جرمني د غزې د وضعیت له امله اسراییل ته خبرداری ورکړی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول د سې شنبې په ورځ د اسراییل پر ضد د نامعلومو اقداماتو ګواښ وکړ او ویې ویل، برلین به هغه وسلې اسراییل ته صادرې نه کړي چې د بشري قوانینو خلاف وکارول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول د سې شنبې په ورځ د اسراییل پر ضد د نامعلومو اقداماتو ګواښ وکړ او ویې ویل، برلین به هغه وسلې اسراییل ته صادرې نه کړي چې د بشري قوانینو خلاف وکارول شي.
دغه څرګندونې، چې د صدراعظم فریدریښ مېرڅ له خوا هم تایید شوې، د غزې په تړاو د جرمني تر ټولو جدي انتقاد ګڼل کیږي.
د رویترز د رپوټ له مخې، جرمني حکومت له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ځان د اسراییل پر وړاندې ځانګړی مسوول بولي، خو د غزې د اوسني وضعیت له امله د برلین دریځ بدلون موندلی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې اروپایي ټولنه، بریتانیا، فرانسه او کاناډا هم پر اسراییل فشار راوړلو ته چمتو شوي دي.
وادېفول له ډبلیو ډي ار تلویزیون سره په مرکه کې وویل: « زموږ تاریخي ملاتړ باید د غزې د اوسني وضعیت لپاره ونه کارول شي».
صدراعظم مېرڅ، چې د فبرورۍ په انتخاباتو کې بریالی شوی، فنلنډ کې په یوه خبري ناسته کې وویل: « پر غزې د اسراییل هوایي بریدونه نور د حماس پر ضد د جګړې اړتیا نه توجیه کوي او نه هم د فهم وړ دي».
نوموړي دا ونه ویل چې ایا جرمني به اسراییل ته د وسلو صادرات بند کړي که نه، خو وادېفول وویل چې دغه تصمیم د امنیتي شورا له خوا نیول کېږي او دا شورا د صدراعظم تر مشرۍ لاندې کار کوي.

د اسراییل او سوریې ترمنځ له اوږدې دښمنۍ وروسته، دواړو هېوادونو په وروستیو اونیو کې مستقیمې او مخامخ خبرې پیل کړې دي. د دغو خبرو موخه د سرحدي سیمو کړکېچ کمول او د احتمالي شخړو مخنیوی دی.
رویټرز د سې شنبې په ورځ ( د می ۲۷مه) په خپل یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې دا خبرې د سوریې د نوي مشر احمد الشرع تر مشرۍ لاندې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پیل شوې دي.
په دغو خبرو کې د سوریې له لوري لوړپوړی امنیتي چارواکي احمد الدلاتي مشري کوي، چې د قنیطره ولایت والي هم ټاکل شوی دی. که څه هم د اسراییلي استازو هویت نه دی افشا شوی، خو ویل کېږي چې هغوی هم امنیتي چارواکي دي.
دغه خبرې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د پټو تماسونو دوام ګڼل کېږي، چې له ډسمبر میاشتې راهیسې پیل شوي دي. دواړه لوري هڅه کوي چې د سرحدي سیمو امنیت ټینګ کړي او د احتمالي شخړو مخه ونیسي.
د سوریې سرپرست ولسمشر احمد الشرع د می په ۷مه نېټه تایید کړه چې له اسراییل سره غیرمستقیمې خبرې روانې دي، چې موخه یې د کړکېچ کمول دي. هغه وویل چې سوریه له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې له اسراییل سره اړیکې لري، څو د اسراییلي بریدونو مخه ونیسي.
د دغو خبرو ترڅنګ، سوریې د اسراییلي جاسوس ایلي کوهین ارشیف شوي اسناد اسراییل ته بېرته وسپارل، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې یوه نښه ګڼل کېږي.
رویټرز د می په ۲۰مه د دریو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالې ادارې په سوریه کې د ۱۹۶۰ کال د اعدام شوي اسراییلي جاسوس، اېلي کوهن اسناد او شخصي وسایل اسراییل ته سپارلي دي.

د هند او پاکستان ترمنځ له نظامي شخړې وروسته او په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه د وسلو په نوې سیالۍ کې ښکېل دي، د هند دفاع وزارت وايي چې له رادار نه پټېدونکو تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو جوړول یې تصویب کړي دي.
د هند دفاع وزارت زیاته کړې، چې د هند د دولتي الوتنو پراختیا ادارې ته د دغه پروګرام د عملي کولو مسوولیت سپارل شوی او ډېر ژر به هم دولتي او هم خصوصي دفاعي شرکتونه د دې الوتکې د لومړنۍ نمونې جوړولو لپاره راوبولي.
