• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۱۵ نړیوال سازمانونه: پاکستان دې د افغان کډوالو شړل سملاسي و دروي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

۱۵ سازمانو په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.

دغو سازمانونو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده، چې لیکوالانو، خبریالانو، هنرمندانو او د بشري حقونو فعالانو په ګډون هغو افغانانو ته خوندي ځایونه ور کړي، چې د طالبانو له ځورونې تښتیدلي دي.

د ادو سازمانونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې شاوخوا یو مېلیون پناه غوښتونکي افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له پراخې نیونې، ځورنې او فشار لاندې په پاکستان کې د ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

زیلینسکي د جرمني د ډېر ملاتړ ترلاسه کولو لپاره برلېن ته رسېدلی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې په ورځ برلین ته ورسېد، چې د جرمني له نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ سره وګوري. دغه لیدنه د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې دیپلوماتیکې هڅې برخه ده.

مېرڅ د اوکراین ولسمشر د فدرالي صدارت په ودانۍ کې له پوځي احترام سره ومانه.

رویټرز وايي، جرمني ښايي د امریکا له کمزوري ملاتړ وروسته د اوکراین تر ټولو مهم نظامي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد شي.

مېرڅ، چې دا میاشت صدراعظم ټاکل شوی، ژمنه کړې چې د خپل سلف اولاف شولڅ پرتله به د اوکراین لپاره ډېر پیاوړی رول واخلي.

طالبانو په کابل کې اووه خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه تړلي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د اوو خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې فعالیتونه درولي او یادې ادارې یې تړلې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیتونو څارنه کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د څار ډلې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو له ډلې، د ۷ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې دفترونه مهرولاک کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو بنسټونو په ناقانونه توګه فعالیتونه کول.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې خیریه بنسټونه او اتحاديي دې د دغې ډلې د اصولو او پالیسیو سره سم فعالیتونه ترسره کړي او یاد بنسټونه اړ دي چې د خپلو فعالیتونو راپور د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شریک کړي.

طالبانو وړاندې تردې هم په ځینو ولایتونو کې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو.

د خیریه بنسټونو ځینې مسولین وايي، چې په ولایتونو کې د طالبانو له همغږۍ پرته له خلکو سره د مرستو د وېش اجازه نه ورکول کیږي.

طالبان وايي د کار عالي شورا د فعالیتونو لارښود یې تایید کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د یوې ناستې په ترڅ کې یې د کار عالي شورا د فعالیتونو او د دې شورا د سکرتریت د دندو لارښود تایید کړی.

دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، او د کار اړوند اتحادیو د استازو په حضور کې شوې.

د ناستې په ترڅ کې ملا عبدالمنان عمري ویلي، چې یاد لارښود د تېرو ناستو د پرېکړو پر بنسټ چمتو شوی او موخه یې د شورا د غونډو منظمول، د ټولنیزو شریکانو ترمنځ سالمې کاري اړیکې، د کار اړوندو ادارو کې د مناسب کاري چاپېریال برابرول او همداراز له نړیوالو معیارونو او کنوانسیونونو سره همغږي ده.

هغه همداراز د شورا د سکرتریت جوړېدل یوه مهمه لاسته‌راوړنه وبلله چې د تطبیق له لارې به یې د کاریګرو د حقونو دفاع او د ستونزو حل ته زمینه برابره شي.

یاد وزارت وايي، چې دغه لارښود د ګډونوالو د تفاهم پر بنسټ، په دریو فصلونو او ۱۲ مادو کې تصویب او تایید شوی.

د دغه وزارت په وینا، په ناسته کې د افغانستان د کاریګرو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست، د صنفي اتحادیو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو، د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو او د کاندارانو د خونو استازو ګډون درلود.

طالبانو د مسکو امنیتي غونډه کې د څارونکو په توګه ګډون کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د مسکو امنیتي غونډه د غبرګولي په ۶مه نېټه پیل شوه او د غبرګولي تر ۸مې به دوام وکړي. روسیې طالبان دې غونډې ته د ناظر په توګه بللي دي. د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو استازي په رسمي توګه په غونډه کې حضور لري.

طالب استازي د نندارچیانو په توګه د «د نړۍ بدلون: د روسیې له نظره» تر سرلیک لاندې د پینل په بحث کې ګډون کوي.

دا د مسکو ۱۳مه امنیتي ناسته ده او لومړی ځل دی چې طالبان په دې ناسته کې ګډون کوي.

په دې ناسته کې د سيمې هېوادونو لوړپوړو امنیتي استازو ګډون کړی.

شپیګل: د جرمني د افغانانو د انتقال پروګرام کې ګڼې امنیتي تېروتنې شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، له ۳۶ زرو ډېر افغانان جرمني ته انتقال شوي، خو اوس داسې شواهد شته چې په هغوی کې یې ځینې دروغجنې کیسې لري، یا یې هویت معلوم نه و. د جرمني شپیګل ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې تر ګواښ لاندې افغانانو د منلو په پروسه کې پام وړ امنیتي تېروتنې شوې دي.

شپیګل ورځپاڼې د خپلو سرچینو او اسنادو په حواله ویلي، چې یو شمېر جرمني مرستندویه سازمانونو د افغان پناه غوښتونکو لپاره جعلي اسناد برابر کړي او هغوی یې د مرکو پرمهال «ناسمو معلوماتو ورکولو» ته هڅولي دي.

رپوټ زیاتوي چې د ډېرو پناه غوښتونکو د اصليت د تایید لپاره مناسبه ارزونه ممکنه نه وه، له همدې امله ګومان کېږي چې زرګونه کسان د جعلي کیسونو یا اسنادو پر بنسټ جرمني ته تللي وي.

ورځپاڼه وايي، د وخت د بهرنیو چارو وزارت، چې مشري یې مېرمن انالینا بایربوک کوله، هڅه کوله څومره زر چې کیږي افغانان جرمني ته ولیږدوي او په دې برخه کې یې د امنیتي ادارو له خبرداریو سره سره، د موسساتو د معلوماتو له مخې پرېکړې کولې.

ورځپاڼه وايي، په یوه قضیه کې یو همجنسباز په دې نه پوهېده، چې دی همجنسباز دی او که ترانس جندر، خو د مرکې پرمهال یې تاوتریخجن چلند درلود.

په یو بل رپوټ کې، یوې۱۰ کسیزې کورنۍ ۲۱جعلي افغان تذکرې وړاندې کړې وې. شک شته چې دا کورنۍ له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ماشومان یې هم هلته زیږېدلي دي.

په انفرادي مواردو کې، قاضیان او د طالبانو پلویان هم د ویزې لپاره نوماند شوي وو، خو د امنیتي ادارو له مداخلې وروسته یې مخه نیول شوې ده.

د فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې اوسني حکومت ویلي، چې دا پروګرام به نور دوام نه کوي.

جرمني ته وروستۍ چارټر الوتنه د اپرېل په میاشت کې ترسره شوه، خو دا مهال لاهم شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې د جرمني له خوا یې د ورتګ اجازه ترلاسه کړې، په اسلام‌اباد کې بند پاتې دي.

په رپوټ کې روښانه شوې چې د بشري خواخوږۍ تر نامه لاندې پروسه کې شخصي اړیکې، جعلي اسناد او امنیتي نیمګړتیاوې ډېرې وې، خو له دې امله اوس هغه کسان چې رښتیا هم ژوند یې له خطر سره مخ دی، له ستونزو سره مخامخ شوي دي.