وال سټریټ ژورنال: امریکا پر ایران د یورانیمو غني کول په مشروط ډول بندوي
وال سټریټ ژورنال د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات چمتووالی نیسي چې ایران ته یوه داسې «شرط پاڼه» وړاندې کړي، چې په کې د یورانیمو غني کول پای ته ورسیږي.
د امریکا دغه چارواکي وویل، چې که د ایران حکومت داسې شرطونه ونه مني، «دا به د ایرانیانو لپاره بدې پایلې ولري.»