یادې جنګي الوتکې ته د پنځم نسل دوه موتوره سیستم په نظر کې نیول شوی.
دا پروژه د هند د هوایي ځواک لپاره، چې ډېری الوتکې یې روسي او د پخواني شوروي دي، خورا مهمه بلل شوې.
پاکستان هم د چین له خوا جوړه شوې یوه تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه، چې «جي لس» نومېږي، په خپل واک کې لري.
د هند او پاکستان پوځونو، چې دواړه اتومي وسلې لري، په روانه میاشت کې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال له جنګي الوتکو، توغندیو، بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او توپخانې څخه استفاده وکړه.
دواړو خواوو د دغې نښتې د ګټلو دعوه وکړه، خو د دواړو لورو له خوا د بېپیلوټه الوتکو او د لویدیزو او چینایي جنګي الوتکو پراخ استعمال د نړۍ د پوځونو پام ځان ته اړولی.
ځینو شنونکو ادعا وکړه، چې د چین جوړې الوتکې د لویدیځ له وسلو، په ځانګړي ډول د فرانسې له رافایل جنګي الوتکو، څخه غوره دي.
د رویټرز خبري اژانس د یوې څېړنې له مخې، چې له ۱۵ کسانو (امنیتي چارواکو، د صنعني مشرانو او تحلیلوونکو) سرهیې په هند او پاکستان کې خبرې کړې، دا لومړی ځل دی چې دواړو هېوادونو په پراخه کچه له بېپیلوټه الوتکو څخه استفاده کړې.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اعلان وکړ چې د پاکستان جګړه نوره نیابتي نه ده، ځکه د وژل شویو ترهګرو جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې د پوځ په سلامۍ وشوې.
مودي، چې د هند د ګجرات ایالت په ګاندهينگر ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل، چې د پاکستان پر ضد د سندور عملیاتو پر مهال ټول مرکزونه د کمرو پر وړاندې له منځه وړل شوي او دا کار ددې لپاره شوی، چې نور څوک ثبوتونه او شواهد ونه غواړي.
هغه زیاته کړه، « دا د زړورو خلکو خاوره ده. تر دې وړاندې به مو ترهګري نیابتي جګړه بلله، خو د می له۶مې وروسته چې کومې صحنې ولیدل شوې، نور دا تېروتنه نهشي کېدای. کله چې ۹ ترهګریز مرکزونه تشخیص او په ۲۲ دقیقو کې ختم شول، دا یو قاطع اقدام و او دا ځل ټول عملیات د کمرې پر مخ وشول، څو خلک ثبوت و نهغواړي».
نوموړي وویل، چې د می له شپږمې وروسته وژل شوي ترهګر د پاکستان د دولت له خوا تر ملي بیرغ لاندې ښخ شول او اردو یې ورته سلامي وکړه. نوموړی وايي، دا څرګندوي چې دا فعالیتونه تصادفي نه، بلکې د یوې سنجول شوې نظامي ستراتیژۍ برخه دي.
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، مودي په خپلو خبرو کې وویل، « زه وایم، دا نوره نیابتي جګړه نه ده. هغه ترهګر چې د می له شپږمې وروسته یې جنازې وشوې، د پاکستان تر بیرغ لاندې ښخ شول او اردو یې درناوی وکړ. دا ثابتوي چې ترهګري یوه سنجول شوې جنګي ستراتیژي ده. تاسې لا له وړاندې په جګړه کې یاست او مناسب ځواب به درکړل شي. موږ له هېچا سره د دښمنۍ هوډ نه لرو. موږ سوله غواړو، پرمختګ غواړو او د نړۍ په هوساینه کې ونډه اخلو».
تر وینا وړاندې، مودي د ګاندهينگر ښار له راج بهون څخه تر مهاتما مندر پورې ستر لاریون وکړ، چې زرګونه خلک پکې له هندي بیرغونو سره شریک وو.

په کابل کې د ایران پخوانی سفیر او د دغه هیواد د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې په ایران کې د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند اوبو د حقابې له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه د ایراني رسنۍ الینا سره په خبرو کې زیاته کړې، لکه د نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول د متحده عربي اماراتو او عمان په څیر یو ایرانی وګړی باید په کاري ځواک کې د یو افغان کارګر د ساتلو په بدل کې حکومت ته تضمین ورکړي.
ابوالفضل زهراوند په خپلو خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت باید له یوه ایراني لوري څخه وغواړي چې په ایران کې د کار کوونکو افغانانو لپاره ژمنه وکړي.
