• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تازه سپارښتنه؛ د جمعې په ورځ د «غزې جګړه ځپلو» ته دوعاوې او ختمونه وکړئ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د (غویي ۹مه) باید په ټول هېواد کې د «غزې جګړه ځپلو» او اسراییل له لوري د ترسره کېدونکې «نسل وژنې» خلاف غږ پورته کړي.

د (غویي ۷مه) د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوماتونو امامان باید خطبو کې د غزې په ملاتړ ویناوې وکړي،‌ دوعاوې وکړي او عام وګړي هم باید د «قران کریم ختمونه» وکړي.

طالبان وایي، اسراییل غواړي د غزې اوسېدونکي «قتل عام» کړي او یا یې په بشپړه توګه لمنځه یوسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غزني کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مشر په درې میاشتني بند محکوم کړی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، طالبانو په غزني ولایت کې د خوشحال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل ته د درې میاشتو بند سزا اورولې ده. د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) د خبریالانو ملاتړ یاد سازمان خبرپاڼه کې دا‌ پرېکړه ناعادلانه بلل شوې ده.

د خبریالانو مرکز لیکلي، چې راحل د «۱۴۰۴ کال د غويي په ۱۵مه» له دې امله چې ګوندې پر فېسبوک یې د ټولنیزو ناخوالو، اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ په تړاو لیکنې کولې؛ د طالبانو استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییزې محکمې له همدې امله نوموړي ته د درې میاشتني بند سزا اورولې ده.

یاد مرکز زیاتوي، دغه حکم د طالبانو د استخباراتو تر مستقیم فشار لاندې صادر شوی چې د بیان ازادۍ د لا ځپل کیدو یوه څرګنده بېلګه ده.

د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی، چې دغه پېښه به په افغانستان کې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې پر محدود شويو رسنیزو فعالیتونو لا سختې او جدي منفي اغېزې وکړي.

تر دې مخکې هم د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د خوشحال راډیو پخوانی مسوول حکمت ارین د طالبانو د جګړو په اړه د یوه راپور خپرولو له امله په یو میاشت بند محکوم شوی و.

د خبریالانو مرکز وايي، تر راحل پرته لږ تر لږه ۱۳ نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم دا مهال د طالبانو په بند کې دي.

تازه راپورونه ښيي، چې یو شمېر بندي خبریالان د څرخي پله له زندانه بګرام ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه پورې د طالب چارواکو په تېره بیا د غزني د استخباراتو ادارې او اړونده ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

روسیه کې د طالبانو سفیر: د مسکو په ناسته کې زموږ ګډون مهم دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

په روسیه کې د طالبانو سفیر جمال ناصر غروال ویلي، د مسکو په ناسته کې د دغه ډلې ګډون ځکه مهم دی چې افغانستان د سیمې او نړۍوال امنیت سره تړلی هېواد دی.

د طالبانو یاد سفیر دغه څرګندونې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د امنيتي چارو د لوړپوړو استازو د ديارلسمې نړۍوالې ناستې په څنډه کې د روسیې یوه دولتي خبري اژانس «سپوټنېک افغانستان» سره په مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې: «د افغانستان اوسنی ګډون يو ښه پيل دی، هيله لرو چې په راتلونکې کې لا ښه او اغېزمن ګډون وکړو؛ ترڅو يوې ښې پايلې ته ورسېږي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد تکل هم منلې، چې جمال ناصر غروال د روسيې په مسکو ښار کې د امنيتي چارواکو په دغې ديارلسمه نړۍواله ناسته کې ګډون کړی او هلته يې د افغانستان د وروستيو امنيتي پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه وينا کړې ده.

په دې ناسته کې د سویلي او ختيځې نړۍ له هېوادونو، د ګډو ګټو هېوادونو، د شریک امنيت تړون سازمان، د يورېشيا اقتصادي ټولنې، د شانګهای د همکارۍ سازمان او تر شلو زياتو نړۍوالو بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

دغه ناسته د روسيې د امنيت شورا د منشي سرګي شویګو تر مشرۍ لاندې جوړه شوې او د مئ له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې (د غبرګولي له ۶مې تر ۸مې) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ترسره کېږي. له دې وړاندې د روسيې د ملي امنيت شورا اعلان کړی و، چې د طالبانو يوه پلاوي ته په لومړي ځل بلنه ورکړل شوې؛ څو په دغې نړۍوالې امنيتي ناسته کې ګډون وکړي.

