• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: پرون له ایران او پاکستانه تر زرو ډېرې کورنۍ راستنې شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستانه ۱۰۱۹ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه اژانس په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۲۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۸۰ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۷۸ کورنۍ، د پکتيکا د انګور اډې له لارې دوې کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې بیا ۵۱۵ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
‏ ‏له بل پلوه د پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې بیا ویلي، چې تېره ورځ ۷۷۰ تنه کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه ادارې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۱۲۷ د اې سي سي کارت لرونکي او ۶۳۱ بې اسناده کډوال وو.
د خبرپاڼې له مخې؛ تېره ورځ بیا ۱۲ تنه بې اسناده کډوال د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې ډلې یوازې ۷۱ کسان له اسلام اباد څخه ستانه شوي دي.
له بل پلوه ۱۵ سازمانو په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دې ژر تر ژره ودروي.
دغو سازمانونو له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې لیکوالانو، خبریالانو، هنرمندانو او د بشري حقونو فعالانو په ګډون هغو افغانانو ته خوندي ځایونه ور کړي چې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.
د اعلامیې له مخې، شاوخوا یو مېلیون پناه غوښتونکي او افغان کډوال د پاکستاني چارواکو د پراخې نیونې، ځورنې او وېره کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۱ GMT+۱

په امریکا کې د‌ پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ د واشنګټن په یوه څېړنیز بنسټ کې د ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان بې ثباتي لا هم د سیمې د امنیت لپاره تر ټولو لویه ننګوونه ده او پاکستان تر بل هر هېواد زیات له دې وضعیت څخه زیان ویني.

په دغه ناسته کې د بهرنۍ تګلارې یو شمېر امریکایي شنونکو هم ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه:« په افغانستان کې تلپاتې سوله نه یوازې د پاکستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې او منځنۍ اسیا سره د اقتصادي نښلېدو تر څنګ د یووالي لپاره حیاتي ارزښت لري».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نا امنۍ دوام د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره ستر خنډ ګڼلی؛ خو باور یې ښودلی که امنیت ټینګ شي، نو ورسره سم به د اقتصادي غوړېدا دروازې هم پرانېستل شي. تر دې د مخه هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.

پاکستان ادعا کړې، چې د «ټي‌ټي‌پي» پ ګډون یو شمېر وسله‌والو ته په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه ورکړل شوي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه تنظیموي.

اسلام اباد څو، څو ځله پر کابل له واکمنو غوښتي؛ څو د پاکستاني طالبانو مخه ونېسي.

که څه هم افغان طالبان دا نه مني چې ګوندې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تر وروستي سفر راهیسې پاکستانۍ رسنۍ په پرلپسې توګه راپورونه خپروي، چې ګوندې طالبانو اسلام اباد ته ژمنه ورکړې چې «ټي‌ټي‌پي» به مهاروي.

بل خوا بیا طالبان نیوکې کوي، چې پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري او په بلوچستان کې یې پوځ د «داعش» ترهګرې ډلې لپاره خوندي پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېرمحمد عباس ستانکزي لا ویلي و، داسې اسناد په لاس لري چې پاکستان د بریدونو لپاره افغانستان ته «داعیشیان» لېږلي دي.

پر طالبانو د چین فشارونه؛ د ټي‌ټي‌پي اړوند اشاروي څرګندونې، محتاطانه ګام که رېښتینی بدلون؟

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د ډیلي ټاېمز په نوم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو د طالبانو د ناڅاپي بدلون اوسنی دریځ تر ډېره د بهرنیو فشارونو پایله ده چې چین په کې تر ټولو مهم رول لري.

مقاله کاږي، وروسته تر هغې چې د طالبانو ډلې یوه غړي او د کابل امنیې قوماندانۍ د حضرت حمزه کمپ استاد سعید الله سعید په یوې وینا کې د ملا هبت الله په امر « بهر ته د جهاد لپاره د تګ» موضوع منعه اعلان کړه؛ په پاکستان کې یې ډول ډول نظرونه راپورته کړل.

