• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسکندر مومني: د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به ۲۴ساعته خلاصې وي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د ایران او پاکستان ځیني سرحدي لارې به د سرحدي سوداګرۍ د پراختیا لپاره ۲۴ساعته فعالې وي. اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په وروستیو دوو ورځو کې به د دواړو هېوادونو چارواکي سره د اړیکو د پراخوالي په موخه ناستې وکړي.

د ایران اېراف اژانس د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې زیاته کړې: «له نقوي سره وروستي ناسته ډېره ښه وه.»

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سرحدي خوندیتوب، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، د نشه يي توکو د مخنيوي، د اربعین زیارت او د پاکستان له لارې عراق ته د خلکو د تګ او په یو شمېر نورو برخو بحث شوی دی.

مومني ټینګار کړی، چې د ایران او پاکستان ترمنځ به د اړیکو یو نوی فصل پيل شي او د دوه اړخیزو اړیکو د زیاتوالي شاهدان به وي.

هغه د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ پراخوالي ته په اشارې ویلي: «په ناسته کې د سرحدي تبادلې، د سرحدي بازارونو د پراختیا او په ځينو سرحدي لارو او بازارونو کې د ګمرکونو د ساعتونو د زياتوالي په اړه هم خبرې شوي.»

د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو د پرېکړې له مخي به سرحدي لارې ۲۴ ساعته فعالې وي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د سیستان او بلوچستان والیانو ته یې دندې سپارلي، چې د همدې پرېکړې د پلي کولو لپاره له پاکستاني لوري سره لا زياتې خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان خور: ګواښونه کیږي چې عمران خان به په زندان کې له منځه یووړل شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخوني صدراعظم عمران خان خور علیمه خان وایي، دوی ته پرلپسې ګواښونه کیږي او دا ویل کیږي چې عمران خان به د زندان دننه له‌منځه یووړل شي. مېرمن علیمه زیاتوي چې له خدای پرته دوی له چا نه ویریږي.

علیمه خان دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د اسلام‌اباد سترې محکمې مخې ته له رسنیو سره د خبرو پر مهال وکړې، چې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او یو شمېر نور د (پي‌ټي‌ای)مشران هم موجود وو.

هغې وویل چې د اسلام‌اباد د سترې مخکمې مشر قاضي پخوا ویلي و چې د عمران خان دوسیه د عدالت په فهرست کې د غفلت له امله پاتې شوې، خو هغې ټینګار وکړ چې دا "تصادفي تېروتنه" نه ده، بلکې ښایي شاته یې د چا لاس وي.

هغې د عمران خان د دوسیې شاته لاس لرونکو د پاکستان پر واکمنو ادارو غږ کړی چې له دوی سره دې مخامخ خبرې وکړي.

هغې وویل: "زموږ ورور عمران خان کوم جرم نه دی کړی، هغه د قانون د حاکمیت او ډیموکراسۍ لپاره ولاړ دی. له ده سره مو ستونزه څه ده؟"

علیمه خان ادعا وکړه چې دوی ته ګواښونه کیږي چې موټر به یې چپه کړل شي او عمران خان به د زندان دننه ووژل شي، خو د هغې په وینا، دوی له دا ډول ګواښونو نه وېرېږي.

هغې زیاته کړه: «عمران خان مخکې ویلي و، که عمري زندان هم شي نو دی به د ظلم، فرعونیت او یزیدیت پر وړاندې سر ټیټ نه کړي. هغه صوفي طبیعت لري، عاجز انسان دی، نه مغرور.»

هغې د پاکستان له حکومت څخه د مخامخ خبرو غوښته وکړه او ویې ویل: «که تاسو راکړه ورکړه کول غواړئ، موږ ته یې ووایاست، خو له شا وار مه کوئ.»

هغې په پای کې وویل، چې دوی تمه لري د جون په پنځمه د عمران خان قضیه واورول شي او نړېوال به په دې وپوهېږي چې دا یوه بې‌اساسه، سیاسي انتقامي دوسیه ده.

جرمني د غزې د وضعیت له امله اسراییل ته خبرداری ورکړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول د سې شنبې په ورځ د اسراییل پر ضد د نامعلومو اقداماتو ګواښ وکړ او ویې ویل، برلین به هغه وسلې اسراییل ته صادرې نه کړي چې د بشري قوانینو خلاف وکارول شي.

دغه څرګندونې، چې د صدراعظم فریدریښ مېرڅ له خوا هم تایید شوې، د غزې په تړاو د جرمني تر ټولو جدي انتقاد ګڼل کیږي.

د رویترز د رپوټ له مخې، جرمني حکومت له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځان د اسراییل پر وړاندې ځانګړی مسوول بولي، خو د غزې د اوسني وضعیت له امله د برلین دریځ بدلون موندلی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې اروپایي ټولنه، بریتانیا، فرانسه او کاناډا هم پر اسراییل فشار راوړلو ته چمتو شوي دي.

وادېفول له ډبلیو ډي ار تلویزیون سره په مرکه کې وویل: « زموږ تاریخي ملاتړ باید د غزې د اوسني وضعیت لپاره ونه کارول شي».

صدراعظم مېرڅ، چې د فبرورۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی، فنلنډ کې په یوه خبري ناسته کې وویل: « پر غزې د اسراییل هوایي بریدونه نور د حماس پر ضد د جګړې اړتیا نه توجیه کوي او نه هم د فهم وړ دي».

نوموړي دا ونه ویل چې ایا جرمني به اسراییل ته د وسلو صادرات بند کړي که نه، خو وادېفول وویل چې دغه تصمیم د امنیتي شورا له خوا نیول کېږي او دا شورا د صدراعظم تر مشرۍ لاندې کار کوي.