د روسيې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې؛ دغه ناسته د نړۍوالو نويو ګواښونو لکه ترهګرۍ، سايبري جرمونو او سرحدي ننګونو په اړه د خبرو اترو او همغږۍ په موخه جوړه شوې ده.

پانامه کې د استوګنې اسنادو د مودې ختمېدو له امله افغان کډوال له ګواښ سره مخ دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۸ GMT+۱

په پانامه کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د مرکزي امریکا له‌خوا دوی ته د ورکړل شویو استوګنې اسنادو د مودې له پای ته رسېدو سره له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

په في ای الجریا کې ۲۰۰ تنه کډوال (د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې) پورې له امریکا څخه واېستل شول.

پانامه د سوېلي او مرکزي امریکا ترمنځ هغه ځای دی، چې د کډوالۍ د خطرناکه سفر پای بلل کېږي.

د حاتم په مستعار نوم ۳۰ کلن افغان کډوال وایي، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د شته ګواښونو له امله یې خپل هېواد پرېښی دی.

نوموړی دا مهال د الجریا په پانامه ښار کې افغان کډوالو ته هسپانوي ژبه تدريسوي.

په پانامه کې د بېړنۍ سرپناه مرکز هغه مهال جوړ شو، کله چې کډوال او لسګونه نور کسان له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته هلته بند پاتې شول. دوی لومړی د کولمبيا پولې ته نږدې په یوه هوټل کې اوسېدل.

د کډوالو ډله‌ییزو اېستلو او د پولو د تړلو په اړه د مبارزې ژمنې د پوره کولو په هڅه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه کډوالو د انتقال لپاره ګوانټانامو، د السلوادرو مرستیال ولسمشر بوکېلي د امنیت زندان، د کاسټاریکا د کډوالو پنډغالی او د پانامې په څېر جنجالي ځایونه وټاکل.

د کډوالو په اړه د ټرمپ پېچلې ډپيلوماسۍ د سلګونه زره کډوالو راتلونکی اندېښمن کړی.

په دغه کسانو کې افغان کډوال هم شامل دي، چې د کره شمېرې په اړه یې جزییات نه دي ورکړل شوي.

دغه کډوال وايي، چې په پانامه کې يې د پاتې کېدو اراده نه لرله؛ خو دوی ته بله لاره هم نه ده پاتې.

د ګرميز په نوم يو ګډوال وایي، چې هېڅوک ورسره مرسته نه کوي: «دوی هسپانوي خبرې کوي او په سختۍ سره په انګليسي پوهېږي. موږ ښځې او ماشومان وليدل، چې په سخت حالت کې وو او مونږ فکر وکړ، چې باید دوی ته د اسانتیا برابرولو لپاره هڅه وکړو.»

په في ای الجریا کې د ۲۰۰ تنو سره مېشت ټول کسان (د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۵مې پورې) له امریکا څخه په جبري توګه واېستل شول.

د بشري حقونو د څار ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، کله چې کډوالو ته د قانوني پناه غوښتنې پروګرام رد شو او د دوی د اېستلو امر وشو.

پانامه هغه هېواد دی، چې ۴.۴ مېلیونه نفوس لري او د کډوالو نفوس یې له ۴ سلنې کم دی.

د پانامې چارواکو له نږدې ۳۰۰ اېستل شويو کډوالو څخه له ۱۸۰ ډېر (د مارچ په ۱۱مه) خوشې کړل، چې ډېر يې نورو هېوادونو ته تښتېدلي او یو شمېر يې بیا په في ای الجریا کې پاتې دي.

له بل پلوه د پانامې حکومت د کاري جوازونو د بندولو سره اوس کډوال نشي کولای، چې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، چې دلته نارینه، ښځې او لسګونه ماشومان ښایي د یو بل اخراج سره مخ شي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ پراخېدل؛ الجزیزې د افغان ماشومانو وضعیت ناوړه بللی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

الجزیزې نړۍوالې ټلوېزیوني شبکې په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو وضعیت ډېر ناوړه بللی دی. دې شبکې په کونړ ولایت کې د څو خوراځواکو ماشومانو له کورنیو سره مرکې کړي چې هغوی له ناسم اقتصادي وضعیت نه کړېږي.

