• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: د ایران په ۱۵ ولایتونو کې د افغانانو استوګنه بشپړه منع شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه افغان زده‌کوونکي چې د هغوی مور یا پلار د قانوني استوګنې اسناد نه لري، یوازې د چنګاښ تر۱۵مې پورې وخت لري چې د خپلو ازموینو تر پای او د نتایجو تر اخیستو وروسته، ایران پرېږدي.نوموړی وايي، افغانان په ۱۵ ولایتونو کې نه شي اوسېدای.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو چارو مشر نادر یاراحمدي ایراني رسنیو ته ویلي، چې دغه زده‌کوونکي به په راتلونکي تعلیمي کال کې د زده کړو د دوام حق ونه لري.

هغه وضاحت ورکړی چې پاسپورټ لرونکي افغان محصلان، چې د اقامت د تمدید امکان لري، له دغو محدودیتونو مستثنا دي او کولای شي په قانوني توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

یاراحمدي ویلي، هغه افغانان چې له قانوني ثبت پرته یې ودونه کړي نکاح یې رسمي نه ګڼل کېږي او له همدې امله یې د ماشومانو د هویت تثبیت هم له ستونزو سره مخ دی. نوموړی وايي، دغه ډول موارد باید د "ځانګړو مواردو کمیسیون" له‌خوا وڅېړل شي او کورنیو ته به حقوقي مشورې هم وړاندې شي.

هغه وویل،«که یوه مېرمن، چې د کورنۍ سرپرسته وي او بېرته ستنیدل یې ژوند ته خطر یا جدي ستونزې جوړوي، موضوع به د طبي او نورو کمیسیونونو له خوا وڅېړل شي او که تایید شي، نو د موقتي اقامت یا درملنې اجازه به ورکړل شي».

یاراحمدي وايي، چې تابعیت د ایران د قانون له مخې د "وینې قانون" پر بنسټ دی او په دې کې د پلار تابعیت مهم دی، نه د زیږېدو ځای.

هغه زیاتوي، « که پلار ایرانی وي او نکاح قانوناً ثبت شوې وي، ماشوم ایرانی ګڼل کېږي خو که مور ایرانۍ وي او پلار بهرنی، حتا که نکاح ثبت نه وي، بیا هم تذکره ورکولای شي، خو پلار ته یوازې موقتي استوګنه ورکول کېږي، تذکره نه ورکول کېږي».

دغه ایرانی چارواکی وايي، چې۴۰۰زره افغانان شغلي کوډونه لري او که دغه کسان په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي، د ویزې او کار له رسمي لارو بېرته ایران ته ورتلای شي، خو که پولیسو ونیول، د ویزې له اخېستلو بې‌برخې کېږي.

نوموړی وايي، چې که له قانوني لارو ایران ته څوک ځي او له کارورکوونکي سره هوکړه وکړي، د یوه کال لپاره کاري کارت ورکول کېږي، چې تمدیدېدونکی دی او د بیمې او نورو قانوني امتیازونو حق به هم لري.

یاراحمدي وویل،چې یوازې په ۱۶ ولایتونو کې د مجازو افغان وګړو لپاره د اقامت اجازه شته، خو په ۱۵ ولایتونو کې د افغان اتباعو اقامت بشپړ ممنوع دی. نوموړی ددې پریکړې ترشا سیاسي، امنیتي او ټولنیز عوامل یاد کړل.

یاد ایرانی چارواکی وايي، په تهران کې شاوخوا درې میلیونه افغانان ژوند کوي اودغه تمرکز د روغتیا، تعلیم او خدماتو پر بنسټونو فشار راوستی.

یاراحمدي وویل، اوس ایران نور پناه‌غوښتونکي نه مني، ځکه په افغانستان کې د جګړې یا جدي ګواښ حالت نشته.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روسیې دفاع وزیر د مرکزي اسیا لپاره اصلي ګواښ د افغانستان توندلارې ډلې وبللې

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلووسف وايي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر توندلارې ډلې لا هم د مرکزي اسیا په سیمه کې اصلي ګواښ جوړوي او د منځني ختیځ بې ثباتي پر دې سیمې منفي اغېز کوي.

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېرتر۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰لوړیږي.

د روسیې دفاع وزیر وايي، «د ګاونډیو هیوادونو سیمو ته ددې ډلو د ننوتلو او لا نور ځای پر ځای کېدو امکان زیات شوی دی».

د روسیې دفاع وزیر وايي، په سیمه کې وضعیت د منځني ختیځ د بې ثباتۍ له امله منفي اغېزمن شوی دی.

د انټرفاکس د رپوټ له مخې، نوموړي زیاته کړې، « په ځانګړې توګه، هلته د فعالو وسله والو ډلو بهرني جنګیالي هم افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته راځي».

اندري بېلوسوف دغه راز ویلي، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د مسوولیت سیمې وضعیت لاهم کړکیچن دی او لویدیځ هڅه کوي روسیې ته ستراتیژیکه ماته ورکړي.

هغه زیاته کړې، « په ګډو امنیتي سیمو کې پوځي-سیاسي وضعیت لا هم کړکیچن پاتې دی. زموږ د هیوادونو پر وړاندې ننګونې زیاتې شوې دي. لویدیځ لا هم هڅه کوي چې روسیې ته ستراتیژیکه ماته ورکړي او د سازمان پر هیوادونو فشار راوړي».

نوموړی وايي، چې ناټو د اوکراین کړکیچ د پلمې په توګه کاروي څو په ختیزې او مرکزي اروپا او همدارنګه بالتیک هیوادونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

د روسیې دفاع وزیر وايي، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري له میاشتې راهیسې د ناټو د ایتلاف ځواکونو شمېر په 'ختیزه څنډه' کې دوه نیم چنده زیات شوی چې اوس ۳۴ زره او ۲۰۰ته رسیږي.

