یواېن‌هبیتات: په کابل کې له هرو ۵ کسانو ۴ تنه د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یواېن‌هبیتات) د سې‌شنبه په ورځ وویل، چې په کابل کې له هر پنځو کسانو څخه څلور تنه د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

یاد پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه وضعیت په ځانګړي ډول ماشومان چې د ټولنې له تر ټولو زیان‌منونکو برخې څخه دي، له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
د دې ادارې د موندنو پر بنسټ، په کابل کې مېشت ماشومان اساسي خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، مناسب تعلیم او خوندي شنو فضاوو ته لاسرسی نه لري؛ دا هغه مسایل دي چې د دوی پر ودې، روغتیا او راتلونکي په مستقیمه توګه اغېزې لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت بېړني پاملرنې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ مېلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بې‌ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.
یاده کمېټه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې د دغو مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر زیات منفي اغېز پر هغو زیان‌ منونکو خلکو کړی، چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.
له دې سره، څو لسیزو جګړو، اقتصادي ناورین او طبیعي پېښو مېلیونونه افغانان بېوزله کړي او له درېیمې برخې زیاته وګړي له خوراکي نا امنۍ سره مخامخ دي.
تر درېیو مېلیونو زیات ماشومان او له یو مېلیون زیاتې میندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ له ستونزو کړېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د بندیزونو له امله هم ښځې له کار کولو محرومې شوې، چې له امله یې د کورنیو عایدات هم په ټپه درېدلي دي.