیاسي ګوندونو په همکارۍ وکړای شي د یو ګډ متن په تړاو هوکړې ته ورسېږي.

د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د دغه هېواد اوسنی اساسي قانون په ۱۹۸۲ کال کې تر پوځي کودتا وروسته لیکل شوی او د یاد هېواد د راتلونکي لپاره مناسب نه دی.

د هغه په ​​اند، یو نوی او مدني اساسي قانون کولای شي ترکیه د هغې کودتا له منفي اغېزو نه وژغوري.

اردوغان وايي، د دوی موخه د داسې اساسي قانون جوړول دي چې د ترکیې سیاسي وده وښيي او د خلکو ټولې اساسي ازادۍپه‌کې شاملې وي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې ترکیه د ترهګرۍ له ستونزې څخه د خلاصون په درشل کې ده؛ هغه ستونزه چې د اردوغان په ​​وینا، په تېرو پنځوسو کلونو کې یې د زرګونو خلکو ژوند اخیستی دی.

د ترکیې ولسمشر وايي، چې د ترهګرۍ پای ته رسېدل به د یوې ځانګړې ډلې نه، بلکې د دغه هېواد د ټولو ۸۶ مېلیونه وګړو په ګټه وي.

پر اردوغان نیوکې کېږي، چې غواړي د اساسي قانون تر عنوان لاندې یو داسې نظام رامنځته کړي چې واک یې لا متمرکز او سیاسي مخالفتونه محدود کړي، خو نوموړی وایي چې دا نوښت به د سیاسي ازادیو پراخېدو او د خلکو د بنسټیزو حقونو خوندي کولو ته لاره هواره کړي.

اسکندر مومني: د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به ۲۴ساعته خلاصې وي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ۲۴ساعته فعالې وي. اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په وروستیو دوو ورځو کې به د دواړو هېوادونو چارواکي سره د اړیکو د پراخوالي په موخه ناستې وکړي.

د ایران اېراف اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې زیاته کړې: «له نقوي سره وروستي ناسته ډېره ښه وه.»

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سرحدي خوندیتوب، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، د نشه يي توکو د مخنيوي، د اربعین زیارت او د پاکستان له لارې عراق ته د خلکو د تګ او په یو شمېر نورو برخو بحث شوی دی.

مومني ټینګار کړی، چې د ایران او پاکستان ترمنځ به د اړیکو یو نوی فصل پيل شي او د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتوالي شاهدان به وي.

هغه د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ پراخوالي ته په اشارې ویلي: «په ناسته کې د سرحدي تبادلې، د سرحدي بازارونو د پراختیا او په ځينو سرحدي لارو او بازارونو کې د ګمرکونو د ساعتونو د زياتوالي په اړه هم خبرې شوي.»

د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو د پرېکړې له مخي به سرحدي لارې ۲۴ ساعته فعالې وي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د سیستان او بلوچستان والیانو ته یې دندې سپارلي، چې د همدې پرېکړې د پلي کولو لپاره له پاکستاني لوري سره لا زياتې خبرې وکړي.

جرمني د غزې د وضعیت له امله اسراییل ته خبرداری ورکړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول د سې شنبې په ورځ د اسراییل پر ضد د نامعلومو اقداماتو ګواښ وکړ او ویې ویل، برلین به هغه وسلې اسراییل ته صادرې نه کړي چې د بشري قوانینو خلاف وکارول شي.

دغه څرګندونې، چې د صدراعظم فریدریښ مېرڅ له خوا هم تایید شوې، د غزې په تړاو د جرمني تر ټولو جدي انتقاد ګڼل کیږي.

د رویترز د رپوټ له مخې، جرمني حکومت له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځان د اسراییل پر وړاندې ځانګړی مسوول بولي، خو د غزې د اوسني وضعیت له امله د برلین دریځ بدلون موندلی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې اروپایي ټولنه، بریتانیا، فرانسه او کاناډا هم پر اسراییل فشار راوړلو ته چمتو شوي دي.

وادېفول له ډبلیو ډي ار تلویزیون سره په مرکه کې وویل: « زموږ تاریخي ملاتړ باید د غزې د اوسني وضعیت لپاره ونه کارول شي».

صدراعظم مېرڅ، چې د فبرورۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی، فنلنډ کې په یوه خبري ناسته کې وویل: « پر غزې د اسراییل هوایي بریدونه نور د حماس پر ضد د جګړې اړتیا نه توجیه کوي او نه هم د فهم وړ دي».