طالبانو له روغتیا نړیوال سازمان نه غوښتي چې د روغتیا په برخه کې همکارۍ ورسره وکړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر اډوین سنیزا سلادویر سره په ليدنه کې غوښتنه کړې، چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د کتلوي معافیت جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او د سرطان ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ اړوند بحثونه او خبرې اترې شوې دي.

په دغه لیدنه کې د ختيځې مدیترانې حوزې د پولو د له منځه وړلو ادارې مشر ډاکټر حامد جعفري هم شتون درلود.

د یاد وزارت خبرپانه په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو او هرات ولایت کې د تلاسمیا ناروغانو درملنې لپاره جوړ شوي روغتون د عصري تجهیزاتو برابرېدو هم یادونه کوي.

طالبان: ګاونډي هېوادونه دې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، چې ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. هغه ټینګار وکړ، چې طالبان له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او دغه ډله د ګاونډیو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

سلام حنفي، د طالبانو په اړه د ترکي ژبو هېوادونو سازمان مخکنیو څرګندونو ته په غیر مستقیم ډول ځواب ویلو سره وویل: «زمونږ اړیکې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې دي، موږ د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، خو له نورو هم غواړو چې زمونږ په چارو کې مداخله ونکړي.»

هغه په ګوتڅنډونکي انداز زیاته کړه: «له یوه لاس څخه ټک نه خېژي، که چېرې یو لوری د بل په چارو کې لاسوهنه کوي، نو لازمه ده چې بل لوری هم د خپل قدرت په اندازه لاسوهنه وکړي، دا به د هیچا په ګټه نه وي.»

هغه په خپلو خبرو کې وویل: « هیڅ ګاونډې باید خپله ابادي د بل ګاونډي په ورانولو کې ونه لټوي، باید اقتصاد محوره اړیکې او یو بل ته متقابل احترام ولرو، تاسې به هم اباد وئ او مونږ به هم، دا زمونږ د ټولو په ګټه ده.»

سلام حنفي، له پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په جبري ډول راستنولو ته په اشاره سره زیاته کړه: « له ټولو افغانانو غواړو چې هېواد ته راستانه شي، مونږ دوی ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابروو، د سرحد سیمي له ترانسپورټ څخه تر سرپناه او تجارت پورې.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د ترکي ژبو هېوادونو سازمان په یوه کډه اعلامیه کې وویل: «د افغانستان د ثبات لپاره له افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو ملاتړ کوي او د ثبات، پرمختګ او ملي پخلاینې په برخو کې له طالبانو سره کار کولو ته چمتو او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.»

د یاد سازمان څرګندونو د طالب چارواکو غوسه راپارولې او دا یې په خپلو چارو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري لاسوهنه ګڼلې ده،

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د دغه ډلې حکومت په دوامداره توګه د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او د نجونو زده‌ کړو د بندیز لرې کولو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې غوښتنې د «داخلي مسلو» په توګه یادوي.

طالبان: اووه ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ترکمنستان ته ورګرځولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

په اقینې بندر کې د طالبانو چارواکي وایي، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي، اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي. طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر کتنو وروسته مسترد کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزون د راپور له مخې، په اقینې بندر کې ځایي طالب چارواکي وایي، دغو ټانکرونو ته یې له تخنیکي معاینې وروسته اجازه نه ده ورکړې، چې افغانستان ته ننوځي.

د دوی په وینا، چې دغو ټانکرونو کې د ملي نورمونو او معیارونو سره سم تیل نه وو راوړل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په ګڼو ګمرکونو کې د ۱۸۴ ټانکره تیلو د مسترد کولو خبر ورکړې و.

طالبان په کابل کې له دوه زرو زیاتو ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل زون کې ۲۲۳۱ ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د سندونو د وېش بهیر پیل کوي. طالبانو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې خپلو همفکره ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشلي دي.

د طالبانو یاد وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست په یوې خپره کړې خبرتیا کې له هغه ملایانو چې پخوا یې په ازموینه کې ګډون کړی وو، غوښتي چې د غبرګولي میاشتې له ۷ تر ۱۰ نیټې پورې له کابل پوهنتون څخه خپل سندونه ترلاسه کړي.

د طالبانو له دغه ریاست څخه په خپرو شویو لېستونو کې ۱۳۴۱ ملایانو ته د ماسټرۍ او ۸۹۰ تنو ته د لېسانس سندونه وېشل کېږي، چې ډیری یې له دوی څخه د پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړې دي.

نیوکې دا دي‌، چې طالبانو د دغو سندونو په وېش سره د لوړو زده‌کړو اکاډمیک ارزښت او چاپېریال زیانمن کړی دی.

د پوهنتون ځینې استادان په دې باور دي، چې د یادې ډلې له لوري ملایانو ته د لوړو زده‌کړو د سندونو دغه ډول وېش اکاډمیکې زده‌کړې اغېزمنولای شي.

د دې ترڅنګ طالبانو د افغانستان په ډېری پوهنتونونو کې مسلکي استادان په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه کړي او د خپلې ډلې سختدریځه او تندلارو ملایانو ته یې د استادۍ لارې پرانېستې دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې خپل فکري کسان ګومارلي، چې غواړي په دې سره پوهنتوني چاپېریالونه تر خپل اغېز لاندې راولي.

د پوهنتون پخواني استادان وېره لري، چې طالبانو پوهنتونونه د افراطي مذهبي مدرسو په بڼه اړولي او په راتلونکې کې ترې د تاوتریخوالي پراخېدو اندېښنې شته.