• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ملګرو ملتونو د پولیسو مسلکي روزنې او د ظرفیت لوړونې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې له مشر پولیک اوک سره په لیدنه کې له هغه غوښتي، چې د پولیسو مسلکي روزنې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي همکار په حواله راغلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر، قاچاق، پېر او پلور منعه شوی؛ خو له امله یې بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې بزګران په دې برخه کې ‏د بدیل کښت مرستو ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي اوک له قوله بیا راغلي، چې د روږدو کسانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت زمینې په برابرولو کې به همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: اووه ټانکره بې کیفیته تېل مو بېرته ترکمنستان ته ورګرځولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

په اقینې بندر کې د طالبانو چارواکي وایي، چې له ترکمنستان څخه وارد شوي، اووه ټانکره بې کیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي. طالبانو ویلي، چې په یادو ټانکرونو کې وارد شوي تېل یې تر کتنو وروسته مسترد کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزون د راپور له مخې، په اقینې بندر کې ځایي طالب چارواکي وایي، دغو ټانکرونو ته یې له تخنیکي معاینې وروسته اجازه نه ده ورکړې، چې افغانستان ته ننوځي.

د دوی په وینا، چې دغو ټانکرونو کې د ملي نورمونو او معیارونو سره سم تیل نه وو راوړل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو په ګڼو ګمرکونو کې د ۱۸۴ ټانکره تیلو د مسترد کولو خبر ورکړې و.

طالبان په کابل کې له دوه زرو زیاتو ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل زون کې ۲۲۳۱ ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د سندونو د وېش بهیر پیل کوي. طالبانو تر دې مخکې هم د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې خپلو همفکره ملایانو ته د لېسانس او ماسټرۍ سندونه وېشلي دي.

د طالبانو یاد وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست په یوې خپره کړې خبرتیا کې له هغه ملایانو چې پخوا یې په ازموینه کې ګډون کړی وو، غوښتي چې د غبرګولي میاشتې له ۷ تر ۱۰ نیټې پورې له کابل پوهنتون څخه خپل سندونه ترلاسه کړي.

د طالبانو له دغه ریاست څخه په خپرو شویو لېستونو کې ۱۳۴۱ ملایانو ته د ماسټرۍ او ۸۹۰ تنو ته د لېسانس سندونه وېشل کېږي، چې ډیری یې له دوی څخه د پاکستان په دیني مدرسو کې دیني زده کړې کړې دي.

نیوکې دا دي‌، چې طالبانو د دغو سندونو په وېش سره د لوړو زده‌کړو اکاډمیک ارزښت او چاپېریال زیانمن کړی دی.

د پوهنتون ځینې استادان په دې باور دي، چې د یادې ډلې له لوري ملایانو ته د لوړو زده‌کړو د سندونو دغه ډول وېش اکاډمیکې زده‌کړې اغېزمنولای شي.

د دې ترڅنګ طالبانو د افغانستان په ډېری پوهنتونونو کې مسلکي استادان په بېلابېلو پلمو له دندو ګوښه کړي او د خپلې ډلې سختدریځه او تندلارو ملایانو ته یې د استادۍ لارې پرانېستې دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې خپل فکري کسان ګومارلي، چې غواړي په دې سره پوهنتوني چاپېریالونه تر خپل اغېز لاندې راولي.

د پوهنتون پخواني استادان وېره لري، چې طالبانو پوهنتونونه د افراطي مذهبي مدرسو په بڼه اړولي او په راتلونکې کې ترې د تاوتریخوالي پراخېدو اندېښنې شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زده‌کوونکو ته د ویزو ورکولو بهیر ځنډولی دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته بیړنۍ لارښوونه کړې، چې په لنډمهاله توګه یې د دغه هیواد پوهنتونونو ته د ورتلوونکو نویو زده‌کوونکو د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې د ویزو غوښتونکو زده‌کوونکو د خواله رسنیو د پراخې امنیتي پلټنې د یوې برخې په توګه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې پرون سهار یو ډیپلوماتیک سند چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له‌خوا لاسلیک شوی خپور شو، لارښوونه کوي چې د بلې خبرتیا تر خپرېدو پورې یې د زده‌کوونکو ویزو ورکړې ځنډول اعلان کړي.

دغه ګام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې مخکې د ټرمپ ادارې د لسګونو زده‌کوونکو ویزو لغوه کړې وې او هڅه یې کوله چې ځینې بهرني زده‌کوونکي په هارورډ پوهنتون کې د زده‌کړو څخه منعه کړي.

ایرانی څېړونکی: پخواني افغان سرتېري په ایران کې په دوامداره وېره کې ژوند کوي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۱

د مشهد په ښار کې د افغان پوځ د یوه پخواني پیلوټ له ځان وژنې وروسته ایراني څېړونکی ارش نصر اصفهاني په ایران کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه پخوانیو سرتېرو د اندېښنې وړ وضعیت په ډاګه کړی دی. هغه ویلي چې دا خلک تر سخت رواني فشار لاندې دي او په دایمي وېره کې ژوند کوي.