په کونړ کې د دایان په نوم یو کوچنی ماشوم چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، په دې وروستیو کې د دغه ولایت د درملنې یوه مرکز ته لېږدول شوی دی. که څه هم د یاد ماشوم د رغېدو بهیر پیل شوی، خو د هغه کورنۍ لا هم له جدي اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د دایان مور الجزیرې ته وویل: «موږ د دې وس نه‌لرو چې خصوصي روغتون ته لاړ شو. زما خاوند په کندهار او خوست کې مزدوري کوي او ټول عاید یې پر درملو لګېږي.خواښې مې هم د نري رنځ پر ناروغۍ اخته ده او موږ خپلې ټولې پیسې د هغې پر درملنې لګوو.»

کارپوهان وايي، چې د دایان په څېر پېښې یوازې د یو پراخ ناورین کوچنۍ بېلګه ده.

د نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو له‌مخې، شاوخوا یو مېلیون افغان ماشومان ښايي د شدیدې خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې نړۍوالې مرستې، په ځانګړې توګه د متحده‌ایالاتو له خوا، کمې شوې دي او همداراز د افغانستان مالي شتمنۍ هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کنګل شوې دي.

په افغانستان کې د یونېسف استازې اندریا جېمز خبرداری ورکوي، چې د نړۍوالو د بودیجې دوامداره کمښت د زرګونو افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.

هغې الجزیرې ته په مرکه کې وویل: «دا ماشومان یوازې شمېر نه، بلکې ژوند دي او که موږ اوس اقدام و نه کړو، نو دوی به ژوند له لاسه ورکړي.»

په یوې بله ولسوالۍ کې د هیلې په نوم یوه کوچنۍ نجلۍ له یوه ۲۶زره نفوس لرونکي کلي نه د سیمې لومړني روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده.

د هغې مور بي‌بي عایشه وايي، چې لور یې ډېره کمزورې شوې او دوی هڅه کوي چې د قوت خوړو او درملو د ترلاسه‌کېدو لپاره د روغتیايي مرکز کارټ تر لاسه کړي.

د یونېسف د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې تر۴۰ سلنه ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د قد له ټیټوالي سره مخ وو او نږدې ۱۰سلنه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ یا د عضلو له ستونزو کړېدل.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې نه‌شي، د افغان ماشومانو یو لوی نسل د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دی.

خلیلزاد له افغانستانه بهر د طالبانو د «جهاد» نه کولو اقدام ستایلی

۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۸ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستانه بهر د طالبانو د «جهاد نه کولو اقدام» ستايلی دی. د طالبانو یوه غړي دوه ورځې وړاندې په یوې غونډه کې ویلي و، چې «د جهاد په نیت له هېواده بهر تلل نه شته او که څوک د امیر د امر سرغړونه کوي غاړې يې بندې دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکي:«د طالبانو مشر یو واضیح امر کړی، چې د طالبانو غړي له افغانستانه بهر د وسله والو ډلو سره د جهاد په نوم د ګډون څخه منع دي.»

خلیلزاد له دې خبر سره په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ اړوند د یو نظامي کمپ د استاد سعیدالله سعید ويډيو هم شریکه کړې.

دغه طالب درې ورځې وړاندې د طالبانو د نظامي زده کړو څخه فارغو کسانو ته ویلي و: «د جهاد په نیت له هېواده بهر تلل نه شته او نه پر سرتېرو دا ډول جهاد روا دی. که څوک د امیر له امر پرته د خپل نفس په غوښتنه دغه ډول جهاد ته ځي نو غاړه به یې بنده وي.»

خلیزاد همدې خبرو ته په اشارې د طالبانو دغه اقدام ستایلی او دا یې یو مثبت پرمختګ یاد کړی.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول له افغانستانه بهر د «جهاد» منع کولو په اړه د خپل مشر هبت الله اخوندزاده امر نه دی اعلان کړی، خو ډېرو هېوادونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې نیوکې کړي، چې د وسله والو ډلو سره پراخې اړيکې لري.

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېر تر ۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰ لوړېږي.

خو طالبانو دغه خبري رد کړي او وایي، چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره خطر نه دی.