روزا اوتنبایوا له قزاقي چارواکو سره د افغانستان د ټیکاو او دوامداره پرمختګ په اړه خبرې کړې

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال وزیر اکان رحمتولین، په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او د سیمې لپاره د جرمونو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې دفتر له مشر اولیور سټولپ سره د افغانستان د ټیکاو او دوامداره پرمختګ پر ملاتړ خبرې کړې دي.