متحده عربي اماراتو د طالب ډیپلوماټ باورلیک ومانه

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوبۍ کې یې د جنرال کونسل په توګه د طالب ډیپلوماټ عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دوبۍ کې د دغه وزارت د دفتر رییس شیخ مکتوم بن بطي المکتوم د یوې رسمي غونډې پرمهال د عبدالرحمان فدا باورلیک ترلاسه کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې شیخ مکتوم بن بطي المکتوم د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ د پیاوړو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ستاینه وکړه.