• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار په بهسودو کې د یوه کور د دېوال لوېدو پېښه کې یو کس مړ او زوی یې ټپي دی

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند په مقام خان سیمه کې د پنجشنبې ورځې د توپان او باران له امله د یوه کور د دېوال غورځیدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او زوی یې ټپي دی.

د (غبرګولي ۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د همدې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوې خونې دېوال غورځیدو له امله یوه ښځه ټپي شوې ده.

هم مهاله طالبان د تېرې ورځې توپان او بارانونو له امله خلکو ته د ګڼو مالي زیانونو اوښتو خبر هم ورکوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان حکومت د تورخم له لارې اته نیم سوه کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت ویلي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کیدو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ «۸۵۹ افغان کډوال» په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دغه کډوال د پاکستان د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي‌ بیا له دغه هیواده اېستل شوي دي.

د شمېرو له مخې، د تورخم له لارې په دغو تازه اېستل شویو کډوالو کې «۲۴۳تنه» د اې سي سي کارت لرونکي وو او پاتې «۶۱۶ کسانو» په پاکستان کې د استوګنې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لرل.

پاکستان د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د جبري اېستل کیدو لړۍ پیل کړې او تر اوسه پورې یې نږدې «۱۵۰زره افغان کډوال» په دغه روان بهیر کې اېستلي دي.

په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو دا بهیر نه یوازې د طالبانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی، بلکې یو شمېر نړۍوالو بنسټونو هم د اسلام اباد دا پرېکړه غندلې ده.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر کړکېچ په بیا ډېریدو سره که څه هم د کډوالو د نیول کیدو بهیر پڅ شوی، خو په بشپړه توګه لا هم نه دی ودریدلی.

اسلام اباد د پي او ار (POR) یاد ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي.

په خبرداري کې راغلي، که د دغو کارتونو لرونکي افغانان تر ټاکلې مودې ونه وځي، نو پولیس به یې په زور وباسي.

هم مهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر روان دی او په افغانستان کې روان بشري ناورین لا پسې ډېر کړی دی.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو لا وار دمخه هېواد له اقتصادي،‌ سیاسي او ټولنیز ناورین سره مخ کړی چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به دا وضعیت لا ترینګلی شي.

له تېرو نږدې څلور نیم کالونو راهیسې بې وزلي او بې روزګاري هم لوړې کچې ته رسیدلې، چې د بشري سازمانونو په باور تازه ستنیدونکي افغانان به هم د دغه ناورین برخه شي.

له دې ور هاخوا سرپناه هم د دغو ستنیدونکو لپاره یوه جدي ننګوونه ده او طالبان د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

طالبان وایي په جلال اباد ښار کې یې د یوه حلقوي سړک چارې پیل کړې

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال اباد ښار کې د «۲۱ کیلومتره حلقوي سړک» چارې یې د درې میلیارده افغانیو په ارزښت پیل کړې دي. پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی پروژې یوازې د تبلیغاتو لپاره اعلانوي او کار نه پرې کوي.

د (غبرګولي ۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک د جلال اباد ښار له درونټې سیمې څخه تر ثمرخېلو پورې د کابل سیند پر غاړه تېرېږي.

همدا راز زیاته شوې، چې د دغې پروژې په لومړۍ برخه کې به نږدې څلور کیلومتره سړک چارې بشپړې شي او نورې چارې به یې په راتلونکو پړاوونو کې بشپړې شي.

په جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ ښاروال بسم الله بلال ویلي، د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له عوایدو ورکول کېږي او د سړک په مسیر کې به د ټولو قانوني ملکیتونو د استملاک بهیر ته هم پاملرنه کوي.

بلخوا په جلال اباد ښار کې د دغه سړک تر غاړو پراته اوسېدونکي شکایت کوي، چې تر اوسه پورې یې د قانوني ملکیتونو د استملاک په تړاو طالبانو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

د معلوماتو له مخې د دغه سړک په نقشه کې زرګونه کورونه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي او څو څو ځله ځايي اوسېدونکو د دغه پروژې د تطبیق اړوند د خپلو ملکیتونو د بدیل غوښتنه کړې، خو لا هم قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړل شوی.

ټاکل شوې وه، چې د مخکني جمهوري حکومت پر مهال د نړیوال بانک له لوري یاد سړک جوړ شي، خو د ملکیتونو په سر د ولسي شخړو له امله دا چارې ځنډول شوې وې.

طالبانو په تېرو وختونو کې هم په تبلیغاتي توګه د دغه ډول پروژو پرانېسته کړې،‌ خو د وخت په تېریدو سره په ډاګه شوې چې د بنسټ تر ډبرو وروسته یې هېڅ راز عملي چارې نه دي تر سترګو شوي.