دغه څرګندونې په ښکاره د «ټي‌ټي‌پي» یا پاکستاني طالبانو تحریک لپاره اشاره بلل شوې، چې د طالبانو ځیني غړي یې په لیکو کې جنګېږي.

پاکستاني چارواکو د دغه طالب څرګندونې د «ټي‌ټي‌پي» ډلې اړوند د افغان طالبانو د دریځ ښکاره بدلون ګڼلی او باور یې دا دی، چې ګوندې په دې تړاو کړو ژمنو لپاره مثبت اقدامات شوي دي.

یاده ورځپاڼه کاږي، پاکستان باید له له طالبانو سره د تېرو کړکېچنو اړیکو په نظر کې نیولو سره د دې بدلون په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.

چين ته اندېښنه ده، چې د چين-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) او په افغانستان کې د چينایي پانګه‌والو او کارګرو حضور د ډیورنډ پر کرښه د بې ‌ثباتۍ له امله له ګواښ سره مخ دی.

د پاکستاني طالبانو له لوري د چین د ګټو پر ضد زياتېدونکي ګواښونو، بېجینګ دې ته اړ کړی چې پر طالبانو فشار زیات کړي.

مقاله زیاتوي، که څه هم چینایي چارواکي په دې تړاو ډېرې کمې څرګندونې کوي؛ خو په سیمه کې د روانو بدلونونو تر شا د دوی رول په جوته توګه احساسېږي.

همدا راز ویل شوي، طالبانو هم اوس دا درک کړې چې د «ټي‌ټي‌پي» په څېر ډلو سره یې نرمې اړیکې نړۍوال ملاتړ له ګواښ سره مخ کولای شي.

ډیلي ټاېمز د یوې پوښتنې په ډول وایي،‌ طالبان به د «ټي‌ټي‌پي» په اړه عملآ څه وکړي؟

د‌ پاکستاني طالبانو تحریک چې د نور ولي مسعود تر مشرۍ لاندې فعال دی؛ په تېرو څو کلونو کې د دې پر ځای چې وځپل شي، لا منسجم شوي او خپل بریدونه یې هم پراخ کړي دي.

مقاله کې راغلي، یاده ډله د پاکستان د پوځ سربېره اوس ملکي وګړي، زده‌کوونکي او دیني عالمان هم په نښه کوي.

که څه پر کابل واکمنو طالبانو او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ ګډې اېډیولوژیکې نقطې شته؛ خو دغه دواړه ډلې هېڅکله هم یو موټی نه دي پاتې شوي.

طالبانو په وار، وار له پاکستان سره ژمنې کړې چې د «ټي‌ټي‌پي» ډله به مهار کړي؛ خو په عملي توګه یې د اقداماتو کوم څرګند بدلون نه دی لیدل شوی.

طالبانو که څه هم د پاکستان له لوري یادې ډلې ته په افغانستان کې د پناه ځایونو د ورکړې موضوع په وار، وار رد شوې؛ خو اسلام اباد لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی، چې ګنې پر ضد یې دا ډله لا هم د طالبانو تر سیورې لاندې ده.

د مقالې په پای کې راغلي، اسلام اباد باید د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو د افغان طالبانو ژمنو ته هر وخت د شک په سترګه وګوري او یوازې پر لنډ مهالو ژمنو او اقداماتو دې یې نه تېر وځي.

د طالبانو تازه سپارښتنه؛ د جمعې په ورځ د «غزې جګړه ځپلو» ته دوعاوې او ختمونه وکړئ

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د (غویي ۹مه) باید په ټول هېواد کې د «غزې جګړه ځپلو» او اسراییل له لوري د ترسره کېدونکې «نسل وژنې» خلاف غږ پورته کړي.

د (غویي ۷مه) د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوماتونو امامان باید خطبو کې د غزې په ملاتړ ویناوې وکړي،‌ دوعاوې وکړي او عام وګړي هم باید د «قران کریم ختمونه» وکړي.

طالبان وایي، اسراییل غواړي د غزې اوسېدونکي «قتل عام» کړي او یا یې په بشپړه توګه لمنځه یوسي.

