د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د وزارتونو نږدې ټولې وېبپاڼې له کاره وغورځورلې

د «افغان دارېګنز» په نوم د هېکرانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د «پټ سایبري برید» په ترسرهکېدو سره یې د طالبانو د وزارتونو نږدې ټولې وېبپاڼې له کاره وغوځورلې.

د «افغان دارېګنز» په نوم د هېکرانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د «پټ سایبري برید» په ترسرهکېدو سره یې د طالبانو د وزارتونو نږدې ټولې وېبپاڼې له کاره وغوځورلې.
دا مهال، د طالبانو د وزارتونو او د دغې ډلې د یو شمېر نورو دولتي ادارو ډېری ویب پاڼې د لاسرسي وړ نه دي.
د «افغان دارېګنز» په نوم د هېکرانو یوې ډلې د جمعې په سهار افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې وویل چې دوی د هغو افغان ښځو او نجونو په دفاع کې چې له ښوونځي او پوهنتون نه محرومې دي، د طالبانو وېبپاڼې له کاره وغورځولې.

د ایران ایراف خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ډېرو سره دا پوښتنه ده، چې په بهر کې مېشت افغانان په ټولنیزو رسنیو کې څه کوي؟ دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.
ایران ایراف خبرې اژانس د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولې ۸مه) په دې اړه په یوه خبر کې ویلي، چې د دې پوښتنې یوه برخه په افغانستان کې د طالبانو د راتګ له کبله د سیاسي او امنیتي وضعت په اړه ده.
دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.
په خبر کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته مخالف سیاسي او قومي مشرانو د وتلو سره سم د بهرمېشتو افغانانو د ټولنیزو رسنيو د پراخ نفوذ په دور کې د نویو بدلونونو په وړاندې د مبارزې بنسټيزه لاره بدله کړې.
اژانس ويلي؛ افغان کډوال په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغانستان سره د اړیکو په ساتلو، د افغان ټولنو د ملاتړ او پر سیاسي او بشري مسایلو د اغېز مهم رول درلودلی دی.
د همدې ارزونې له مخي، چې دغه فعالیتونه په څو لویو اساسي برخو متمرکز دي.
د بهر مېشتو افغانانانو د ټولنیزو رسنيو د فعالیتونو یو اساسي ګډه نقطه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ساتنه ده.
بهرمېشتي افغانان په اروپا او شمالي امریکا کې په فعاله توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په دفاع کې فعاله ونډه اخیستې ده.
خبر زياتوي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کډوالو سره تړلې سازمانونه لکه د اروپا کډوال افغانانو شبکه او د افغان کډوالو نوښت لخوا ګڼ پروګرامونه، ورکشاپونه، انلاین کمپاینونه او نور فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره جوړ شوي دي.
د ښځو د زده کړو ملاتړ، ښځینه متشبثینو ته د کوچنیو مرستو چمتو کول او د ښځو په مشرۍ کورنیو ته د خوړو او روغتیا مرستو ویشل د دې ډلې لپاره د فعالیت له مهمو برخو څخه دي.
په ټولنیزو رسنيو په خاص ډول اېکس کې خپاره شوي مطالب ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې «په افغانستان کې برابري او تنوع» په څېر کنفرانسونه تر سره شوي، چې د افغان ځوانو کډوالو په خاص ډول ښځو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل غږ پورته کړي.
د خبر د ارزونې له مخي، چې په دې کنفرانسونو کې هڅه شوې، چې د سیاستوالو له انحصاره ليري پاته شي او ځوان نسل ته په کې فعاله ونډه ورکړي.
د ایران دغه اژانس ویلي، چې د بهر مېشتو افغانانو د حق غوښتلو دغه هڅې بې ځایه نه دي.
دوی زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره د دوحې په درې ګونو غونډو کې د پخوانيو دودیزو سیاسي کسانو پر ځای ځوان ټولنیز او رسنيز فعالان د افغانانو د استازو په توګه بلل شوي وو.
