• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزارت د پراخ بدلون اعلان وکړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو وزارت کې به پراخ بدلونونه راولي. پدې پلان کې زرګونه دندې له منځه وړل کیږي، د بشري حقونو څانګې ته د "لوېدیځو ارزښتونو" تمرکز ورکول، او د کډوالو چارو ادارې ته د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي مسؤولیت سپارل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا بدلونونه به وزارت ساده، چټک او موثر کړي، څو د امریکا ګټې خوندي او امریکایان خوندي وساتل شي. د نوي جوړښت له مخې، شاوخوا ۴۵ سلنه کورني دفترونه به یوځای، لغوه یا ساده شي، او له ۱۸،۷۸۰ کارکوونکو څخه به ۳،۴۴۸له مدني او ډېپلوماټيکو دندو لرې شي.

په دغه نوي پلان کې یوازې هغه کسان اغېزمنېږي چې د امریکا دننه دي، خو بهر میشت یا محلي کارکوونکي نه متاثریږي.

د پلان له مخې، یو نوی مرستیال وزیر به د بهرنۍ مرستې او بشري چارو مشري وکړي، چې ډېره دنده به یې د USAID له منحل شوې ادارې پاتې کارونه وي.

همداراز، د دموکراسۍ او بشري حقونو څانګه به د لوېدیځو ارزښتونو پراساس له سره تنظیم شي، او د کډوالو اداره به پر ناقانونه مېشتو کسانو د قانوني ستنولو تمرکز وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لوی درستیز: پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر ټینګار کړی چې پاکستان به هیڅکله د هند سیمه‌ییز تسلط ته غاړه کښینږدې او د هېواد خپلواکۍ ته به کلکه ژمنتیا وساتي. منیر د دغه هېواد د پوهنتونونو له مسوولانو سره په یوه ځانګړي بحث کې ویلي، چې پاکستان به هیڅکله د هند برلاسی ونه مني.

د پاکستان لوی درستیز زیاته کړې چې د اسلام اباد لپاره اوبه سره کرښه ده او د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو د حق پر سر به هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.

د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټربیون د رپوټ له مخې، نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د اندس د اوبو تړون ځنډول هم غندلي دي.

هند اعلان کړی، چې د اندس تړون پر اساس تر هغه پاکستان ته اوبه نه ور کوي، چې د ترهګرو ملاتړ یې نه وي پرېیښی.

نتنیاهو د غزې لپاره د اوربند نوې طرح منلې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱

اسرایيلي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اسراییلي برمته شویو کسانو له کورنیو سره په یوه ناسته کې ویلي چې هېواد یې د غزې جګړې د بندولو لپاره د اوربند نوې طرح منلې ده.

دا طرح د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ ځانګړي استازي ستیف ویتکاف له خوا وړاندې شوې ده.

د فلسطین وسله‌والې ډلې حماس ویاند هم ویلي چې دوی دا نوې طرح له منځګړو تر لاسه کړې او دا مهال یې ارزوي.

دا پرمختګ داسې مهال کیږي چې نړیوال فشارونه د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره زیات شوي.

د اوربند د طرحې جزییات تر دې دمه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي خو د اسراییلي رسنیو په وینا، دا طرح د برمته شویو کسانو خوشې کول، د جګړې تمېدل او د بشري مرستو رسولو لپاره اسانتیاوې تضمینوي.

که چیرې دواړې خواوې دا طرح ومني، دا به د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې پیل شوې خونړۍ جګړې پای ته رسولو لپاره یو مهم ګام وي.

رویټرز وايي، د دې طرحې د عملي کېدو لپاره لا هم ډیپلوماټیکو هڅو ته اړتیا ده.

ټي ټي پي د خپلو فعالیتونو لمن د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته غځولې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله‌والو یو پټنځای باندې چاپه وهلې، چې له امله یې د پولیسو دوه افسران او د تحریک طالبان پاکستان څلور وسله‌وال وژل شوي. دا پېښه ښيي چې ټي ټي پي خپل فعالیتونه کشمیر ته هم غځولي دي.

اسوشیټډ پرېس اژانس د کشمیر د راولاکوټ ولسوالۍ د امنیه قوماندان رانا عبدالجبار له خولې ویلي، چې دا نښته تېره شپه شوې او وژل شوي وسله‌وال په تحریک طالبان پاکستان پورې تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دغې ډلې هڅه کوله په سیمه کې د بریدونو لپاره یوه اډه جوړه کړي.

جبار ادعا کړې، چې ټي ټي پي د هند له خوا د یوه پراکسي ځواک په توګه کارول کېږي.

تر دې دمه د هند له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

سره له دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت د ټي ټي پي پر مرکزونو عملیات کوي، خو د دې ډول عملیاتو ترسره کېدل په کشمیر کې ډېر کم لیدل کېږي.