نوموړي دا ونه ویل چې ایا جرمني به اسراییل ته د وسلو صادرات بند کړي که نه، خو وادېفول وویل چې دغه تصمیم د امنیتي شورا له خوا نیول کېږي او دا شورا د صدراعظم تر مشرۍ لاندې کار کوي.

اسراییل او سوریه د امنیتي همکاریو لپاره مستقیمو خبرو ته داخل شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د اسراییل او سوریې ترمنځ له اوږدې دښمنۍ وروسته، دواړو هېوادونو په وروستیو اونیو کې مستقیمې او مخامخ خبرې پیل کړې دي. د دغو خبرو موخه د سرحدي سیمو کړکېچ کمول او د احتمالي شخړو مخنیوی دی.

رویټرز د سې شنبې په ورځ ( د می ۲۷مه) په خپل یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې دا خبرې د سوریې د نوي مشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پیل شوې دي. 

په دغو خبرو کې د سوریې له لوري لوړپوړی امنیتي چارواکي احمد الدلاتي مشري کوي، چې د قنیطره ولایت والي هم ټاکل شوی دی. که څه هم د اسراییلي استازو هویت نه دی افشا شوی، خو ویل کېږي چې هغوی هم امنیتي چارواکي دي.

دغه خبرې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د پټو تماسونو دوام ګڼل کېږي، چې له ډسمبر میاشتې راهیسې پیل شوي دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د سرحدي سیمو امنیت ټینګ کړي او د احتمالي شخړو مخه ونیسي.

د سوریې سرپرست ولسمشر احمد الشرع د می په ۷مه نېټه تایید کړه چې له اسراییل سره غیرمستقیمې خبرې روانې دي، چې موخه یې د کړکېچ کمول دي. هغه وویل چې سوریه له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې له اسراییل سره اړیکې لري، څو د اسراییلي بریدونو مخه ونیسي.

د دغو خبرو ترڅنګ، سوریې د اسراییلي جاسوس ایلي کوهین ارشیف شوي اسناد اسراییل ته بېرته وسپارل، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې یوه نښه ګڼل کېږي.

رویټرز د می په ۲۰مه د دریو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالې ادارې په سوریه کې د ۱۹۶۰ کال د اعدام شوي اسراییلي جاسوس، اېلي کوهن اسناد او شخصي وسایل اسراییل ته سپارلي دي.

له پاکستان سره تر نظامي نښتې وروسته؛ هند له رادار نه پټېدونکې جنګي الوتکې جوړوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ له نظامي شخړې وروسته او په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د وسلو په نوې سیالۍ کې ښکېل دي، د هند دفاع وزارت وايي چې له رادار نه پټېدونکو تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو جوړول یې تصویب کړي دي.

د هند دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هند د دولتي الوتنو پراختیا ادارې ته د دغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت سپارل شوی او ډېر ژر به هم دولتي او هم خصوصي دفاعي شرکتونه د دې الوتکې د لومړنۍ نمونې جوړولو لپاره راوبولي.

یادې جنګي الوتکې ته د پنځم نسل دوه موتوره سیستم په نظر کې نیول شوی.

دا پروژه د هند د هوایي ځواک لپاره، چې ډېری الوتکې یې روسي او د پخواني شوروي دي، خورا مهمه بلل شوې.

پاکستان هم د چین له خوا جوړه شوې یوه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه، چې «جي لس» نومېږي، په خپل واک کې لري.

د هند او پاکستان پوځونو، چې دواړه اتومي وسلې لري، په روانه میاشت کې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال له جنګي الوتکو، توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او توپخانې څخه استفاده وکړه.

دواړو خواوو د دغې نښتې د ګټلو دعوه وکړه، خو د دواړو لورو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او د لویدیزو او چینایي جنګي الوتکو پراخ استعمال د نړۍ د پوځونو پام ځان ته اړولی.

ځینو شنونکو ادعا وکړه، چې د چین جوړې الوتکې د لویدیځ له وسلو، په ځانګړي ډول د فرانسې له رافایل جنګي الوتکو، څخه غوره دي.

د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې له مخې، چې له ۱۵ کسانو (امنیتي چارواکو، د صنعني مشرانو او تحلیلوونکو) سره‌یې په هند او پاکستان کې خبرې کړې، دا لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو په پراخه کچه له بې‌پیلوټه الوتکو څخه استفاده کړې.