دوی زیاتوي، چې که څه هم د دوی رول سمبولیک، حایشه یي، د پرېکړو کولو او پاليسۍ جوړولو کې مستقيم اغېز نه درلود خو د بدلون یو هڅه ګڼل کيږي.
پاکستانۍ وېپپاڼه وايي، افغانستان چې د لسیزو راهیسې د نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر و، اوس د سیمهییز اقتصادي اتصال په برخه کې د یو مهم ټکي په توګه راڅرګندېږي.
د لیکوال په اند، که په افغانستان کې ثبات تامین شي، دغه هېواد کولای شي له جګړې نه د پراختیا او اقتصادي همکارۍ لور ته حرکت وکړي.
دډې فرایډې ټایمز د مقالې لیکوال زیاتوي چې افغانستان په تېرو وختونو کې د جګړې، ترهګرۍ او امنیتي ناورین په چوکاټ کې پېژندل کېده، خو اوس نوي لیدلوري، په ځانګړې توګه د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) او د چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت له لارې، دا ښيي چې دا هېواد کولای شي د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
ډې فرایډې ټایمز وېپپاڼې د مقالې لیکوال په اند، افغانستان د جغرافیې له مهم موقیعت نه برخمن دی او کولای شي ځان د سوداګرۍ، انرژۍ او سیمهییز ټرانزیت لپاره د اړیکو یو پُل وګرځوي. د کانونو او لیتیم په سکټورونو کې پانګونه او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځتهکېدو په ګډون د سیمهییز اتصال نوي پلانونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره فرصتونه برابر کړي دي.
په مقاله کې ادعا شوې چې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، غواړي افغانستان په سیمهییزو اقتصادي بهیرونو کې شامل کړي او دغه هېواد له اقتصادي انزوا نه لرې وساتي. د مس عینک په کان کې د پانګونې سربیره، چین غواړي په افغانستان کې د لیتیم کانونو په ګډون پر نورو لویو برخو کې هم پانګونه وکړي.
لیکوال وايي چې د دې ټولو سره-سره امنیتي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او په افغانستان کې ترهګريز فعالیتونه په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د لیکوال په وینا، تر څو چې ثبات تامین نهشي او د سختدریځو ډلو پر ضد ګټوره مبارزه ونه شي، په دغه هېواد کې هېڅ اقتصادي پروګرام نهشي بریالی کېدای.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره خپل تعاملات تر بل هر هېواده ښه ساتلي او ان له پاکستان سره یې هم د یادې ډلې د خبرواترو او اړیکو ښه کېدو منځګړیتوب ترسره کړی دی.
تېره اونۍ په بیجېنګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه کړې چې د راپورونو پر بنسټ له طالبانو پکې غوښتنه شوي څو افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي. له چین سربېره د ایران، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګهوالو هم افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښوولې.
دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه او بهر د جلا وطنه افغانانو له لوري نیوکې کېږي چې طالبانو په خپلسرې او ناقانونه توګه د افغانستان طبیعي شتمني د چین په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو منګولو کې ورکړې ده.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې. نوموړي ویلي، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستيال امرالله صالح د پنجنشبه په ورځ (د غبرګولي ۸مه) پر اېکس پاڼه، د دوحيې پروسه د ناټو دسیسه او کودتا ګڼلې.
هغه زياته کړې: «د دوحيې پروسه د ناټو په ملاتړ یو دسیسه او د رژيم د بدلون لپاره یو کودتا وه. دا د سولې بهیر نه وو.»
هغه ویلي چې په پولنډ کې د تېر جمهوري نظام ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ امریکا په پټ ډول طالبانو ته د مرستې په توګه ورکړي.
د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېني وزیر محمدحنیف اتمر، د پښتو ژبې نړۍوالې ورځې په مناسبت، د دې ژبې ویوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې د تاریخي، فرهنګي او علمي ارزښتونو پر نمانځلو ټينګار کړی دی.