طالبان د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بیا رغونې پروژو مخالفان هم ګڼل کیدل او په لرې پرتو سیمو کې یې د ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړول.

افغانستان بیا د سیالیو په لوبغالي بدل شوی؛ طالبان، روسیه، چین او د امریکا پټه راګرځېدنه

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

ایراني رسنۍ ایراف د افغانستان په تړاو د نړۍوالو قدرتونو په اړه رېپورټ کې راغلي، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، په پیل کې د نړۍوالو د بندیزونو او انزوا سبب شول، خو اوس، نږدې څلور کاله وروسته، ښکاري چې د نړۍ لیدلوری بدلون مومي.

سره له دې چې لا هم هېڅ هېواد طالبانو ته د افغانستان د مشروع حاکمانو په توګه رسمیت نه‌دی ورکړی، خو ځینې محتاط تعاملونه او احتیاطي بدلونونه د محتاطو اړیکو په بڼه لیدل کېږي.

همدا مهال، هغه افغانستان چې څلور کاله وړاندې منزوی شوی و، اوس بیا د نړیوالو قدرتونو د پام مرکز ګرځېدلی؛ خو دا ځل دا توجه له پټو سیالیو سره مله ده، داسې چې هېڅ هېواد نه غواړي ښکاره وښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې توجه زیاته شوې ده.

روسیه او چین: همکاري د نفوذ پیاوړتیا لپاره

روسیه او چین، د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د کابل نویو حاکمانو ته لاس ورکړ. دواړو هېوادونو هڅه کړې چې له طالبانو سره د امنیتي اندېښنو د له‌منځه وړلو ترڅنګ، خپلې سیاسي او اقتصادي موخې هم پوره کړي.

تر دې دمه، دا تعامل له شخړو پرته روان و؛ خو د امریکا له احتمالي بېرته راګرځېدو سره، دا سیالي اوس د جیوپوليټکل جګړې بڼه اخلي.

د روسیې اندېښنه: د منځنۍ آسیا افراطیت او داعش

د مسکو لپاره، یو بې‌ثبات افغانستان کولی شي د منځنۍ آسیا د افراطي ډلو لپاره پناه‌ځای شي. دا ډلې، چې له پوتین سره د دښمنۍ روحیه لري، د کرملین له ملاتړه برخمنو دولتونو ته دښمنانه ګوري، او د داعش خراسان څانګې فعالیتونه یې نور هم پاروي.

روسیې، چې د «کرکوس» د برید تجربه لري، هڅه کوي د افراطي اسلام له نفوذه ځان وساتي. له همدې امله، دغه هېواد له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي. د طالبانو نوم له «تور لیست» څخه د روسیې له لوري ایستل، د همدغه نوې تګلارې بېلګه ده. ټاکل شوې چې د کازان په راتلونکي ناسته کې د دواړو لورو استازي یو بل سره وویني.

د چین تګلاره: استخباراتي همکاریو ته پراخېدل

له بل لوري، چین هم له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړی، تر دې چې د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې د چین د پوځ استخباراتي چارواکو د واخان دهلېز له لارې افغانستان ته سفر وکړ. هدف یې د امنیتي همکارۍ میکانیزمونه پیاوړي کول وو.

چین غواړي یو باثبات افغانستان ولري، تر څو د خپلو اقتصادي موخو د تحقق پر وړاندې خنډونه له‌منځه یوسي. خو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیاوې، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز ته هم ګواښ پېښولی شي.

د امریکا پټه راګرځېدنه: د سیالانو هڅې

داسې راپورونه خپاره شوي چې یوه امریکایي رسمي پلاوي افغانستان ته سفر کړی، او د بګرام په هوايي ډګر کې د C-174 الوتکې ښکاره کېدل، چې ویل کېږي د سي اې ای لوړپوړي چارواکي پکې وو، ښيي چې امریکا غواړي خپل استخباراتي پروګرامونه بېرته فعاله کړي.

دا وضعیت د روسیې او چین لپاره د اندېښنې زنګ دی. له همدې امله، دواړه هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې خپله سیالي پیاوړې کړي، څو د امریکا له احتمالي اغېز څخه مخنیوی وکړي.

افغانستان؛ بیا د جیوپولېټکل شخړو میدان؟

په اوسني وضعیت کې، افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو قدرتونو د نفوذ لپاره د سیالۍ لوبغالي فضا ته داخل شوی. که طالبان وکولای شي دا رقابتونه مدیریت کړي او هیواد د نړیوالو همکاریو مرکز کړي، ښايي ثبات ته لاره هواره شي؛ خو که ونه شي، نو راتلونکی‌ یې ښايي له نویو شخړو ډک وي.