د افغانستان د پوځ پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) وروسته له هغه ځان وژنه وکړه، چې د ایران څخه د وتلو خبرتيا یې تر لاسه کړه.

دا پيښه یو ځل بیا د هغو افغان سرتېرو وضعیت پام ځان ته واړولو چي په ایران کې يې پناه اخیستې او له خطرناکو شرایطو سره مخ دي.

نصر اصفهاني د دوشنبې په ورځ د «شرق» ورځپاڼې سره په مرکه کې ټينګار کړی، چې ډېری پخواني افغان سرتېري په تهران کې د افغانستان سفارت ته له تګ څخه ډډه کوي او وېره لري، چې طالبان به یې وپېژنې او افغانستان ته به یې ولېږي.

هغه وویل: «دا خلک د اېستلو له وېرې په دوامداره اندېښنه کې دي.»

دغه څېړونکي خبرداری ورکړی، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا د شاوخوا دوه مېلیونه افغان کډوالو د نوم لیکنې د اسنادو د لغوه کولو وروستۍ پرېکړې د ډېرو سرتېرو وضعیت چې مخکې له قانوني اسنادو سره ایران ته داخل شوي وو، نور هم نازک کړی دی.

د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره د ټاکل شوي شپږ میاشتني ضرب الاجل ته په اشارې سره هغه وویل، چې په ایران کې د پخوانیو افغان سرتېرو وضعیت له وېرې سره مخ دی او د بېرته ستنېدو پر مهال د طالبانو له تاوتريخوالي وېرېږي.

ارش نصر اصفهاني د هغو راپورونو یادونه وکړه، چې ښیې یو شمېر افغان ستنېدونکي په ځانګړي توګه پخواني سرتېري افغانستان ته له ننوتلو سمدلاسه په صحرايي محکمو کې محاکمه شوي او حتی په پوله کې اعدام شوي دي.

هغه وویل: «طالبانو هغه خلک په تور نوملړ کې شامل کړي دي چې د دوی غړو ته د زیان رسولو یا وژلو شک لري.»

نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ، چې د پخوانیو سرتېرو بېرته ستنېدل د دوی «شکنجه، توقیف، محرومیت او حتی د مرګ» لامل کېدای شي.

د هغه په ​​وینا، د دې اشخاصو یو شمېر اوس په ایران کې د استوګنې له اسنادو پرته په پټه ژوند کوي، ځکه چې دوی د پېژندلو او بېرته ستنېدو په اړه اندېښمن دي.

دغه څېړونکي د ایران پر حکومت غږ وکړ، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې په خطر کې دي، د نړۍوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو سره سم چلند وکړي.

هغه وویل: «د سرشمېرنې فورمو د لغوه کېدو پلي کېدل د هغو کسانو رواني او فزيکي امنیت ته جدي زیان رسولی، چې د کابل له سقوط وروسته یې په ډېر باثباته شرایطو کې د خپل ژوند د بیارغولو هڅه کړې ده.»

نصر اصفهاني همدا ډول ټینګار وکړ، چې ځیني کورني سیاسي او رسنیز جریانونو د افغان سرتېرو شتون د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.

د هغه په وینا، دا ډول چلند د دولت پر پالیسیو اغېز کړی او د دې لامل شوی، چې حکومت د دغو کسانو قانوني او بشري وضعیت ته له پام پرته، یوازې له امنیتي زاویې ورسره چلند وکړي.

ایران اعلان کړی، هغو کډوالو ته چې د استوګنې قانوني سندونه نه لري له هېواده د وتلو امر ورکړي؛ خو د کډوالۍ په برخه کې فعالانو خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات پرته له دې چې د پناه‌غوښتونکو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پخوانیو نظامیانو، کولی شي د نه جبرانېدونکو بشري پایلو لامل شي.

یونېسف: ۱۰۰ مټریک ټنه ژغورنکي درمل افغانستان ته رسېدلي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، چې له ۱۰۰ مټريک ټنو څخه د زیاتو درملو چارتر الوتکه افغانستان ته رسېدلې ده. دغې ادارې ویلي، چې دا مرستې به تر ډېره د ۳۴ ولایتونو د روغتيايي مرکزونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) له قوله ليکلي، چې د درملو دغه مرسته د نړۍوال او اسیايي بانک له لوري د یونېسف په همغږۍ شوې دي.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې مرستې سره به د ۳۴ ولایتونو د څه باندي ۲ زره او ۴۰۰ روغتيايي مرکزونو بېړنۍ اړتياوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب مشران په پرله پسې ډول له نړۍوالو سره په کتنو کې د روغتيايي مرستو د زياتوالي غوښتنه کوي.

واک ته د دغه ډلې له رسېدو را وروسته په ډېرو سيمو کې خلک لومړنیو روغتيايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري او له تېرو درېيو کلونو څخه د مور او ماشوم مړينه هم زیاته شوې ده

افغانستان ته تر ډېره د اړتیا وړ درملو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ خو نیوکې دا دي، چې دغه هېوادونه افغانستان ته بې کیفیته درمل واردوي.

که څه هم طالبانو په وار-وار ویلي، چې دوی به د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي؛ خو لا تر اوسه پورې یې په دې تړاو کوم عملي اقدام نه دی کړی.