طالبانو په غزني کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مشر په درې میاشتني بند محکوم کړی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، طالبانو په غزني ولایت کې د خوشحال راډیو مسوول مدیر سلیمان راحل ته د درې میاشتو بند سزا اورولې ده. د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۷مه) د خبریالانو ملاتړ یاد سازمان خبرپاڼه کې دا‌ پرېکړه ناعادلانه بلل شوې ده.

د خبریالانو مرکز لیکلي، چې راحل د «۱۴۰۴ کال د غويي په ۱۵مه» له دې امله چې ګوندې پر فېسبوک یې د ټولنیزو ناخوالو، اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ په تړاو لیکنې کولې؛ د طالبانو استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

په غزني کې د طالبانو سیمه‌ییزې محکمې له همدې امله نوموړي ته د درې میاشتني بند سزا اورولې ده.

یاد مرکز زیاتوي، دغه حکم د طالبانو د استخباراتو تر مستقیم فشار لاندې صادر شوی چې د بیان ازادۍ د لا ځپل کیدو یوه څرګنده بېلګه ده.

د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی، چې دغه پېښه به په افغانستان کې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې پر محدود شويو رسنیزو فعالیتونو لا سختې او جدي منفي اغېزې وکړي.

تر دې مخکې هم د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د خوشحال راډیو پخوانی مسوول حکمت ارین د طالبانو د جګړو په اړه د یوه راپور خپرولو له امله په یو میاشت بند محکوم شوی و.

د خبریالانو مرکز وايي، تر راحل پرته لږ تر لږه ۱۳ نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم دا مهال د طالبانو په بند کې دي.

تازه راپورونه ښيي، چې یو شمېر بندي خبریالان د څرخي پله له زندانه بګرام ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه پورې د طالب چارواکو په تېره بیا د غزني د استخباراتو ادارې او اړونده ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

روسیه کې د طالبانو سفیر: د مسکو په ناسته کې زموږ ګډون مهم دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

په روسیه کې د طالبانو سفیر جمال ناصر غروال ویلي، د مسکو په ناسته کې د دغه ډلې ګډون ځکه مهم دی چې افغانستان د سیمې او نړۍوال امنیت سره تړلی هېواد دی.

د طالبانو یاد سفیر دغه څرګندونې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د امنيتي چارو د لوړپوړو استازو د ديارلسمې نړۍوالې ناستې په څنډه کې د روسیې یوه دولتي خبري اژانس «سپوټنېک افغانستان» سره په مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې: «د افغانستان اوسنی ګډون يو ښه پيل دی، هيله لرو چې په راتلونکې کې لا ښه او اغېزمن ګډون وکړو؛ ترڅو يوې ښې پايلې ته ورسېږي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد تکل هم منلې، چې جمال ناصر غروال د روسيې په مسکو ښار کې د امنيتي چارواکو په دغې ديارلسمه نړۍواله ناسته کې ګډون کړی او هلته يې د افغانستان د وروستيو امنيتي پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه وينا کړې ده.

په دې ناسته کې د سویلي او ختيځې نړۍ له هېوادونو، د ګډو ګټو هېوادونو، د شریک امنيت تړون سازمان، د يورېشيا اقتصادي ټولنې، د شانګهای د همکارۍ سازمان او تر شلو زياتو نړۍوالو بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

دغه ناسته د روسيې د امنيت شورا د منشي سرګي شویګو تر مشرۍ لاندې جوړه شوې او د مئ له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې (د غبرګولي له ۶مې تر ۸مې) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ترسره کېږي. له دې وړاندې د روسيې د ملي امنيت شورا اعلان کړی و، چې د طالبانو يوه پلاوي ته په لومړي ځل بلنه ورکړل شوې؛ څو په دغې نړۍوالې امنيتي ناسته کې ګډون وکړي.

د روسيې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې؛ دغه ناسته د نړۍوالو نويو ګواښونو لکه ترهګرۍ، سايبري جرمونو او سرحدي ننګونو په اړه د خبرو اترو او همغږۍ په موخه جوړه شوې ده.