« کله چې تاسو عمان یا متحده عربي اماراتو ته ځئ، نو باید یو اماراتي یا عماني کس ستاسې تضمین وکړي. ولې مونږ دا اصول نه تنظیموو، پاسپورټونه زموږ لپاره هیڅ اهمیت نه لري. په افغانستان کې، دوی کولی شي پاسپورټونه د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو بدل کې واخلي او ترهګر عناصر ایران ته راولي.»
د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه بل غړي د امیر خان متقي د ورستیو څرګندونو په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو یې بحث کړې و، وایي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې وې؛ ځکه چې نړۍ لا هم دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.او له بلې خوا د دوی داخلي مسوولیتونه په واضح ډول نه دي تعریف شوي.»
هغه الینا خبري اژانس ته ویلي، طالبان لا تر اوسه په حکومت کې د نورو قومونو او ډلو د شریکولو په وړاندې هېڅ نرمښت نه دې ښکاره کړی، هغوی د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو پورې اړوند مسلو په اړه کوم واضح دریځ نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې دا مهال د طالب چارواکو په څرګندونو حساب نه کوي.
ابوالفضل هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تعاملاتو پروسه به د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او تاسیس لامل شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا به په رسمیت وپیژندل شي. هغه وویل: «اوس مهال، فقر، بې کاري، د ټول شموله جوړښت نشتوالی، د طالبانو ترمنځ داخلي ویشونه، د افغانستان ستونزې، چې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډیانو لپاره یې هم ناغوښتل شوي شرایط رامینځته کړي دي.»
له بلې خوا دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې دوی باید افغان پانګوالو ته په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې او ویزې شرایط برابر کړي خو وايي په افغانستان کې د ایران د پانګونې مخالفت کوي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران د پانګونې امکان نشته او دا هېواد کولی شي د انرژۍ په پلورلو کې له افغان وګړو سره همکاري وکړي.
طالبانو تر دې مهال د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف د مې په ۲۶مه وویل، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین یې سختې نیوکې کړې دي، د "احساسي فشار" نتیجه ده.
هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و، چې پوتین "بالکل لیونی شوی" او ښایي دا کار د "روسیې د سقوط" سبب شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې روسیې درې شپې په پرلهپسې توګه د اوکراین په بېلابېلو ښارونو درانه بریدونه وکړل.
کله چې له پېسکوف څخه د روسیې د پراخو بریدونو په اړه د ټرمپ د نیوکې په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سولې د خبرو اترو لپاره د ټرمپ هڅې وستایلې او څرګندونې یې له احساساتي حالت سره وتړلې.
پېسکوف د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته وویل: «موږ د امریکایانو او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ له هڅو څخه منندوی یو چې د سولې د خبرو د پیل او تنظیمولو لپاره یې مرسته کړې. البته دا یو ډېر حساس پړاو دی، چې د هر چا د احساسي فشار سره تړاو لري.»
د ټرمپ اداره له میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې د اوکراین جګړه ختمه کړي او ټرمپ خپله د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې که بیا وټاکل شي، نو جګړه به ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د استانبول مذاکراتو اوربند ته کومه نتیجه ورنکړه او پوتین د مې په ۱۹مه ټرمپ سره د ټلیفوني خبرو پر مهال یو ځل بیا د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه رد کړه.
پوتین د دې پر ځای ژمنه وکړه، چې د یوې احتمالي سولې د هوکړې یادداشت به وړاندې کوي، خو تر دې دمه کرملین دا سند نه دی سپارلی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې دغه سند به تر هغه وروسته وړاندې کړي، کله چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو تبادله بشپړه شي.
دا تبادله چې پکې ۱۰۰۰ کسان له دواړو خواوو تبادله شول، د مې پر ۲۵مه ترسره شوه.
پېسکوف د مې پر ۲۶مه وویل، چې روسیه لا هم د "اوربند د متن" پر جوړولو کار کوي.
که څه هم ټرمپ پخوا هم پر پوتین نیوکې کړې وې او د بندیزونو ګواښونه یې کړي وو، خو تر اوسه یې عملي بندیزونه نه دي لګولي.
بل لور ته، روسیې تر اوسه نړۍوالې غوښتنې چې د بې قید او شرطه اوربند لپاره کېږي رد کړي دي او ټینګار کوي، چې اوربند یوازې هغه وخت ممکن دی، چې اوکراین ته د بهرني نظامي ملاتړ بهیر بند شي او نور سخت شرایط ومنل شي.
په داسې حال کې چې اوکراین لا د مارچ له میاشتې راهیسې د امریکا د وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند منلو ته چمتو دی.