افغانان په جلا وطنۍ کې؛ مجازي مبارزه، عملي اغېزه

۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۳۰ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۱

د ایران ایراف خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ډېرو سره دا پوښتنه ده، چې په بهر کې مېشت افغانان په ټولنیزو رسنیو کې څه کوي؟ دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.

ایران ایراف خبرې اژانس د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولې ۸مه) په دې اړه په یوه خبر کې ویلي، چې د دې پوښتنې یوه برخه په افغانستان کې د طالبانو د راتګ له کبله د سیاسي او امنیتي وضعت په اړه ده.

دوی په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د بهرمیشتو افغانانو د ټولنیزو رسنیو فعالیتونو ته کتنه کړې.

په خبر کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته مخالف سیاسي او قومي مشرانو د وتلو سره سم د بهرمېشتو افغانانو د ټولنیزو رسنيو د پراخ نفوذ په دور کې د نویو بدلونونو په وړاندې د مبارزې بنسټيزه لاره بدله کړې.

اژانس ويلي؛ افغان کډوال په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اروپا، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغانستان سره د اړیکو په ساتلو، د افغان ټولنو د ملاتړ او پر سیاسي او بشري مسایلو د اغېز مهم رول درلودلی دی.

د همدې ارزونې له مخي، چې دغه فعالیتونه په څو لویو اساسي برخو متمرکز دي.

د بهر مېشتو افغانانانو د ټولنیزو رسنيو د فعالیتونو یو اساسي ګډه نقطه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ساتنه ده.

بهرمېشتي افغانان په اروپا او شمالي امریکا کې په فعاله توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په دفاع کې فعاله ونډه اخیستې ده.

خبر زياتوي، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د کډوالو سره تړلې سازمانونه لکه د اروپا کډوال افغانانو شبکه او د افغان کډوالو نوښت لخوا ګڼ پروګرامونه، ورکشاپونه، انلاین کمپاینونه او نور فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره جوړ شوي دي.

د ښځو د زده کړو ملاتړ، ښځینه متشبثینو ته د کوچنیو مرستو چمتو کول او د ښځو په مشرۍ کورنیو ته د خوړو او روغتیا مرستو ویشل د دې ډلې لپاره د فعالیت له مهمو برخو څخه دي.

په ټولنیزو رسنيو په خاص ډول اېکس کې خپاره شوي مطالب ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې «په افغانستان کې برابري او تنوع» په څېر کنفرانسونه تر سره شوي، چې د افغان ځوانو کډوالو په خاص ډول ښځو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل غږ پورته کړي.

د خبر د ارزونې له مخي، چې په دې کنفرانسونو کې هڅه شوې، چې د سیاستوالو له انحصاره ليري پاته شي او ځوان نسل ته په کې فعاله ونډه ورکړي.

د ایران دغه اژانس ویلي، چې د بهر مېشتو افغانانو د حق غوښتلو دغه هڅې بې ځایه نه دي.

دوی زياتوي، چې د ملګرو ملتونو د مشرۍ لاندې د افغانستان لپاره د دوحې په درې ګونو غونډو کې د پخوانيو دودیزو سیاسي کسانو پر ځای ځوان ټولنیز او رسنيز فعالان د افغانانو د استازو په توګه بلل شوي وو.

دوی زیاتوي، چې که څه هم د دوی رول سمبولیک، حایشه یي، د پرېکړو کولو او پاليسۍ جوړولو کې مستقيم اغېز نه درلود خو د بدلون یو هڅه ګڼل کيږي.

سپینه ماڼۍ: ټرمپ په اوکراین کې د سولې د پرمختګ هیله لري

۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارولین لیويټ د می په ۲۹مه ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله لري، چې د اوکراین او روسيې د سولې راتلونکې خبرې به د سولې موافقې د منځګړیتوب هڅو ته پرمختګ ورکړي.

د سپنې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۸مه) ویلي، چې مسکو وړانديز کړی د مخامخ خبرو بل پړاو دې د جون په ۲مه په استانبول کې تر سره شي.

په داسي حال کې چې روسیه د اوربند لپاره خپل شرایط او د سولې تفاهم لیک ځنډوي او د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مسکو لخوا د شرایطو د ځنډېدو پر تکتیک نیوکه کړې.

ټرمپ د می په ۲۸مه ادعا وکړه، چې شاوخوا «دوې اونۍ يا یوه نیمه اونۍ» وخت نیسي تر څو څرګنده شي چي د روسیې ولسمشر پوتین وخت ضایع کوي که رښتیا سولې ته لېواله دی.