اسراییل او سوریه د امنیتي همکاریو لپاره مستقیمو خبرو ته داخل شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د اسراییل او سوریې ترمنځ له اوږدې دښمنۍ وروسته، دواړو هېوادونو په وروستیو اونیو کې مستقیمې او مخامخ خبرې پیل کړې دي. د دغو خبرو موخه د سرحدي سیمو کړکېچ کمول او د احتمالي شخړو مخنیوی دی.

رویټرز د سې شنبې په ورځ ( د می ۲۷مه) په خپل یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې دا خبرې د سوریې د نوي مشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پیل شوې دي. 

په دغو خبرو کې د سوریې له لوري لوړپوړی امنیتي چارواکي احمد الدلاتي مشري کوي، چې د قنیطره ولایت والي هم ټاکل شوی دی. که څه هم د اسراییلي استازو هویت نه دی افشا شوی، خو ویل کېږي چې هغوی هم امنیتي چارواکي دي.

دغه خبرې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د پټو تماسونو دوام ګڼل کېږي، چې له ډسمبر میاشتې راهیسې پیل شوي دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د سرحدي سیمو امنیت ټینګ کړي او د احتمالي شخړو مخه ونیسي.

د سوریې سرپرست ولسمشر احمد الشرع د می په ۷مه نېټه تایید کړه چې له اسراییل سره غیرمستقیمې خبرې روانې دي، چې موخه یې د کړکېچ کمول دي. هغه وویل چې سوریه له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې له اسراییل سره اړیکې لري، څو د اسراییلي بریدونو مخه ونیسي.

د دغو خبرو ترڅنګ، سوریې د اسراییلي جاسوس ایلي کوهین ارشیف شوي اسناد اسراییل ته بېرته وسپارل، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې یوه نښه ګڼل کېږي.

رویټرز د می په ۲۰مه د دریو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالې ادارې په سوریه کې د ۱۹۶۰ کال د اعدام شوي اسراییلي جاسوس، اېلي کوهن اسناد او شخصي وسایل اسراییل ته سپارلي دي.

په بوسنیا کې د افغان او پاکستاني کډوالو د قاچاق کوونکو ترمنځ نښته کې ۶ تنه ټپیان شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د بوسنیا پولیس وایي، پلازمېنې سرايېوو ته نږدې د بلاژوج په کلي کې، د کډوالو کمپ ته څېرمه د کډوالو دوو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې شپږ کسان ټپیان شوي. د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، پېښه د دوشنبې په ماښام رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته پولیسو د کډوالو پر کمپ چاپه ووهله، پلټنې یې وکړې او یو شمېر کسان یې ونیول.

د بوسنیا رسنۍ وایي، دغه نښته د افغانستان او پاکستان د کډوالو د قاچاق کوونکو ترمنځ شوې ده. راپورونه زیاتوي، چې له ټپیانو دوه کسان لا هم د مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي.

دا ډول پېښې، چې د انساني ‌قاچاق کوونکو ترمنځ د نفوذ او کنټرول پر سر رامنځته کېږي، د بالکان له لارې د اروپا پر لور د کډوالۍ په لاره کې وخت ناوخت تکرارېږي.

په ورته مهال، د شنبې په ورځ په سربیا کې هم یو کډوال د پولیسو سره د نښتې پر مهال ووژل شو. پولیس وایي، دا پېښه د یوه ناقانونه کمپ پر ضد د عملیاتو پرمهال شوې.

له پاکستان سره تر نظامي نښتې وروسته؛ هند له رادار نه پټېدونکې جنګي الوتکې جوړوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ له نظامي شخړې وروسته او په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د وسلو په نوې سیالۍ کې ښکېل دي، د هند دفاع وزارت وايي چې له رادار نه پټېدونکو تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو جوړول یې تصویب کړي دي.

د هند دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هند د دولتي الوتنو پراختیا ادارې ته د دغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت سپارل شوی او ډېر ژر به هم دولتي او هم خصوصي دفاعي شرکتونه د دې الوتکې د لومړنۍ نمونې جوړولو لپاره راوبولي.

یادې جنګي الوتکې ته د پنځم نسل دوه موتوره سیستم په نظر کې نیول شوی.

دا پروژه د هند د هوایي ځواک لپاره، چې ډېری الوتکې یې روسي او د پخواني شوروي دي، خورا مهمه بلل شوې.

پاکستان هم د چین له خوا جوړه شوې یوه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه، چې «جي لس» نومېږي، په خپل واک کې لري.

د هند او پاکستان پوځونو، چې دواړه اتومي وسلې لري، په روانه میاشت کې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال له جنګي الوتکو، توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) او توپخانې څخه استفاده وکړه.

دواړو خواوو د دغې نښتې د ګټلو دعوه وکړه، خو د دواړو لورو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او د لویدیزو او چینایي جنګي الوتکو پراخ استعمال د نړۍ د پوځونو پام ځان ته اړولی.

ځینو شنونکو ادعا وکړه، چې د چین جوړې الوتکې د لویدیځ له وسلو، په ځانګړي ډول د فرانسې له رافایل جنګي الوتکو، څخه غوره دي.

د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې له مخې، چې له ۱۵ کسانو (امنیتي چارواکو، د صنعني مشرانو او تحلیلوونکو) سره‌یې په هند او پاکستان کې خبرې کړې، دا لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو په پراخه کچه له بې‌پیلوټه الوتکو څخه استفاده کړې.