نوموړي د پنجشنبې په وځ (غبرګولي ۸مه) زیاته کړې چې دا ورځ باید یوازې د ژبې د نمانځنې نه، بلکې د ملت د ازادۍ، خپلواکۍ او یووالي د ارزښتونو د یادونې او درناوي ورځ وي. هغه ټینګار کړی چې پښتو ژبه باید د علم، فرهنګ او نوې ټکنالوژۍ په نړۍ کې د ودې او پرمختګ له کاروان سره اوږه پر اوږه روانه وي.
اتمر په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «په اوسني عصر کې چې نړۍ په ټکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا کې له یوه بل تاریخي پرمختګ هرکلی کوي، دا هغه ورځ ده چې باید ډاډ ترلاسه شي چې پښتو ژبه د هېواد د نورو ملي ژبو ترڅنګ د علم او فرهنګ له نړۍوال لوی کاروان سره اوږه پر اوږه مخ پر ودې روانه ده. په دې ورځ باید خپل تاریخي مسوولیتونه د دې موخې د ترلاسهکېدو لپاره په جدي ډول و ارزوو.»
نوموړي یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زدهکړې بندیز دې پای ته ورسوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو د هېواد نجونې له علم او پوهې بېبرخې پاتې نه شي. هغه زیاته کړې چې د پښتو ژبې د ودې او فرهنګي بیدارۍ لپاره د ښځو حضور اړین دی، او هیلهمندي یې ښولې چې د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي په څېر د ښځینه ادیبانو دوره یو ځل بیا تکرار شي.
د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «په دې ورځ د تل په څېر یو وار بیا پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او پر زدهکړې روان بندیز پای ته ورسوي او د پښتو ژبې ودې او د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره کړي ترڅو یو وار بیا د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي دوره تکرار شي.»
نن د غبرګولي ۸مه چې د مې میاشتې له ۲۹مې سره سمون لري، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دا ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال پر همدې ورځ نمانځل کېږي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ورځې نمانځلو ته پاملرنه ډېره کمه شوې ده.
د طالبانو د ویاند د مرستیال حمدالله فطر وايي چې د دغې ډلې مشر هبتالله اخندزاده د پنجنشبې په ورځ له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت د مسوولانو لپاره په کندهار کې جوړ شوي یوورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا یې کړې ده.
په بیان کې راغلي چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د پکتیکا والي، مرستیال والي، د علماوو شورا مشر، د بېلابېلو ادارو مشرانو، ولسوالانو او د دغې ډلې د حوزو امرینو هم ګډون کړی و. د فطرت په وینا، هبتالله اخندزاده ګډونوالو ته وینا کړې ده.
د طالبانو د بیان پر بنسټ، هبتالله اخندزاده په خپله وینا کې د طالبانو د تېرو جهادونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې اوس باید د شریعت د تطبیق، د خلکو د اصلاح، عدالت او امربالمعروف او نهی عن المنکر ته ځانګړې پاملرنه وشي.بیان زیاتوي چې د طالبانو مشر د خپل رژیم او ولس لپاره دعا کړې ده.
سره له دې چې د طالبانو مشر خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پليکېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه بولي.
هغه زیاتوي، چې هبتالله د انساني کرامت، عقل، علم، او د انسان د خلافت پر مفهوم خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې سپارښتنه کړې چې تقوا، تواضع، اتحاد، له علماوو سره ناسته او د شرعي اصولو پابندي خپله کړي. همداراز، نوموړي له شخصي ګټو، قومي تعصب، انډيوالۍ او د منصب د غوښتنې نه د ځان ساتلو سپارښتنه هم کړې ده.
د قومي تعصب، انډيوالۍ، او د منصب غوښتنې پر وړاندې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده سپارښتنې دا څرګندوي چې د دې ډلې په منځ کې د واک د وېش، وفادارۍ او اختلافاتو په تړاو اندېښنې موجودې دي.