دا ښيي چې دې ډلې خپل فعالیتونه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته هم غځولي دي.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، رانا عبدالجبار ادعا کړې، چې د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې څرګنده شوې چې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کارول شوې ده.

هغه په مظفراباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پولیسو ته د حسین کوټ سیمه کې د ترهګرو د حضور معلومات ترلاسه شوي وو، چې پر بنسټ یې عملیات ترسره شول. د عملیاتو پر مهال وسله‌والو د پولیسو پر سرتېرو د لاسي بمونو او خپلکارو وسلو بریدونه وکړل.

د عبدالجبار په وینا، په نښته کې د جنګیالیو د ځایي مشر زرنوش په ګډون څلور وسله‌وال وژل شوي دي

عبدالجبار وویل، چې زرنوش هڅه کوله په کشمیر کې د جنګیالیو پټنځای جوړ کړي. هغه زیاته کړې چې «ترهګر ډاکټر عبدالرووف او غازي شهزاد چې اوس مهال افغانستان ته تښتېدلي دي، د دښمن هېواد پراکسي ډلې ګرځېدلي دي».

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان له لارې به د طالبانو حکومت ته پوره شواهد وسپاري.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي د غزې پر وضعیت وژړل

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د ددغه سازمان امنیت شورا ته د غزې د ماشومانو د وژنې په اړه د خبرو پر مهال خپلې اوښکې تم نه کړای شوې. منصور په داسې حال کې، چې میز یې په سوک وواه، وویل، « څنګه څوک دا کړاو وزغملی شي؟».

وروستي رپوټونه ښیي چې په غزه کې بشري وضعیت په بد حالت کې دی.

په فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر امنیت شورا ته وویل چې د مرستیو ترلاسه کولو یوه مرکز ته د ورتګ پرمهال د غزې لسګونه اوسېدونکي د ډزو له امله ټپیان شوي دي.

د امنیت شورا په غونډه کې، د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي زیګریډ کاګ او امریکایی جراح ډاکټر فیروز سیدوا چې په سیمه کې یې کار کړی، د اسراییل ترهوايي بریدونو لاندې د لوږې له امله د مړو شویو کورنیو په اړه خبرې وکړې.

وروستي رپوټونه ښيي چې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله ۵۴ زره فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

عمران خان وايي له حکومت سره شخصي جوړجاړی نه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ویلي، هغه د هېڅ ډول شخصي "راکړې ورکړې" یا جوړجاړي ملاتړ نه کوي او یوازې هغه وخت خبرو ته چمتو دی چې دا د هېواد په پراخو ګټو متمرکزې وي.

دا څرګندونې سناتور علي ظفر وکړې، چې په دې وروستیو کې یې په راولپنډۍ کې د اډیاله زندان دننه له بندي عمران خان سره لیدلي دي.

۷۱کلن پخوانی کرکټر او سیاستوال عمران خان د۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې د فساد او ترهګرۍ په شمول د بېلابېلو دوسیو له امله بندي دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شوی و.

علي ظفر خبریالانو ته وویل، عمران خان په ډاګه کړې چې ده هېڅکله د ځان لپاره امتیاز نه دی غوښتی او که غوښتلی یې، نو دا کار به یې ډېر وړاندې کړی وای.

دا څرګندونې وروسته له هغې دي، چې د عمران خان خور علیمه خان د پاکستان له ناڅرګندو قوتونو یا استخباراتو وغوښتل چې د "راکړې ورکړې" له لارې خبرو ته کښېني.

په همدې ورځ، د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې د علیمه خان پر وړاندیز کتنه کېدای شي. نوموړي دا وړاندیز "کمزورې هڅه" وبلله، خو زیاته یې کړه چې دا هڅه څېړل کېدای شي.

علي ظفر زیاته کړه، « خان وویل، هغه د هېواد د یووالي لپاره خبرو ته تیار دی او دا یې هم وویل چې د اسټبلشمنټ لپاره د خبرو دروازې پرانیستې دي».

عمران خان دا هم ویلي چې « چا ته به اجازه ورنه کړي چې دوه اړخیزه لوبه وکړي».

د تحریک انصاف بنسټګر یو ځل بیا د ځان لپاره انصاف وغوښت او پر دې یې ټینګار وکړ چې قضیې یې باید ژر تر ژره واورېدل شي.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د تحریک انصاف بنسټګر دا هم تایید کړې چې ګوند یې احتجاجي خوځښت پیل کړی او د دغه تحریک تفصیلي تګلاره به په راتلونکو پنځو یا شپږو ورځو کې اعلان شي. همداراز، هغه د ګوند مشرتابه ته امر کړی چې د دغه حرکت لپاره په پوره ډول چمتووالی ونیسي.